مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د روژې شپاړسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

 عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه ور نه کړو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه ، خو د درنو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

اې ژبې له خدایه وبيرېږه !
حضرت ابوسعيد رضي الله عنه روایت کوی چی پيغمبر عليه السلام وفرمايل :
کله چی سهار سي نو د انسان په جسم کی چی څومره اندامونه دي هغه ټوله ژبې ته ووايي : اې ژبې ! له خدایه وبيرېږه ! ځکه چی موږ ټول ستا تابع يو ، که چیري ته سمه یې نو موږ به هم سم يو او که ته ناسمه يې نو موږ به هم ناسم يو ( ترمذی ) .
هو ، په رښتیا چی ژبه هم کلا ده هم بلا . په دغه ډیر آفاقی ، آموزنده او له عبرته ډک حدیث کی د انسان د ورځني ژوندانه لاره او تلن لاره پرته ده . دا یوه عظیمه لارښوونه ، سمَوَنه او پوهوَنه ده چی صرف مخلصانه مراعاتول او پلی کول غواړی .
موږ او تاسی ګورو چی د ژبی وزن ډیر سپک دی ، خو خورا لږ خلک هغه اخیستلای او سنبالولای سی ! حضرت ابوبکر صدیق (رض) فرمایلی دي چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی .» په رښتیا هم خوږه ژبه د الله (ج) یو نعمت دی . فیثاغورث ویلی دي چی « د بدن د ټولو غړو له جملې څخه ژبه ډیره سرکښه ده .» نو که موږ او تاسو دغه سرکښه غړی کنټرول کړو ، معنی دا چی تر نیمایی زیات ګناهونه مو کنټرول کړل ! پس الله دی هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته د ژبی د صحیح مهارولو توفیق عطا کړی .

اخلاق ستر ارزښت دی
 یوه ورځ د پوهنتون محصلینو د ریاضی د پروفیسور څخه د ښځی او نارینه د اخلاقو په باره کی وپوښتل . استاد په ځواب کی وویل چی : که ښځه یا سړی اخلاق ولری نو دواړه د یو سره مساوی دي چی د ریاضی په ژبه داسی لیکل کیږی : ( ښځه + سړی = ۱ ) .
که هغوی ښکلا او ښایست هم ولری نو د ( ۱ ) سره به یو صفر کښېښوول سی چی هغه به ( ۱۰ ) سی .
که پیسې هم ولری نو دوه صفرونه ورته ایښوول کیږی چی ( ۱۰۰ ) به سی .
که یې اصل او نسب یعنی قوم هم ښه وی نو یو بل صفر هم ورسره اضافه کیږی چی ( ۱۰۰۰) به سی .
پس تاسی باید ډیر متوجه اوسیً که دغه نر یا ښځه اخلاق بایلی یعنی بد اخلاقه (یا بې ادبه) سی ، نو معنی یې دا ده چی ( ۱) حذف او ایسته سو ، چی په داسی حالت کی ټول صفرونه بې معنی او بې ارزښته سول او صفر یوازی هیڅ ارزښت نلری . پس داسی انسان به هیڅ ارزښت ، حیثیت او درنښت ونلری، یعنی صفر به وی .
د یو روایت له مخی پورتنی فارمول د الجبرې د پلار یعنی د موسی الخوارزمی (رح) استخراج دی چی خپلو شاګردانو ته یې وړاندی کړی و.
هو ، په رښتیا هم که انسان اخلاق ونلری یعنی بې ادبه وی یا په اصطلاح ژبه یې زهر ولری ، نو هغه که هر څومره ثروت ، اصل ، نسب ، ښایست ، مقام.... هم ولری اصلأ هیڅ یعنی صفر دی . د حدیث له مخی تر ټولو قدرمنه پانګه ښه اخلاق او ورین تندی دی . نو داسی معلومیږی چی ښه اخلاق ( یعنی نېکه رویه ، حسن خلق ، ادب ، ورین تندی ، تواضع ، حِلم ، زغم.... ) د ایمان لویه برخه ده . حضرت داؤد علیه السلام فرمایلی دي چی « د بشپړ ایمان څښتن هغه څوک دی چی اخلاق یې ښه وی » . نو هیله ده چی موږ او تاسی هم خپل عادات او عبادات د اخلاقو په مایه سره تومنه کړو تر څو هدف ته ورسیږو ، یعنی الهی بری او سرلوړی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery