مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-15   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دډله ايزورسنيو ديوشمېر دوستانوسره دزړه خواله !

حبيب الله غمخور
راسئ هرڅه دملي گټو په تله وتلو! زموږ يوشمېرو هيوادوال په فيسبوک کښي دجان کيري دوروستۍ سفر دپايلوتراعلان وروسته دډاکتر اشرف غنی اوداکترعبدالله ترمنځ دجوړجاړي دسياسی پروسې په هکله داسي خبري اوشعارونه ورکوی چې سړۍ ورته حيران پاته سي .که داکار معلم عطا کاوه هغه يوڅه درلوده ،خودفيسبوک دوستان يوازي قلم لري . زه له هغه څه نه نفرت لرم چې ډبره غورځوي اولاس ترشا نسی،ددې عمل مينه وال ډير زه پېژنم اوپدې لوبه کي دگاونډيانو په ټولو لوبومي له نېکه مرغه ډيرښه سرخلاصېږي . پدې باوری يم چې يوه ورځ بايد راسئ چې دملک سرنويشت دقلم په مټ وټاکل سی،خوتراوسه داخبري او ارزوگاني راته خوب اوخيال ښکاري . داوسنيو سياستوالواوياکه هرڅه په خپل نامه يادکړم دراتلونکو دولتی لوژپوړوچارواکو له دې خبري سره چي دزوراو زر پرځاي به قلم واک پيداکېدوپروسه پيلېږي په ډير احتياط دښه ويلوپه توگه سرخوځوم . داحتياط خبره مې ددې پرو سې دپلي کونکوپه ملي صداقت پوري تړلې ده ،په هره اندازه چې ددې راتلونکی سياسي بهرنی جوړجاړي په جال کښي را ښکيل دوستان ددولتی راتلونکوچارواکوپه بڼه ،په رښتياسره پردې ملت زړه وخوږوي ،دبل شيرچور ،دې بانک اوخهغه بانک ، ددې ښارگوټي اوهغه ښارگوټي اوداسي نورومعاملواونوروکورنيو اوبهرنيو بلډنگونوپه فکرکښي نه وي ،يوازنۍ خوښی اوبرياورته دملت ښيرازی وي په هغه اندازه دقلم له برياسره مرسته کولاي سي،غيرله هغه نه به همدا پاټکسالاری اوتنظيم سالاري وي . زه په ډيرو شيانو پوهېږم اوپه ډيرو سوالومې سر خلاصېږي ،خو متاسفانه دملي گټوپه خاطرهغه دلته نسم ليکلاي اونه هم دفيسبوک له لاري چې زما ډير وخت یې نيولی ددوستانوسره دزړه خواله کولاي سي . هردوست چي پدې اړوند سوال ولري ماته تليفون کولاي سی زه به خپله پوهه اومعلومات دتليفون له لاري له هغودوستانوسره چي پېژنم شريک او ددوي دغو سوالونوته جواب ووايم . پدې یې رالنډوم چي دهيواد دويجاړونې اوافغان ولس دپرېشانۍ دښمنان متاسفانه ترموږ اوتاسو زموږاوستاسودبې ځايه غروراوبې مسوليته احساساتو له مخي څوقدمه وړاندي درومی اوهرډول ،ستونزه چې وغواړي رازېږولاي سي . افغان روڼ اندي نه بايد هغه قهرمانان اوسی چې ستونزی قهرمانانه رازېږوی اوبيا یې خپله قهرمانانه له منځه وړي . ازميدواريم چې زما په ملي احساس پوهېدلي ياست ،ځکه زه دچادانتخاباتی دفترغړی نه يم .ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery