مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسی جرګی یو شرمونکی قانون تصویب کړ!

ډاکټر ګل مرجان منګل
د افغانستان هغه ولسی جرګه چی اکثرآ غړی یی د ملت په خوښه او انتخاب نه بلکی د ټوپک ، پیسو او درغلیو په زور یی تر همدغه ځایه ځانونه رارسولی دی او په کال کی له ۳۶۰ ورځو څخه یوازی ۲۰ ورځی په ولسی جرګه کی حاضر ورکوی تیره ورځ د افغان ملت پراوږو یو بل دوروند بار هم ورواچوه او د ځان لپاره یی د ځان په ګټه یو شرمونکی او په ټوله نړۍ کی بی ساری قانون تصویب کړ هیله ده چی ولسمشر یی لاسلیک نکړی.
د یاد شوی قانو په یو برخه کی داسی لولو : \"د دندې له پای ته رسېدو وروسته دوه ساتوونکي ورکول کېږي، سیاسي پاسپورت ورکول کېږي او کورنۍ ته یې د خدمت پاسپورتوته ورکول کېږي، په ټولو رسمي مراسمو کې یې هرکلی کېږي او کولای شي چې د یوه ملي شخصیت په توګه په کې ګډون وکړي. د دندی له پای ته رسېدو وروسته د امتیازاتو په اړه کومه ستونزه نه وه، ټولو غوښتنه لرله چې هر څوک چې په دویم ځال ولسي جرګې ته ځان نه کاندیدوي او رسمي ماموریت ونه لري نو د ژوند تر پایه د اصلي تخواه چې ۱۹۵۰۰۰ ده ۲۵ سلنه ورته په پام کې ونیول شي.\" بی بی سی
 د افغان ولسی جرګی یاد شوی قانون په ډیره اسانۍ سره تصویب کړ پداسی حال چی دهیواد ډیر قوانین له کالونو راهسی د ډیرو جنجالون سره سره ندی تصوب شوی لا تر اوسه پوری پاتی دی. معلومه خبره ده چی پدی قانون کی د همدغی جرګی د غړیو شخصی ګټی وی نو ځکه به دومره په اسانۍ او بدون له جنجاله تصوب کیده.
د ولس نمایندهګان د ټولی نړۍ په هیوادونو کی ددی لپاره ټاکل کیږی ترڅو د همهغه هیواد د دولت د دری ګونو قواو ( اجرایه، قضیه او مقنینه) قواو څخه یی یو برخه جوړه کړی یا په بل عبارت په افغانستان کی د افغانستان ولسی جرګه د دولت د دریګونو قواوو څخه یوه برخه ده چی مقنینه قوه ورته وایی او د دغی برخی یعنی د ولسی جرګی مهمی دندی غبارت دی له قوانینو جوړول او د حکومت د کړنو څار. خو دغه د ولس د دروغو نمایندګانو نه قوانین جوړ کړی دی او نه یی د حکومت په چارو څارنه کړی موږ ولیدل چی ځینو وزیرانو وروسته له استضاع چی همدغی جرګی د بی کفایتی له مخی استهضاع کړی وو یوه درجه نور هم پورته کړی، په یواز د دی چی د بی اعتمادی رایه یی ورکړی وای او بی کفایته وزیر صاحب یی کور ته لیږلی وای. دوی نه ایمان لری او نه ویجدان د پنځو ډالرو لپاره په هر څه سترګی پټوی خو پیسی ګټی.
بدبختانه چی د افغانستان د اوسنۍ ولسی جرګی اکثرآ غړی نه سواد لری، نه خپله دنده پیژنی او نه د ولس واقعی نمایندهګان دی ډیری یی لکه پورته چی یادونه وشوه د ټوپک ، پیسو او درغلیو په زور ولسی جرګی ته راغلی دی او هیڅ داسی ورځ به نه وی چی پنځوس کسه به د ملت په کور ولسی جرګه کی حاضر وی او لدی ۵۰ کسانو څخه یی بیا نیمایی ویده وی او دا نور نیمایی یی یا په ټیلفونو نو باندی ګیمونه کوی او یا له همدغه ځایه د ټیلفون په مرسته خپل تجارتونه رهبری کوی.
د افغانستان اساسی قانون ته په کتو هیڅ یو افغان له بل افغان څخه برتری نه لری نو د ولسی جرګی غړی د افغانستان د اساسی قانو په رڼا کی هیڅ حق نه لری چی خپلو ځانونو ته امتیاز ورکړی، دوی له دندی وروسته نه د ساتونکیو خق لری او نه د سیاسی پاسپورت دلرلو، نه ددی حق لری چی ځانونو ته د ملی شخصیتونو لقب ورکړی او نه د دی حق لری چی له دندی وروسته د افغانستان د ملی بدوجی څخه معاش واخلی. کله یی چی دنده خلاصه شو په مخه یی ښه یو عادی افغان دی خپل ځان ته د دي نورو افغانانو په شان په خپل لاس ډوډۍ پیدا کړی.دا خو همدغه د اوسنۍ ولسی جرګی غړی ندی چی شمار یی تر ۲۵۰ پوری رسیږی دلته خو هر ۵ کاله نوی غړی راځی چی دوخت په تیریدو سره ډیریږی او دا به دافغانستان په اقتصاد چی هسی هم په ژوره کنده کی پروت دی د وخت په تیریدو سره ډیره بده اغیزه ولری او زور به یی پر ولس باندی پریوزی چی زموږ غریب ولس هسی هم د یو وچی ډوډۍ توان نه لری.
د نړۍ په هیڅ هیواد کی داسی ندی شوی چی د ولسی جرګی غړی د وروسته له دندی داسی امتیازات ولری لکه د افغانستان اوسنی ولسی جرګه یی چی د خپلو ځانولپار غواړی، نو ځکه افغان ولس د افغانستان د سنا مجلس څخه غواړی چی د ولسی جرګی لخوا د خپلو ځانو لپاره د امتیازاتو تصویب شوی قانون د همدغی جرګی پر مخ بیرته ورګذار کړی او پاس یی نکړی اوکه خدای ج مکړی د افغانستان د سنا مجلس هم یاد شوی قانون ومنی ولس د افغانستان د ولس مشر څخه هیله کوی چی یاد شوی قانو توشح نه کړی او رد یی کړی.
مننه
  13/07/2014
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery