مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ د کلی د هغه چرسی خبره را یاده شوه

پوهنمل حاجی محمد نوزادی
 پرون ټوله ورځ د تلویزیون او کمپیوټر څخه لیری نشوم . پرون د شنبی ورځ وه او جان کیری د تیری جمعی ورځی د خبرو په دوام د امریکا په سفارت کی څو څو ځلی د اولسمشری د هر نوماند ( اشرف غنی او عبدالله ) سره په جدا توګه لیدلی او بیا یی دواړه یو ځای سره مخامخ ښکر په ښکر کړی وه . ټولو رسنیو ته یی خبر ورکړی وو څو پر څلورو بجو مطبوعاتی کنفرانس ته ورشی چی ښاغلی کیری به د دواړو کاندیدانو سره یو ځای د رسنیو مخته راځی او لاسته راغلی پایلی به اعلانوی .
     د دواړو په خبرو کی د چانې وهلو خبره دومره اوږده شوه چی د اروپا پر وخت د شپی تر دوولسو بجو پوری هم ما د کومی رسنی څخه د مطبوعاتی کنفرانس څرک تر لاسه نکړ او بستر ته ولاړم . که څه هم نن یکشبی او د رخصتی ورځ ده خو زه تر عادت یو څه د مخه راپاڅیدم او کمپیوټر می چالان کړ . د تاند په ویبپاڼه کی می دا سرلیک تر سترګو شو : « د جان کیری په منځګړیتوب دواړو کاندیدانو د ټولو رایو پر بیا کتلو موافقه وکړه » . سمدلاسه می کلیک کړ و خبر اوږد وو خو ما ټکی په ټکی په ځیر سره ولوست:
جان کیري وویل:«دا ډېره سخته شېبه ده خو له نېکه مرغه دواړه کاندیدان او ولسمشر کرزی حاضر دي چې مصلحت ومني. دوی دواړه حاضر دي چې قانوني اصول ومني. دواړه ژمن دي چې د افغانستان د خلکو رایې دې ومنل شي. دواړو ژمنه وکړه چې انتخاباتي ستونزو او د درغلیو په تورونو دې غور وشي او هیواد دې له بحرانه وژغورل شي.»
ښاغلي کیري بیا وویل:«په کومو مسایلو چې موافقه شوې. دواړو ژمنه کړې چې پر شکایتونو غور وشي او رایې تفتیش شي. ټولې  ۱۰۰ په سلو کې تفتیش شي.دایو قوي زیګنال دي چې دواړو کاندیدانو د انتخاباتو د شفافیت په اړه ورکړی دی.» . ده زیاته کړه : « د تفتیش په نتیجه کې به د زیاتو رایو ګټونکی ولسمشر وي او دواړه کاندیدان موافق شوي چې د ملي وحدت حکومت به جوړوي » .
له کیری وروسته  د اشرف غنی په غوښتنه اول عبدالله او بیا وروسته پخپله اشرف غنی خبری وکړی چی دواړو د اوباما او جان کیری څخه دده د هلوځلو پخاطر مننه وکړه او دده خبری یی تائید کړی. عبدالله د خپلو خبرو په پای یو ټکي په ټینګه یاد کړ : «  چې کله  رایي تفتیش شي بیا موږ د ملي وحدت د یوه ټیم  پر جوړیدو موافقه کړې ده ‎ » .
دلته څو ټکی راته د پام وړ ښکاره شوه :
۱ ـ  د ټولو رایو بیا شمیرل .
۲ ـ د ملی وحدت حکومت جوړول .
۳ ـ د ټولو رایو د بیا شمیرلو وروسته د ملی وحدت د حکومت د ترکیب د ټاکلو د پاره د یوه ټیم یا ډلی پنامه د یوه کمیسیون جوړول .
د جان کیری د راتګ او د اوباما له نصیحت نه مخکی خو دواړو نوماندانو  یانی هم ډاکتر عبدالله ویلی وه چی ائتلافی حکومت به و نه منی او ډاکتر اشرف غنی خو لا  له عبدالله نه هم  وړاندی تللی وو او ائتلافی حکومت یی « سهامی شرکت » پنامه یاداوه او له بیخه یی رداوه . البته دا یی ویل چی هر چاته به د هغه د وړتیا او کفایت له حق ورکړم .
      اوس چی می د « ملی یوالی حکومت » او ددی ډول حکومت د جوړیدو د پاره د کمیسیون خبر وارویده ، زموږ د کلی د یوه مشهور ټوکی چرسی خبره را یاده شوه :
     دا چرسی محمد عالم نومیدی . دی د پاخه سن سپین ږیری سړی وو . بیله یو نیم لیری خپلوانو څخه یی مور ، پلار ، وړونه او خوندی نه درلودی . چی کله به یی چرس و څکل نو ډیر ټوکی او په زړه پوری به شو . په همدی خاطر به هر چا کوښښ کاوه چی خپلی کوټی ته یی د بانډار د پاره راولی . خبری یی ډیری خندنی او په زړه پوری وی چی ان ښځی به د دیوال شاته را ټولیدی څو خبری یی واوری . ځینی ټوکی به یی ډیری له پند نه هم ډکی وی . دی د ټول کلی پر خلګو ګران وو . یوه ورځ یی پدغسی یوه بانډار کی کیسه کول چی :
    « زه ځوانکی غوندی زلمی وم چی مور می مړه شوه . پلار می څه موده انتظار وایست او وروسته یی یوه ځوانه ښځه واده کړه . تر واده یی څو ورځی وروسته زه او خپله نوی میرمن سره کښنولو . اول یی خپلی میرمنی ته وویل چی ګوره مادالم جان اوس شکر غټ شوی او ځوان دی ، نو ته به پر ده باندی یو ډیر ګلالی نوم ایږدی لکه ګل اغا ، ګران اغا . . . . . او یا بل داسی نوم چی دده هم خوښ وی او بیا به یی په هغه نامه یادوی . وروسته یی ماته مخ را واړاوه او ویی ویل چی بچیه ستا مور خو خدای واخیستل ، اوس دی دغه ښځه مور ده ، زه پوهیږم ته پر دی باندی ډیر ګران یی ، دا به تا تر خپلی مور لا هم ډیر و نازوی . نو ته به هم ددی احترام کوی او پر دی باندی به یو ښکلی نوم لکه ببو جانه ، مورجانه ، زرجانه . . . . او یا ددی په خوښه بل داسی ږدی او په هغه نامه به یی بولی . موږ دواړو ځانونه چوپ نیولی وی . پلار می وروسته ولاړ سو ، و یی ویل چی زه نو اوس درڅخه ځم ، تاسی دواړه سره کښینی او دواړه د یو بل په خوښه یو بل ته نوم پیداکړی . کله می پلار ولاړ ، ما او  دی یو بل ته سره وکتل او چوپ پاته وو . وروسته ما ورته وویل چی ګوره په نومونو به خلګ نه غولوو . په نره به راته وایی چی مادالمه ! او په نره درته وایم چی میرې !
      تر دی خبری پوری می دلته یوه بله ټوکه هم را یاده شوه چی دا ګړی یی زه د قلم د عفت ساتلو له مخی د لیکلو جرئت نلرم . یار زنده صحبت باقی ! .
     اوس به بیرته راشم دغه د « ملی یووالی حکومت » ته . که په نره د ویلو جرئت ولرو ، باید په ډاګه ووایو چی دا هم هغه د کرزی صاحب ائتلافی حکومت دی چی په ظاهره یی د « ملی مشارکت » په ښکلی نامه یادوه خو دا یی هم په نره منل چی د مصلحت څخه چاره نلری او لدی نه پرته یی دا کار په نره د وطن په ګټه باله .
     زه پخپله په سیاست کی د اکستریم اړخ سړی نه یم او پدی هم ښه پوهیږم چی د وطن نننی نازک حالت و مصلحت ته هم اړتیا لری . ښه به دا وای چی زموږ دغو محترمو نوماندانو هم ډیر پخوا لا د دومره جنجالونو څخه مخکی ، د اوباما له نصیحت او جان کیری د ټینګار نه پرته په نره د ملی مصلحت له مخی پر دی باندی جوړجاړی کړی وای او اولس یی له نفرتونو او یو پر بل باندی له تور لګولو څخه ژغولی وای . ددی حکومت توپیر د کرزی له حکومت نه یوازی پدی کی وینم چی هغه د حالاتو نازکوالی پخپله درک کړی وو ، خپل مجبوریت یی نه پټاوه او دا ډول حکومت ته یی پخپل ابتکار سره په نره غاړه ایښی وه ، مګر دا ځل دا کار په نره نه وو د ښاغلی اوباما په اشاره او لارښودنه تر سره شو . که دا کار مخکی شوی وای ، ټاکنیز قانونی بنسټونه به مو تر پوښتنی لاندی نه وای راغلی او خلګو به دا کار د خپلو مشرانو سیاسی تدبر بللی وای ، نړیوال به باوری شوی وای چی موږ خپلی ستونزی پخپله حلولای شو او خلګو ته به مو دا ناهیلی نه پیدا شوی چی بیله د پردیو له لاسوهنی څخه موږ د ستونزو د پری کولو توان نلرو او د خپلو سیاسی مشرانو پر کاری صلاحیت به شکمن شوی وای . که څه ډاکتر غنی پخوا لا د رایو دبیا شمیرلو سره موافقه ښودلی وه مګر ائتلافی حکومت یی سهامی شرکت باله ، خو ډاکتر عبدالله بیا هیڅ نه منل ، په اېتلافی حکومت کی یی ګډون رداوه ، د رایو بیا شمیرل ورته ټوکی ښکاریدی ، د ټاکنیزو کمیسیونو اعتبار یی نه مانه او خلګو به ویل چی . . . . یی نه منی . د اوباما دی کو ودان او زوی دی لوی شی ، هر څه یی سم کړل . اېتلافی حکومت یی د سهامی شرکت له موقف نه و ایست ، ټاکنیزو کمیسیونو خپل قانونی اعتبار تر لاسه او د اصلاحاتو او همګرایی ټیم خپل پریکون بیرته واخیست او د قانونی پړاوونو و تیرولو ته یی غاړه کښیښوده .
پای   . ډنمارک ـ ۱۳ / ۷ / ۲۰۱۴
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery