مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ ۱۵ نيټه... د افغانستان په تاريخ کی يوه ستره پيښه!!!

پاچا- کليفورنيا- امريکا


۸ جولائی ۲۰۱۴

"د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ ۱۵ نيټه، شوروی ځواکونه  د افغانستان د خاوری څخه د خپل (څلويښتم ځواک) د وتلو پنځه ويشتمه(۲۵) کليزه لمانځی. تاريخ پوهان او نور به هغه په رسميت پيژنی خو البته دا به يی هيره کړی وی چی د يو لوی زبر ځواک دغه د تجاوز، يرغل او نيواک پريکړه چی په يو وړوکی ګاونډی هيواد چی هيڅ ډول د خطر احساس ور څخه نه کيده څومره په لوی تاوان تمام شو، شايد چی اقتصادی لګښتونه ډير بی حسابه وی، خو ځينې اقتصاد پوهان ددی تهاجمی جګړی نا سم تعبير وړاندی کوی او وايی چی ددی حملی موخه د افغانستان د خلکو څخه د فقر او بد بختۍ ليری کول وو. د انسان په نظر دا ډيره حيرانوونکی بيه ده چی د افغانستان دوه ميليونه خلک (ميندي، پلرونه، زامن، لوڼي، ترونه، نيا، نيکونه او خپلوان) په شهادت ورسيدل. نن ورځ يو بل ډير لویی زبر ځواک قدرت افغانستان د اشغال لاندی نيولی دی. د لويو رسنيو او دولت د ويندويانو لخوا په متواتر اواغراض آميز ډول دا ماموريت د امريکايانود تير ايستلو په خاطر د "تروريزم پر ضد جګړی" په نوم پراخ تبليغات کوي چی په حقيقت کی دا پنهانی ستراتيژی د ايران او چين د محاصره کولو څخه بل څه نه دي، تر سره کيږی. همدا راز د دغه تبليغاتو موخه يواځی د افغانستان په طبعيی منابعو باندی د کنټرول حاصلول دي.
لکه څنګه چی د ډيرپخوا څخه تاريخ ثابته کړی، د افغانستان خلکو د بهرنيو يرغلګرو ځواکونو په مقابل کی چی په پرمختللو وژونکو وسلو سنبال وو پاڅيدلي او هغوې ته يی ماتی ورکړی، يو ځل به بيا ددغو ځواکونو په مقابل کی قيام وکړی. د افغانستان  مقاومت چی په روسی کلشنيکوفونو، انګريزی ، ملخی، ۳۰۳، زيکو يک،  او د نولسمی پيړۍ انګريزی ټوپــکــونـو او هــمــدا راز روسـی درنــو وســلو لــکه  آر- پی- جی، سام ميزايلونه، هاوان، داشکه،درنی ماشينګڼې،پنځه ډذی ټوپکو وغيره مجهز وو د بهرنيانو په مقابل کی مقاومت کړی دي. زياتره دغه وسلي د روسيي جوړي او د متحده يالاتو لخوا د اسرئيلو د زيرمتنونو څخه چی د عرب – اسرئيلو په جګړو کی ورڅخه کار اخستل کيده (مجاهدينو.ژ) ته ورکول کيدي. په اخرکی متحده ايالاتو قوی سټينګر ميزايل چی فوق العاده غښتلی( ډيناميکه ) وړتيا يی لرله د شوروی اتحاد د جنګی الوتکو په مقابل کی چی تقريبآ ۷۵٪ لاسته راوړني يی درلودلی(مجاهدينو.ژ) ته ورکړل شوي.

 متحده ايالتو به دغه وسلي په پټه د خپل ايډيولوژيک سيال شوروی اتحاد د تجاوزد پراختيا  پر خلاف (مجاهدينو.ژ) ته ورکولي چی د دغو وسلو پوسيله په حيرانونکی ډول د روسانو د برياليتوب نخښي نخښانی تس نس شوي. آيا شورویانو په تاريخ باندی د بطلان کرښه ايستلی ده، بايد دوي (شورويان.ژ) په دی پوهيدلی وايی چی په افغانستان باندی پوځی يرغل به ددوي اقتصاد ته لويه ضربه ورسوی او هم به ددوي تاريخی حماسي د تباهۍ سره مخامخ کړي. د ځمکی پر مخ به هيڅ داسی هيواد لکه  افغانستان چی د مقاومت ډلي يی په ټوله نړۍ کی د مجاهدينو په نوم پيژندل کيدي، په ډيرو سر ښيندنو او مقاومت سره يی د خپل هيواد د پولو څخه چی د پرديو يرغلګرو ځواکونو لخوا ورباندی يرغلونه کيدل، پيدا نه شی.
دشوروی اتحاد د زمانی تاريخی پيښي به د افغانستان د خلکو په ذهنونو کی د هميش لپاره ژوندۍ وي. هغه څوک چی (په افغانستان کی ددغه ناورين.ژ) څخه ژوندي پاتی دي د خپلو وژل شويو کورنيوغړو په ماتم او ويرلا اوس هم اخته دي، له بله طرفه هغه نا چاودي ماينونه چی په افغانستان کی شتون لري د خلکو ژوند يی د  هميش لپاره د خطر سره مخامخ کړيدی.نن ورځ (په افغانستان کی.ژ) د روسيی ضررناک حضور او نفوذ په ښکاره ليدل کيږی چی شوروی اشغالګرو ځواکونو د خپل اشغال پـه وخـت کـی د يـو لږه کی (اقليت) څخه ملاتړ کوو او همدغه د افغانستان لږه کي (اقليتونه) د امـريکا په مشـرۍ د ناټـو د ښکيلاکګرو ځواکونو د ملاتړ څخه اوس هم برخمن دي. سره ددی چی افغانستان د ډيرو خنډونو سره مخامخ دی، خو لکه څنګه چی د افغانستان تاريخی حالاتو او ددوي استقامت ښودلی ده، يوه ورځ به داسی راشی چی دا ملت به د خارو او ايرو څخه راپورته شی او يو عظيم او خپلواک ملت به منځته راوړی.
راځۍ ددغو تاريخی پيښو په رڼا کی مونږ او تاسو ټول د زړه له کومی د افغانانو دغه شهکاری په رسميت وپيژنو او درناوی يی وکړو. دا د هغوي (افغانانو.ژ) د نه ويرودونکو بهادريو، فداکاريو او شجاعت برکت وو چی د شوروی اتحاد د کمونيستی امپراطورۍ په مقابل کی چی ټولی نړۍ ته په خپريدو وه په ډيره ميړانه ودريدل او هغه يی د شکست او ماتی سره مخامخ کړه. په دی اړه د نړيوالو څخه غوښتنه کوم چی د افغانستان او د افغانستان د خلکو د بی امانه او بی نظيره سر ښيندونو څخه چی د تاريخ په اوږدو کی يی د سولی لپاره په ټوله نړۍ  کی ترسره کړيدی په رسميت وپيژنو او قدردانی يی وکړی. اجازه راکړۍ، چی مونږ ټول د امريکا په مشرۍ د افغانستان د خاروی څخه د ناټو د ښکيلاکګرو ځواکونو په وتلو کی د زړه له کومی د سولی هلي ځلي ګړندۍ کړو او د افغان شجاع او دلاور ملت سره د هغه ستونزو سره چی مخامخ دي خپلی مرستې زياتی کړو، افغانان چی د لسيزو راهيسی د جنګ د کړاونو، بهرنيو جاسوسانو، اقتصادی،  کورنيواو شخصی ستونزو سره مخامخ دي د نجات او خلاصون لار پيدا کړو."
بروس جی. ريچارډسن


تبصره: ددغه پورتنی سر ليک لاندی ليکنه د ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګريزی ليکل شوی او ما پښتو ته اړولی ده. په دی ليکنه کی د قدر وړ ريچارډسن د تاريخی شواهدو پر بنسټ ډيرو مهمو ټکو ته لکه د روسانو د يرغل په وخت کی د افغانستان لږکيو (اقليتونو) ته امتيازونه ورکول او د ډيرکيو (اکثريت) په مقابل کی جنګول، د قومونو تر منځ  نفرتونه او کرکه راپارول، پټ او بربنډ تبليغات کول، اقليتونو ته پوځی روزنه او په پراخه اندازه وسلي ورکول، د افغانستان د جهاد په وخت کی د استاد ربانی او احمد شاه مسعود په مشرۍ د جمعيت اسلامی او شورای نظار ستمی جنګيالی ډلی د پخوانی شوروی اتحاد جمهوريتونو ته د ځانګړی روزنی لپاره په پټه ليږل چی په دغه مليشه جنګياليو کی پخپله احمد شاه مسعود هم د نورو ديارلسو کسانو سره يو ځای په اتيايمه لسيزه کی کله چی د شوروی ځواکونو په مقابل کی جهاد ډير په زور کی روان وو د "فرونز" پوځی اکاډمۍ ته چی ماسکو کی مؤقعيت لری د روسی جنرالانو لخوا په پټه  ليږل  شوی وو، شامل وو.(Mikhail V. Frunze)   ميخائيل وی. فرونز په ۱۹۲۰کی د پخوانی شوروی اتحاد د دفاع وزير وو. د فرونز پوځی اکاډمی په ۱۹۱۸ کی تآسيس شوی ده. د يادولو وړ ده چی په دغه اکاډمی کی يواځی د روسيی  او د نړۍ نورو پوځی مامورينو ته چی رتبه يی ډګرمن، ډګروال او يا هم تورن جنرال وی د شموليت اجازه ورکول کيږی، خو د احمد شاه مسعود او د هغه نورو ملګرو ته د يو خاص امتياز په توګه په دغه اکاډمۍ کی د ګډون اجازه ورکړل شوی وه.
دا قصه ډيره مشهوره ده چی انګريزانو به په هندوستان کی د "بيل يی کړه او ايل  يی کړه" د سياست څخه کار اخسته،په هندوستان کی هندوان او مسلمانان په يو اتفاق سره د انګريزانو د ښکيلاک په مقابل کی  ودريدل، خو انګريزانو د روم د امپراطور جوليس سيزار د هغه سياست څخه چی د مقدونيا لپاره يی د "بيل يی کړه او ايل يی کړه" کار اخستی وو، عينآ کار واخسته او هندوانو او مسلمانانو ته په جلا جلا امتيازاتو قايل شول. مثلآ هندوانو ته يی ويل چی تاسو ددی هيواد (هندوستان) اصلی وارثان ياست خو په مقابل کی يی مسلمانانو ته دا هم ويل چی تاسو هم ددی حق لرۍ چه په دی هيواد کی ژوند وکړۍ او د دی حق په لاسته راوړلو کی د مبارزی حق لرۍ چی خپله ازادی د هندوستان څخه تر لاسه کړۍ.
خبره بايد ډيره اوږده نه شی، کله چی  امريکايی ځواکونو په افغانستان باندی په اصطلاح د سپټمبر د يولسمی، ۲۰۰۱کال په پلمه د افغانستان د کورنيو جاسوسانو او شورای نظار ستمی وطن پلورونکی ډلی لخوا يرغل پيل کړ، عينآ د انګريزانو د سياست څخه پيروی وکړه. په لومړيو کی د امريکا د سی-ائی-ای، جاسوسان د شورای نظار او شمالی ټلوالی په مرسته افغانستان ته راننوتل او ورپسی ډير ژر د امريکا پوځی عمليات چی د شورای نظار ستميان ورسره اوږه په اوږه ملګري وو پيل شول. د امريکا پوځيانو او د سی ـ ائی- ای جاسوسانو د شورای نظار او شمالی ټلوالی غړو ته په ميلينونو ډالړ ورکړل. ديته ورته عمل احمد شاه مسعود د يو خاينانه قرارداد په شکل په اتيايمه (۱۹۸۰) لسيزه کی د شوروی ځواکونو سره په پنجشير او جبل السراج کی امضا کړی وو چی په مقابل کی شوروی اتحاد احمد شاه مسعود ته شپږديرش (۳۶) ميليونه ډالر ورکړل،احمد شاه مسعود ددغو ډالرو په بدل کی د شوروی څلويښتم ځواک لښکرو ته  دپوځی اکمالاتو لپاره د سالنګ ستراتيژيکه لار ازاده پريښوده او په مقابل کی يی ورسره د مقاومت نه کولو ژمنه هم وکړه.

د احمد شاه مسعود او روسی جنرالانو تر منځ ددغه قرارداد پر بنسټ روسانو د افغانستان ختيځو، جنوب او جنوب لويديځو سيمو ته چيرته چی د پښتنو مجاهدينو د سخت مقاومت سره مخامخ وو په اسانۍ سره خپل پوځی عمليات پيل کړل. خبره داده که چيری احمد شاه مسعود په رښتيا وطن پرست او مجاهد وايی، نو ولی يی روسانو ته داسی زمينه مساعده کړه چی روسان د ځمکی د لاری د افغانستان نورو سيموته په ځانګړی ډول پښتنی سيمو ته لاسرسی پيدا کړی. که چيری روسانو د هوا له لاری پوځی اکمالات کولی نو لګښت به يی بيلينونو ډالرو ته رسيدلی وای چی د روسانو د اقتصاد لپاره به دغه لګښت لويه ضربه وه. ګرانو وطنوالو تاسو ټولو ته دی روښانه وی چی احمد شاه مسعود او ببرک کارمل دواړه د روسانو ګوډاګیان وو. ببرک کارمل سره روسانوپه مسقيم ډول پوځی او اقتصادی مرستي کولی خو د ايران مرستي د پردی تر شا وي، احمد شاه مسعود سره د روسانو، د اروپايايی هيوادونو، اسرائيلو، او په ځانګړی ډول امريکايانواو نورو مرستي ملګري وي،د ايران اخوندان،په دی اړه وګورۍ "اعتراف به يک توطئه بزرګ"(Ahmad Shah Masoud speech in 1992)، چی د افغان جرمن په ويبپاڼه کی چی احمد شاه مسعود پخپله اعتراف کړيدی ليدلی شۍ. احمد شاه مسعود په دغه ويډيو کی په ښکاره اعتراف کوی او وايی" ايران خو روابط از قبل داشت". په يو بل ځای کی مسعود وايی چی د کابل نيولو لپاره مونږ د پيښور  ميشتو تنظيمی رهبرانو سره اړيکی ونيولی چی په بيړنۍ توګه د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر ځای يو څوک وټاکی. د پيښور ميشتو رهبرانو وويل چی حضرت مجددی به د دوه مياشتو لپاره او وروسته به ربانی د څلورو مياشتو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شی تر څو ټولټاکنو (انتخاباتو) ته لاره اواره شی، خو شمالی ټلوالی په دغه ژمنه وفا ونکړه او ربانی د يو بی تاجه پاچا په ډول تقريبآ د لسو کلنو لپاره چی هميشه به د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد او يا هم د تاجکستان په کويلاب کی د روسانو د حمايت لاندی  د طالبانو له ويری اوسيده، په بيشرمانه توګه ادامه ورکړه. ددی ويډيو په يو بل ځای کی احمد شاه مسعود وايی چی د پروان او کاپيسا خلکو او مجاهدينو د ډاکټر نجيب الله په پرزولو کی مهم نقش لوبولی دی. اوس خبره داده چی ايا د افغانستان په جهاد کی يواځی د پروان او کاپيسا مجاهدينو برخه درلوده؟ پنجشيری مسعود د افغانستان د ټولو ولايتونو د مجاهدينو د روسانو او د هغه وخت د کميونستی رژيم پر ضد مبارزی يواځی او يواځی د پروان او کاپيسا مجاهدينو ته منسوب کړی. په دی کی هيڅ شک نشته چی احمد شاه مسعود پنجشيری يو فاشست او د پښتنو ضد عنصر وو.پښتانه بايد په دی حساس وخت کی خپلو مسؤليتونو ته متوجه واوسی او پرينږی چی ددوي په سر نوشت شمالی ټلواله لوبی وکړی.


په خبرونو کی می واريدل چی اشرف غنی احمدزی په لويه کچه د ټولټاکنو په بهير کی بريالی کانديد اعلان شو، داد پښتنو د يو والی او د وطن سره د مينی ښکارندويی کوی. داد پښتنو هيواد دی چی د سر او مال په ورکولو سره يی بايد ساتنه وکړی، تل دی پښتون او تل دی وی آزاد او سر لوړی لوی افغانستان.

په ډير درنښت
پــــا چــــا

اخځونه:
ويکيپيډيا:Mikhail V. Frunze  او Julius Caesar، د روم امپراطور

ژ: ژباړن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery