مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اصلا حات او همګرایی د انزوا او ویشنی په درشل کی

ډا کټر حامد

 


 

د عبدالله لا یتنا هی پلمو او مزخر فانه لوبو نه یوا ځی دا چی د ټا کنیزو دوه ګونو کمیسونونو ما مورین تر پوزی راوستل بلکه  ټول ا فغان ولس یی هم سخت په غوسه کړیدئ او ورځ تربلی د ولس زغم مخ په کمیدو دئ حتی د هغوی د نفوذ په سیمو کی اوس ډیرئ خلک چی دی ټیم ته یی رایه ورکړیده د ډیری سختی پښیما نئ ا حساس کوی او اوس دی پایلی ته رسیدلی دی چی د هغوی په رایو د څو وطن دښمنه ا فرادو لخوا معا مله روانه ده او هغه وعدی چی دوی ته ورکړل شوی وی ټولی درواغ وی او په حقیقت کی عبد الله او د ګوتو په شمیر څو کسانو غوښتل واک ا نحصار کړی چی ددی موخی لپاره یی زموږ یو شمیر هیوادوال د ځینو قومی او ژبنیو ګډو ارزښتونو له مخی پخپلو ټا کنیزو منډو ترړو کی وکارول چی یو شمیر یی د محلی زورواکو له کبله مجبور شول تر څو د عبدا لله ملا وتړی او یو شمیر نورو یی د خپلو قومونوپنوم له عبدا لله څخه ډیری پیسی وا خیستی او خپل ضمیرونه یی په پیسو وپلورل او عبد الله ته یی ډیری غوړی وعدی ورکړی او د هغه برئ یی ورته تضمین کړ ، خو له بده مرغه چی عبدالله د همدی بی ضمیره ا شخا صو وعدی خپل د بر یا لیتوب معیار وګرځا وه او په دوهم پړاو ټا کنو کی یی یواځی په ټوکو ټکا لو  او ځینو نما یشی مطبوعا تی کا نفرانسونواو یا مفشنو میلمستیا ګا نوبسنه   وکړه او همدارنګه یی د بهرنیو او ځینو ګاونډیو هیوادونو سفا رتونوته تګ را تګ زیا ت کړ چی ښی بیلګی یی د ګا ونډیو څا رګرو ادارو لخوا د ا علا میو خپریدل وو .
د همګرایانو ددوهم پړاو کمپا ین ته که ښه ځیر شو نو څو ډوله ا ټکل کولای شو یو دا چی همګرایانو ته د افغا نستان په سیا ست کی اغیزمنو ښکیلو هیوا دونو لخوا د پوره مرستی وعدی شوی وی نو ځکه په دویم پړاو کی هغوی ځا نته زحمت ورنکړ تر څو هغسی چی ا ړتیا یی وه کمپا ین وکړی .
دویم دا چی په لومړی پړاو کی هغوی ډیره  په پراخه کچه در غلی کړی وه او ډیرۍ د اردو منسوبینو ، د امنیه قومندا نا نو ، وا لیا نو ، وزیرانو او د ټا کنو د خپلواک کمیسون لخوا ګوما رل شویو سا حوی کا رکونکو ددوی په ګټه کا ر کړی وو ا و په دویم پړاو ټا کنو کی دوی بیا هم په هما غه معیا رونو با ندی خپل پروګرا مونه عیار کړی وو او ددی په ځا ی چی ولس ته مخ ورواړوی او د مرستی غوښتنه ور څخه وکړی له همدی ا فرا دو ا و کړیو څخه یی د بیا ځلی غیرمشروع ملاتړ غوښتنه وکړه او په هغوی با ندی یی پریما نه ډا لر وویشل او بیا یی د همدوی وعدی د بر یا لیتوب معیا ر وګرځولی .
دریم دا چی د منطقی څا رګرو ډا ډ ورکړ چی په پښتون میشته سیمو کی ا منیت کړ کیچن دی او لا به یی دد وی په ګټه کړکیچن کړی او پدی ډول به و کولای شی ډیر په آ سا نه خپل سیال ته ما ته ورکړی او یوه خبره د لته د یا دونی وړ بولم هغه دا چی د منطقی د څا رګرو لخوا هغوی ته ا ټکل ورکړل شوی وو چی د خلکو د ګډون کچه تر څلورو میلیونو نه زیا تیږی او پدی ډول به یی عبدالله په لوړ توپیر وګټی چی اوس اوس یی د ځینو ویا ندانو له خولی ځینی دا ډول اشاری کیږی چی حتی نړی او منطقوی هیوادونو هم دومره اټکل نه وو کړئ چی د اوو میلیونو نه دی زیا ت کسان په ټول ټا کنو کی برخه واخلی .
څلورم دا چی د سیال ټیم لخوا ډیر کلک او په وا قعیتونو او علمیت ولاړ کمپاین وشو او سیال ټیم یوا ځی ملت ته مخ ور واړاوه او له ملت څخه یی د هیواد ژغورنی مرسته وغوښته او ولس ته یی د دی هیواد د ا صلی وا رٍثینو تاثر ورکړ او ولس ته یی ډاډ ورکړ چی یواځی ددوی رایی بر خلیک ټا کونکی دی نو همدا وو چی ولس ډیر په میړانه او یوه ملی روحیه په ټول ټا کنو کی په پراخه کچه برخه وا خیسته او او د هیڅ راز ا منیتی ننګونو پروا یی ونکړه ښځی ، سړی او بوډاګا ن چی د ټا کنو کا رتونه یی لرل را ووتل او خپل د خو ښی نو ما ند ته یی رایه ورکړه او پدی ډول یی د منطقوی څا رګرو او همګرایانو ا ټکلیزی خا کی په اوبو لاهو کړی .
نو همدغه ټول لا ملونه وو چی عبدا لله یی د ارګ ته په رسیدو کی له خنډونو او ما تی سره مخ کړ، اوس چی عبدا لله په ملی کچه لدی انزوا سره مخ شو نویی بهرنیانو ته د مرستی کچکول وغوړاوه او له هغوی څخه یی و غوښتل چی په واک کی دی برخه ورکړل شی او یا دا چی نه دی ما ته او نه دی هم ملی ټیم یعنی تحول ا و دوام ته ارګ وسپا رل شی بلکه همدا حکومت دی یو ډول ځا نته مشرو عیت ورکړی او هیواد دی همداسی په همدی بحران کی پریښودل شی . 
بل تر ټولو مهم ټکئ د همګرایانود ویش پیل دی په ځا نګړی توګه د لومړنیو پا یلو له ډا ګیز کیدو وروسته ځکه هغه کسان چی د عبدالله څخه یی ډیری پیسی وا خیستی او رایی یی را نشوی وړای اوس د عبدالله او د هغوی تر منځ ژور کړکیچ مخ په ډیریدو دی او دا کړکیچ به هلته ددی ټیم په پوره شیندنی پا ی ومومی چی کله وروستنئ پا یلی ا علان شی دا اوس هم چی عبدالله دومره ټینګار کوی او خپله ما ته نه منی دا په حقیقت کی د هما غو ملګرو له لوری پر ده با ندی د فشار پا یله ده او دوی دی ته منتظر دی چی د ټا کنیزو شکا یا تو کمیسون به ددوی تر فشارونو لاندی راشی او ددوی تهدیدونو ته به سرټیټ کړی او د تحول او دوام رایی به با طلی ا علان کړی اویا په لږ تو پیر تر څو د همګرایانو ټیم ډیر امتیا زات تر لاسه کړی او پدی ډول هغه ملګری چی پیسی یی خوړلی او رایی یی ندی راوړی له تا وان پری کولو خلا صون ومومی ، همدا اوس هم په ډیرئ ولا یتونو کی د عبدالله د ولایتی کمپا ینرانو لخوا د  دوکاندارانو نا نوایانو او د کورونو د  ما لکانو پورونه ندی ورکړل شوی او د فترونه یی پریښی دي چی په ځینو ولایا تو کی یی حتی دد فترونو لوازم پوروړو ته ور حسا ب کړیدی نو دی ټولو ته په کتو ویلئ شو چی دا ټیم اوس د یوی حتمی شیندنی په درشل کی دی ځکه دا ټیم د برنا مو په اساس نه بلکه د مالی ا متیا زاتو دویش له مخی جوړ شوی وو .    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery