مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د روژې دیارلسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

 


 قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه خپل وی ، مګر روژه زما لپاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د الله بدله رحمت ، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ، عفوی او تیرېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د شهوت له دامه د خلاصیدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت ده . ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده ، نو څومره مراعات یې باید وکړو ! او دا هم دیارلسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د دې لړۍ د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، داسی نه لکه د « نصیحتونه » په نوم یوې فېسبوک پاڼی چی یوه برخه په خپل سر اقتباس کړې ده . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

د شیطان برﺉ
 خثیمه بن عبدالرحمن ( رح) ویلی دي چی له شیطانه می اورېدلي چی داسی یې ویل : انسان په درو مواردو کی هیڅکله پر ما نسي بریمن کېدای ، بلکی زه د همدې درو شیانو له امله پر هغه برلاسی او مؤفق یم چی هغه دا دي :
لومړی ـ هغه مال او ثروت چی د ناحقه او حرام لارې څخه یې په لاس راوړی ؛
 دوهم ـ هغه مال او ثروت چی په باطل او حرام کار کی یې مصرف کړی ؛
 درېیم ـ هغه مال او ثروت چی دﺉ د حق د لارې څخه راوګرځوی .
هو ګرانو لوستونکو ، دا معلومه سوه چی ثروت او دولت ګټل د حرامی لاری ، مصرف یې په حرامه لار کی ، او د حقه لاری څخه یې مخنیوئ شیطاني کارونه دي . خو نن موږ ګورو چی ډیرو مسلمانانو همدا شیطاني لاره خپله کړې ده او متأسفانه پایښت لا هم ورکوي . نو خود به شیطان ځواکمن او بریمن وی .
یو فاسق انسان د نوم او نښان لپاره په ملیونونو پیسې په یو معمولی او ناحقه شي کی مصرفوي چی په بدل کی یې جهنم رانیسي . خو د الله د رضا لپاره د یو مسکین انسان مړول چی خورا لږ مصرف لری ، ډیر سخت ورته تمامیږی حال دا چی دغسی کار د جنت په بیه دی . نو داسی شخص جنت ارزانه نه رانیسی خو برعکس دوږخ ډیر ګران رانیسی ! لا بیا هم دا د ده ماتې او د شیطان بری نه دی ؟


 څلور ډوله انسانان
 حضرت حسن بن علي رضی الله عنه وايي : انسانان پر څلور ډوله دي :
لومړی ـ هغه انسان چی په ښو لارو چارو کی بشپړه برخه اخلي خو اخلاق يې ښه نه وي ،
 دوهم ـ هغه انسان چی اخلاق يې ښه وي خو په ښو لارو چارو کی برخه نه اخلي ،
 درېیم ـ هغه انسان چی نه يې اخلاق ښه وي او نه په ښو لارو چارو کی برخه اخلي ، دا تر ټولو انسانانو ناوړه ګڼل کيږي ،
 څلورم ـ هغه انسان چی اخلاق يې هم ښه وي او په ښو لارو چارو کی هم برخه اخلي ، دا بيا تر ټولو غوره انسان ګڼل کيږي .
هو ، نو ښه به دا وی چی موږ او تاسو فرد فرد کوښښ وکړو چی ځانونه په دغه څلورمه ډله کی شامل کړو تر څو دنیوي او اخروي بری مو انشاالله په برخه وی . رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « زه د غوره اخلاقو د بشپړتیا له پاره رالیږل سوی [ مؤظف سوی ] یم » . پس غوره او ښه اخلاق د ایمان بشپړتیا او عبادت دی . د رسول الله (ص) ګران لمسی حضرت حسین (رض) فرمایی چی ښه اخلاق عبادت دی . نو الله دی ټولو مسلمانانو، منجمله افغانانو ته غوره اخلاق عنایت کړی تر څو کمزوره ایمان یې تعدیل او تکمیل سی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery