مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټر اشرف غني احمدزی زموږ د ټولو وياړ دی

سيدحسين پاچا


په دې بايد د الله تعالی شکر وباسو چې موږ د نوموړي په شان په نړيواله کچه يو علمي، مدبر، درنه ملي - وياړلې او علمي څټه لرو، له الله تعالی به ورته د هېواد د ښې راتلونکې لپاره تل د خير دوعا او هر اړخيز ملاتړ به يې کوو

د پرديو په لمسون له نادانو، بېلتونپالو او له متعصبو سره د ټوپک پر ژبه نه، بلکې سياسي پر منطقي او علمي ژبه معقوله او مشروع مبارزه په کار ده. که کرزی د لوی حوصلې څښتن دی، خو غني بيا سخته هوډمنه څټه ده، ځکه خو د شمال ټلواله ترې وېره لري. د جلالي او خليلزي غوندې ډگر نه خوشې کوي او نه د احدي غوندې بېځايه د چا صفت کوي، ځکه خو د شمال ښکرور باندې له ورايه تبه ناسته وه. شرارت، بغاوت، تعصبي لمسونې او د موازي حکومت اعلانول د ځان لپاره له عدالت نه د برائت په مانا دي.

پاکستان وايران مشترکې گټې لري، پاکستان دا فکر کوي چې داکټر نجيب الله احمدزی وو، د هندوستان دوست او زموږ سرسخته مخالف وو. اشرف غني هم په خټه احمدزی دی، په خپل ټول توان سره يې د جانکيري په مرسته ډاکټر عبدالله پر نوي حکومت د دې لپاره منلی چې لږ تر لږه خپلې گټې پرې تضمين کړي او نوموړی له دواړو څارگرو ادارو سره هم ښې نژدې اړيکي لري

درنو هېوادوالو،
لومړی خو موږ بايد د الله تعالی شکر وباسو چې الله تعالی نه يوازې پر موږ پښتنو، بلکې پر ټول هېواد، سيمه او نړيواله کچه يوه علمي هستي لورولې ده. د کلام پاک پر اساس ((ولئن شکرتم لازيدنکم ...)) دا څه عادي خبره نه ده چې زموږ گران هېواد دې معجزتاً يو دم جوړ شي. انبياو ته دا کار نه دی شوی، بلکې هغوی هم له صفر يعنې لومړی له خپل ځان، کورنۍ، ټبر او همداسې ورپسې قدم پر قدم يا مرحله پر مرحله مخکې تللي دي. موږ خو له يهودو نه د فلسطينيانو سره د زور زياتي په اړه سر ټکوو، خو زموږ گاونډيو له موږ سره له هغوی نه زيات زور زياتی را اخېستی دی.
چنگېز چې زموږ په وروستي اسلامي تاريخ او ناخوالو کې ښه مخينه نه لري، ولې الله تعالی يې په لمسيو و کړوسيو کې ظهيرالدين محمد بابر وزېږولو. که نېکه يې د بېگناه انسانانو او مسلمانانو وينې توی کړې وې، ولې لمسي يا کړوسي يې بيا په اسلامي تاريخ کې لوی وياړنې ترلاسه کړې. او د مغولي امپراتورۍ بنسټ يې کېښووه.
دلته د لسيزو راهيسې پرديو څارگريو ادارو له لورې د مذهب په نوم يوه سياسي او ستراتيژيکه ناروا او تپل شوې جگړه روانه ده چې بلهاريان يې موږ لروبر پښتانه يو او امتيازات يې د نورو دي. که پخوا سړه وه، ولې له کمونېستي پيره تر دې دمه بيا لوڅه او ښکاره روانه ده چې د نورو سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکي موخې پکې نغښتې دي.
پر دې هېواد د هغه چا زړه سوځي او خوږيږي چې څوک د دې خاورې اصلي يا بومي اوسېدونکي دي، نه د کشميری الاصله ببرک کارمل. هغه ته د هېواد پلورنې کوم اهميت نه درلوده او نه يې دې نننيو ته. هماغه ميراث ورپاتې دی. همدارنگه ننني پرديپال او ځانپلوري چې د هېواد پر ځای ورته د نورو گټې اولويت لري، نو هغوی ته خو الغا تلغا يا چوروچپاول يو بېتفاوته خبره ده، خو چې دوی پکې منلي وي نه ملت.
له جهادي پيره بيا تر ننه له خپلو اسلامپالو گاونډيو نه مو کوم خير ونه ليده پرته له شره، هغه وخت دوی چېرې وو چې همدې نړيوالې ټولنې يرغل راوړ؟ نو دوی خو چوپ ول چې نه يوازې چوپ، بلکې همدوی له پيله ورسره ول، نن هم ورسره دي او بيا به هم ورسره وي. ولې يې په هغه وخت کې ځانونه نه مطرح کول چې نن زموږ په هر څه کې ځانونه مطرح بولي او غواړي چې دا وروستی ځل اعتبار هم ترلاسه کړي، خو ان شاء الله چې اوس افغانان بېدار، پوه او هوښيار شوي چې بيا به د پخوا په څېر پر مذهب او يو بل نوم نه غولېږي.
زه پر ټولو وطنپالو هېوادوالو غږ کوم چې خپل نوی راتلونکی نسل په ساينسي وتېکنالوژي، عصري واسلامي په سياسي واقتصادي واجتماعي زده کړو وروزي. دا زموږ د ټولو ملي واسلامي واخلاقي دنده ده چې خپل راتلونکي نسل تربيه و روزنې ته ډېره خاصه پاملرنه وکړو او دا بايد د ځانونو خپل يو ملي - اسلامي واخلاقي رسالت وبولو.
موږ په جنگ کې هر څه له لاسه ورکړل. هېڅ راته پاته نه شول. هغه چې راپاتې دې د ترميم وسه يې نه لرو او نوي له نړيوالې مرستې پرته نه اخېستی شو او نه يې راته څوک پرېږدي چې وايې خلو. له دې وروسته بايد ځانونه هوښيار کړو. د خلکو ملايان څه کوي او زموږ څه کوي؟ لږ بايد فکر وکړو چې هغوی ته هر څه جايز او موږ ته بيا هر څه ناجايز او نامشروع دي.
په همدې اوسني جهادي و دېموکراسي پير کې د پښتنو پر وړاندې دومره زياتی ولاسوهنې شوي چې د هېواد نورو لږه کيو ته ان د تاجکو تذکرې ورکړل شوي او هغوی هم پرته له سياسي شعوره اخېستې دي چې زياتره پرې پوهېږي. چا بيا د کرښې په خوا کې خلکو ته خپل شناختي کارډونه ورکړي دي چې دا ډول زياتی زموږ د دواړو تش په نامه اسلامي گاونډيو له لورې په لوی لاس شوي چې ډېره کي پښتنو ته په راتلونکې کې د خپلو ناولو موخو د ترسره کولو لپاره ترې گټه پورته کړي چې هر يو يې ځانته خپلې خپلې موخې لري. څوک مو خاورې واوبو وځنگلونو او څوک مو بيا اوبو او فرهنگ ته غله دي او د برېښنا کوټونو مخنيوی کوي او خپله نااعلان شوې جگړه مخې ته بيايی.
دا اوسنۍ رخې (عُقدې) نه دي، بلکې پخوانۍ رخې پاتې دي چې موږ په لوی لاس زموږ د ختيځ گاونډي په رامينځته کولو سره يې زموږ لارې له اوبو سره بندې کړې چې نن يې ښکاره په سترگو گورو چې په زرهاوو کانتينيرونه مو په مياشتو مياشتو د دوی په گمرکونو کې په يوه او بله پلمه ولاړ وي. په دې پلمه مو غواړي چې زموږ د سوداگرو مالونه خراب او تاوان ورواړوي او اقتصاد مو په زيانمن شي.
زه غواړم چې زموږ د گاونډيو سياستوال، نظاميان، څارگران، ملايان او روحانيون وننگوم چې په اسلام کې خو ضرر رسول مطلقې حرام دي، نو دوی چې له خپلو مدرسو او ملکي ونظامي يا څارگرو ادارو نه زموږ په مقابل کې د جهاد فتواوې صادروي،نو ولې بيا دغه اسلامي واخلاقي رسالت نه اداء کوي؟ ايا دوی له الله تعالی او له رسول صلی الله عليه وسلم او له اسماني کتابه او له صحيحينو نه حياء نه کوي؟ ولې موږ تل پر دوی په اسلامي امورو کې پرې اتکاء وکړو؟
تاسو گورئ چې زموږ د يو گاونډي هېواد د څارگرې ادارې پخوانی مشر په څومره سپين سترگۍ وايی چې ((بېنظيرې موږ ته د جلال اباد د نيولو امر کړی وو)) او هغه بيا زموږ يو پښتون ديني بنسټگر چې يو وخت يې په رسنيو کې ويلي وو چې ((په سلو کې پينځه نوي طالبان زما د مدرسې شاگردان دي)) او هغه بيا د مدرسې د فراغت يا دستار فضليت ((پگړۍ تړلو)) په مراسمو کې همدا د څارگرې ادارې مشر رابولي او له هر چا بر هلته عزتمند ناست وي. په داسې حال کې د مدرسې شاگردان يې زياتره افغانان يا د لرې وجنوبي پښتونخوا پښتانه دي. ولې دا اسلامي علم په پنجاب فرض نه دی که څنگه؟ حال دا چې د پنجاب وکراچۍ زياتره مدرسې پر افغانانو او د لرې او جنوبي پښتونخوا له پښتنو ډکې دي.
زه د علم دين مخالف نه يم، خو خپل طالب او عالم دين ته وايم چې پس له دې بايد هوښيار او بيدار شي او د حق وناحق او د انصاف وناانصافۍ تميز بايد وکړی شي. د جهاد فتوی خو د دوی د څارگرې ادارې پخوانی مشر او سيکولر د کرکټ پخوانی لوبغاړی تر نشنلېستانو پورې هم ورکړې او ورته يې ويلې ((که تاسو جهاد غواړئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ)). او د مسلمان په بېځايه وينه تويولو کې خو بيا ټول چوپ دي.
زما د خپل استاد محمد اکرم ندوي چې د هندوستان په جهانپوره کې پيدا شوی. په ندوة العلماء او لکنهو پوهنتون کې يې زده کړې کړي او هم يې په سوريه کې چې له موره پښتون هم دی د همدې روانې مياشتې د نۍ او يو نۍ ((شنبې ويکشنبې پر ورځ يې د لندن په Queen Mary University کې د سورة الرحمن په دوه ورځني سيمينار کې شاگردانو ته د سورة الرحمن تفسير وترجمه بيانوله دا خبره خوښه شوه چې موږ بايد کوښښ وکړو چې د ښوونځي وپوهنتون او د مدرسې ترمينځ واټن سره راکم کړو. پخوا چې موږ په ندوة العلماء کې وو، نو ابوالحسن ندوي به دا کار کولو او موږ به يو تر بله سره بحثونو ته تللو او هغوی به دلته ندوة العلماء ته راتلل او موږ به هلته ورتللو او يو د بل غونډو او سيمينارونو ته به سره تللو راتللو چې دا کار په ټول هند کې چا نه کولو او نن يې هم نه کوي. دا د ټولنې په خير نه ده چې ملا يا عالم دې هلته په گوښه کې کښېني. پروفيسور دې مدرسې ته نه ورځي او هغه دې ښوونځي او پوهنتون ته نه راځي، نو څنگه به څوک يو د بل له نظره خبر شي او څنگه به يو د بل نظر وزغمي؟ ابوالحسن ندوي به دا خبره کوله چې زياتره ستونزې په ټولنه کې يو له بله په ناخبرۍ ((ناپوهۍ)) او بې اعتمادۍ کې راټوکيږي او همدا وجه ده چې موږ زغم نه لرو او د چا نيوکه پر ځان نه شو زغملی. نو هغه به ويلې چې :
الناس أعداء ما جهلوا
[حضرت علي رضی الله تعالی عنه]
خلک له ناپوهۍ نه يو د بل دښمنان دي.
دا چې د شمال ټلواله په دروغو او تورونو کې پخوانۍ مخينه لري او د ستميانو، پخوانيو کمونېستانو، ماويستانو، شغله يانو او داسې نورو يوه گډوله ده چې له بهرنيو څارگرو ادارو سره ډېر ژور اړيکي لري او د حکومت په کورنيو او بهرنيو ادارو کې ان د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو په سفارونو او قونسلگريو کې يې خپل خلک گومارلي دي چې هغوی له پښتنو سره پرته له تعصبه او کينې بل څه نه لري او تل يې هغوی ته زموږ په مقابل کې بد ذهنيت ورکړی دی. په دې هيله چې دولتي ادارې په راتلونکې له داسې متعصبو او فاشېستانو نه پاکې شي. ولې يوه مشخصه وړه فاشېسته او متعصبه ډله د ټول هېواد په کچه په سلو کې ٪۳۵ دولتي واک او پوسټونه ولري؟ په پوليسو او ملي امنيت کې ټول دوی دي، ولې؟ نو دوی چې کودتا ونه کړي او په ارگ منډې ونه وهي، نو څوک يې بل ووهي. د امريکايي ډگرمن له خولې خو دا څرگنده شوه چې تخيّلي او افسانوي ملا مارشال هم د کرزي په غياب کې د کودتا هڅه لرله، خو هغوی ورسره نه وه منلې، خو بيا هم ولسمشر کرزي ورته درناوی درلوده؟ دا خپله د پښتنو درنښت او د دوی سپکوالی جوتوي چې دوی څومره اخلاقي کمزوري دي؟
ځينې دوستان لږ گيله من شوي دي، خو دومره ساده خبره نه ده. تېر ته په کتو سره موږ د راولنپينډۍ او د پېښور د نشترهال د جهادي حکومتونو او د ايران لاسوهنه تر ارگ پورې چې همدا اوس زموږ په دواړو مجلسونو کې هر يو خپل نفوذي خلک لري. د سولې د شوری پخوانی مشر خو تر دې مهربانه وو چې د څارگرې ادارې پخوانی مشر يې په ارگ کې له ځان سره دېره کړی وو او مشاور خو لا څه ان چې د لوی درستيزۍ لورېينه يې پرې هم کړې وه او هغه بيا وايی چې زه به د فلاني په مېلمستون کې وم او ډاکټر صاحب عبدالله زما خاصه پاملرنه کوله او هره ورځ به مو سره کتل، نو ځکه خو يې ويلي وو چې ((افغانستان اکاډميک ته نه، بلکې يو جهادي مشر ته اړتيا لري)). ايران هم همداسې درواخله ان تر دې چې د خلکو په CVs او اسنادو کې هم لاسوهنه کوي چې دا دې داسې شي او هغه دې هغسې. دا دې مقرر شي او هغه نه، نو که جانکيري اشرف غني او عبدالله سره کېنول، له پاکستان وايرانه به لږ ښه وي، ځکه چې مشر لالا دی او هغوی هم د همدې مشر لالا سره په همدې نړيوال ائتلاف کې شريک دي.
که د مشر لالا زور نه وايی، نو فکر نه کوم چې د گاونډيو په وسيله راسره داسې په اسانه ناست وای او داسې دې په اسانه رام شوی وای. خو د مشر لالا دې کور اباد وي چې لږ خو يې له ډتو نه وغورځول او نور به هم که خير وي رام شي. دوی خو د بل په زور مست دي، نه د ملت په زور. له شيطانۍ او څارگرۍ نور څه ورپاتې دي؟ له منطقه خو دوی خلاص دي او د ټوپک په ژبه خو موږ ورسره نه پوهېږو.
د هېچا بهرنۍ لاسوهنه نه خوښيږي، خو لږ تر لږه چې د خپلو اسلامي گاونډيو له شره په امان شو، همدا به هم راته لږ غنيمت وي. زه هيله مند يم چې ډاکټر صاحب به له دې ستونزو نه بريالی راووځي. دا به لږه بې انصافه وي چې زموږ د گاونډيو څارگرې ادارې د هغوی ملاتړ کوي او موږ د خپل علمي هوډمنې څټې هر اړخيز ملاتړ ونه کړو. د نوموړي ملاتړ به زموږ گاونډيانو او سيمه ييز ښکېلو هېوادونو ته هم په غوڅه او ښکاره دا الهام ورکړي چې افغانستان نور د پوښتنې يو څښتن لري او پر خپلو غلطو پالېسيو به بيا له سره کتنه وکړي.
زه له الله تعالی نه په دې ډاډه يم چې په ډاکټر صاحب کې د دې هستي و توانايي شته چې گران هېواد به پر يوې ښې روانې روان کړي. له الله تعالی نه ورته بايد تل د برياليتوب دوعا وکړو او ملا يې وروتړو.
په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery