مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د روژې دوولسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

 

 روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » . او دا هم دوولسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د کومی تحفې د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه او موافقه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

د علماوو سره ناسته ولاړه
 رسول الله (ص) فرمايي : د علماوو یا د هیڅ عالم سره تاسي ناسته ولاړه مه کوﺉ ، خو بیا یې هغه وخت ور سره کوﺉ چي تاسي د پنځو شیانو څخه و پنځو شیانو ته دعوتوي :
لومړی : د شک څخه و یقین ته .
دوهم : د کبر څخه و تواضع ته .
درېیم : د دښمنۍ څخه و نصیحت ته .
څلورم : د ریاء څخه و اخلاص ته .
پنځم : د رغبت څخه و زُهد ته .
رغبت دا دی چي یو انسان په ګناهونو اخته او مبتلاء وي ، علاقه یې د دنیا سره ډیره وي ، خو په خوله وايي : الله غفور او رحیم دی . موږ هم ټول ګنهکاره یو ، د فضل او کرم په امید یې یو . دا صحيح لار او سمه طریقه نه ده ، بلکی دا د ځان او د نورو خطا یستل دي . انسان باید زاهد او عابد وي ، هر مسلمان مکلف دی چي باید خامخا د الله (ج) امرونه تر خپله وسه پر ځای کړي او د ګناهونو څخه ځان وساتي او بیا نو د الله (ج) د رحمت او بخښني په امید وي ، داسي نه چي په ګناهو کی ولاړ یم لاس هم نه ځني اخلم ، هغه چي کول مي هغه ټول بیا هم کوم خو الله غفور او رحیم دی . یو عالم داسی ویلی دي : تر ټولو غټ حماقت دا دی چی کار د دوږخ کوې خو غواړې جنت !

غټه ګناه عادي بولی
 شیخ الاسلام ابن تیمیه (رح) د ډیرو مسلمانانو په هکله داسی ویلی دي :
دا عجیبه ده چی ډیرﺉ مسلمانان په عادی ډول د حرامو د خوړلو ، ظلم ، غلا ، شرابو ، د بل ناموس ته په بد نظر کتلو او نورو ګناهونو څخه د ځان ساتلو ادعا کوی ، خو د خپلی ژبی حرکت نسی کنټرولولای یا یې نه کنټرولوی . ډیر ځله به داسی مسلمانان ووینیً چی په دین داري ، زهد او عبادت کی به ښه شهرت لری خو داسی خبری به په ژبه راوړی چی د الله تعالی خښم به پاروي او دا کار به همده ته عادی خبره وی حال دا چی په صرف یوه کلمه سره د ختیځ څخه تر لویدیځ پوری اوږد واټن جوړوی خو دﺉ اهمیت نه ورکوی .
هو ، که موږ او تاسی خپل چاپیریال ته ښه ځیر سو ، باالکل همداسی ده . په ظاهره به ډیر شریف او نجیب انسان وی خو ژبه او خوله به یې زهر لری او د لهجې او رویې څخه به یې هر څوک بیزاره وی . هغوی لویه ګناه عادي بولی او هیڅ متوجه نه وي ، نو ځکه ګمراه دي . الله دی دغسی په ظاهره ښه مګر په خوله کاږه انسانان اصلاح او فلاح کړی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery