مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وحید شېرزی او روباټ محمود کرزی!

هارون حکیمي


( د وحید شېرزي په نامه یو تن د عبدالله پلویانو په زړه کي په چاړه وهلی؛ شېرزی په هغه چاړه وهل سوی چي د ښاغلي حامدکرزي په عکس کي کشېدله خو؛ ده یې مخه نیوله.)


د ۲۰۰۹م کال د آګسټ ۱۳مه وه چي ښاغلي حامدکرزي څخه د اولسي ملاتړ دفتر ته دا خبر راورسېد. د ځوانانو د دفتر لخوا مو د کمپېن د مشر محمود جان کرزي سره خبري وکړې، هغه امنیتي مسوول علي شاه پکتیاوال ته د موضوع د څېړلو دنده ورکړه، ښاغلي پکتیاوال موضوع تعقیب کړه، مجرمین وپېژندل سول، د شمال ټلوالي اړوند د ښاغلي عبدالله کمپېنران ول خو له پوښتنو نهام سول.


څو ورځي وروسته د ځوانانو په ډله کي یو ښایسته زلمي په ورو قدم د دوو تنو په مرسته تر دفتره راغی؛ چي پوښتنه مو وکړه؛ دا وحید شېرزی وو. وحید جان په قرغزستان کي د اتاترک پوهنتون درېیم کال بشپړ کړی وو، د رخصتۍ ورځي یې ترکوره راوړي وې، د خپل کوره د ښار پر لور روان وو چي د هوایي ډګر پر سړک یې خلک د ښاغلي کرزي د عکسونو څیرولو پر مهال لیدلي ول، ورته درېدلی وو، د مخنیوي کوښښ یې کړی وو؛ چي هغو پر ده برید کړی وو.
وحید جان زخمي وو، ما روحي تسلیت ورکاوه خو ده خبري را پرې کړې ؛ (  په کیسه کې یې لا نه یم؛ که پر دې لاره مي سر هم ځي.)

د جولای پر درېیمه، تېره سه شنبه د ټاکنیزو سیالیو د مهم پړاو په پراخه غونډه کي د دولت د لوی رسمي سټېج تر شا د هیواد د برحال اولسمشر پر عکس، علم شریف اوپاکه کلیمه چي د ښاغلي عبدالله پلویانو؛ د خپل اصلیت، عصبانیت، نفرت او وحشت ناولي پښې کښېښوولې؛ وحید جان نه؛ خو د اولسمشر ورور محمود جان حاضر وو!

د ښاغلي اشرف غني  د عکسونو په څیرولو کي که یې د ښاغلي عبدالله سره همکاري کوله نو د سیال په وړاندي د سیالۍ بهانه به یې کوله. پر پښتونستان واټ د پښتونستان لوحه که یې د غورځولو بلله نو ځان به یې ملي معرفي کاوه. په لاریونونو کي که یې د مرګ پر کرزي شعار اورېده او د ښاغلي عبدالله په اوږوکي پورته کولو سره یې د هغه غوږونوته خلوص رساوه، په څیرلي ږغ یې د مرګ ناره کوله نو یو سیاسي مجبوریت به یې باله. دا د بې ننګۍ بار یې پر کومو اوږو واخیست؟


د زرګونو حاضرینو، ټولو رسنیو، ګرد هیواد او دُنیاوالو په مخ کي یې د ګډ مور او پلار څخه د زوکړي ورور، په نړۍ واله کچه خپل شناخت، برحاله اولسمشر، بې پرې رهبر، دده پر ټلواله مهربان مشر او د موجوده سیاسي مبارزو پر سرلاري او استاد؛ ښاغلي حامد کرزي د ټولو انساني، اخلاقي او تشریفاتي اصولو خلاف داسي سپین سترګی برید کیږي چي عکس یې تر کښته کېدلو وروسته د کلیمې شریفي او نښان سره یوځای تر پښولاندي ټوک ټوک کیږي؛ خو محمود جان ذره قدر لا نه شرمیږي او نه یې هم په دریځ کي تغییر پیښیږي، بیاهم د خلکو سترګو سترګو ته کیږي!


 سپین سترګي لا سپین سترګي کیږي او کله چي بیا ترتیب سوی عکس پورته کیږي؛ تر اوله پلا لا په ډېره بې عزتۍ تر برید لاندي نیول کیږي؛ د توپک شپېلۍ هم ور اوړي، ټکان هم باندي کیږي.


که محمود جان سیاست د ارزښتونو مبارزه بولي نو تر دې به لا نور لوی ارزښتونه څنګه پایمالیږي؟ که یې حافظه سمه وي نو تر دې جلسې؛ هغه د وحید جان شېرزي زخمي سینه نه ورپه یادیږي؟ زما په کمزوري انساني فکر خو په دې چاره کي د محمود جان خاموشي په هیڅ ډول نه توجیه کیږي.

دا پوښتنه هم راسره ده؛ چي تر سې شنبې وروسته به محمود جان ته خوب ورغلی وي؟


خوشال بابا ښه ورته ویلي دي:

په میدان کي د سر ویني تويي ښه دي
نه چي ډکه وړې سینه له ځیګر خونه.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery