مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

حمید صدیق؛ ناموس پلوري!

افغان


 

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کیري ته؛ د هرکلي په موخه د بهرنیوچارو وزرات د تشریفاتو رییس حمید صدیق ور وتلی وو. کیري چي د الوتکي څخه راکښته کیږي لومړی تر دې بې قوارې او نامناسب تشریفاتي منتظر تیریږي خو چي هغه پسي ورمنډه کوي او ږغ باندي کوي نو جان کیري د خپل مغرور انداز او جګي وني د تکبره دغه بد قواره خو چاپلوس ته داسي ګوري لکه مشر چي په کشر تمسخُر کوي. خو حمید صدیق چي په تمسخُر عادت او چاپلوسۍ کي متخصص دی د خپلي پروژې پر خوا زور وهي! دده پروژه د عبدالله په ملاتړ د جان کیري جوړول او د اشرف غني بد ویل دي. صدیق په ډېره بې شرمۍ کیري ته لیک ورسپاري او کوښښ کوي چي څوک یې ونه ویني خو کیري چي کله لیک تسلیموي او جېب ته یې اچوي د کامرې تر لینز لاندي راځي. تاسي یې په عکسونو کي لیدلای سئ.


حمید صدیق چي کلونه کلونه یې په بهرنیوچارو وزارت کي د تشریفاتو د رییس په توګه کار کړی یو داسي څوک معرفي سوی دی چي د بې شرمۍ، سپین سترګۍ، چاپلوسۍ او بیرته تر ځان پر ټیټو د فرعونینت او بداخلاقۍ  بې جوړې مثال یې بللای سو. حمید صدیق په داسي حال کي چي د ریاست څخه لیري سوی او په جرمني کي د سفیر په توګه ټاکل سوی چي باید پخوا یې لا هلته دنده پیل کړې وای خو نه غواړي چي د خپل کار وبار ساحه یواځي تر جرمني محدوده کړي. ځکه نو لا په کابل کي دی.


د وزارت د مامورینو څخه چي یې څوک پوښتنه وکړي نو بې له ځنډه به دده په هکله اول دوه درې بېخکي ښکنځل او بیا بدۍ اوري. سره ددې چي ډیپلوماټان د الفاظو سره ډېر محتاط هم دي.
د عبدالله عبدالله سره د حمید صدیق ملاتړ بیخي په ډاګه دی. هغه چي جرمني ته د خپلي دندي لپاره نه ځي؛ خلکوته وایي چي د عبدالله په اولسمشر کېدلو سره به ټول وزارت دده په خوښه چلیږي. یوه و نیم ته د ریاستونو وعدې ورکوي او ډېرو ته اخطارونه ورکوي چي د عبدالله په بریا کي به دی ورسره ګوري.


دا چي حمید صدیق د پراخ مخالفت سره سره بیاهم ولي په دولتي دستګاه کي پر داسي یوه مهم ځای پاته سوی دی؛ دلیل یې دا دی چي حمید صدیق د حکومت لوړپوړو چارواکو او بهرنیو مېلمنو ته د نجونو عرضه او د زنا زمینه برابروي. ویل کیږي دی په دې کار کي د خورا ښایستو نجونو په درلودلو مشهور دی. په پغمان کي یې د سردار شاه ولي خان د باغ په سیمه کي د فحشا لپاره خورا ښکلې ماڼۍ جوه کړې ده چي د ساتونکي باغوان په خبره یې بلاناغه د خلوت محفلونه پکي جوړیږي.


اولسمشر کرزی چي د اخلاقي فاسدو اشخاصو څخه ډېر بد وړي؛ نه پوهېږم چي د کومو مجبوریتونو له امله  یې ددغه ناموسي مجرم د پرځولو اقدام نه دی کړی! خو د جان کیري د لیک موضوع یې چي ملي خیانت ګڼل کیږي باید وپلټل سي او که باندي ثابته سي چي د دولتي فرصت څخه یې د کورنیو چارو په بې نظمۍ کي بهرنۍ مداخلې ته هڅه کوله نو باید د ملي خیانت په جزا چي اعدام دی محکوم کړه سي.
دا جدي موضوع ده، باید بابیزه ونه ګڼل سي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery