مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-16   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې لخوا دملي ماتم اعلان

سويډن /مالمو درنو هيوادوالو ! زه په سويډن کښي ددوستۍ دفرهنگی ټولنې دمشرتابه لخوا ددې ټولنې دمشر په توگه پدې گمارل سوی يم چې دهلمند او پکتيکا ولايت دارگون ولسوالی دشهيدانو په خاطر په خپلو ټولو هغوفرهنگی هڅو اوفعاليتونوکي چي خوښې پکښي څرگندېږي ،ديوي اونۍ لپاره ددې ټولنې لخوا ملي ماتم اعلان کړم . ددې پرېکړې نه وروسته ما ددې ټولنې دمشرپه توگه په رسمی بڼه ددې ملي ماتم داعلان خبر نن دسويډن تر ټولودولتی اوفرهنگی ټولنو پوري ورساوه .اوداموورته په گوته کړه چې زموږ په هيوادکي دملي ناورين اوپاکستانی استخباراتی کړيو ددوامدارو بربنډو اوپټو دمداخلې له امله موږوديوي فرهنگی ټولني په توگه چي دافغانستان سياسي حالات تل له نږدې ځاري ديوې اونۍ لپاره پر خپلو ټولو هغو فرهنگی فعاليتونوچې دخوښيو درازېږېدواوپاللوپه موخه ترسره کيږي ملي ماتم اعلانوو. زموږلپاره دافغانستان ناورين دفلسطين تر ناورين کم ندی .هلته اسرائيل اودلته پاکستان ، ايران ،ياخوهم نورافغان دښمنۀ زبرځواکي دخپلو موخولپاره دهيوادپه مختليفو سېمو کي دپېځلو اوپراتيفي اوپارتيزانی عملياتوپه پايله کښي افغان ولس دوير اوغم پر لمڅی کښېنوی . په هلمند کي دپاکستانی استخباراتی پوځ دمخامخ بريد له امله دشهيدوانو شمېر تر)) ۵۰۰ ((کسانو اوړي ،پدې شهيدانوکي دماشومانو، دښځو اوسپين ږيروشمير ترهرچا ډير اودادی تېره ورځ دپکتيکا ولايت په ارگون ولسوالی کي دهمدې پاکستاني استخباراتوپلاس طرح سوی دسيسې له امله زموږ دهيواد تر سلو زياتو هيوادوالو خوږ ژوند ئې واخيست اوپه سلهاو زخميان اوروانی ناروغان مو په نصيب سول . زموږ ټولنه پداسي حال کښي چې دپاکستانی چارواکو لخواددغه عمل سرته رسو لوته په کرکه اونفرت گوري،يوځل بيا دنړيوالي ټولنې اوپه ځانگړې توگه له امريکا او انگلستان څخه په کلکه غواړوچي خپل دا ياغی غلام را مهار کړي . دپاکستان اوټولې نړۍ دولتی چارواکي بايد دافغان ولس انسانی حق ته درناوی په سترگه وگوری ،اوددوي پر وړاندي دهرې غير انسانی کړ نې په اړوند د بشر دحقو قودنړيوال سازمان هغه اعلاميې ته چي دوي پرې هر شېبه سياسي سوداگری کوي يوځل ددراناوی په سترگه وگوري . په سويډن کي ددوستۍ دفرهنگی ټولنې د مشر تابه جرگې مشر حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery