مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

عبد الله او د كودتا گواښ!!

حقپال

 

 

ځينو غربي رسنيو په خپلو غرضي تبصرو كي وليكل چي جان كيرى افغانستان له ستر محتمل خطر وژغورلو، گواكي د عبد الله ډلي غوښتل چي د كابل په شمول په دريو ولايتونو كي بغاوت وكړي، پر ارگ بريد وكړي، موازي حكومت اعلان كړي،... خو د جان كيري د منځگړيتوب له كبله د دې خطر مخنيوى وشو!! عبدالله هم په يوې مركې كي وويل: حالت په ټول هېواد كي د كابل په شمول ډېر كړكيچن وو، ... راشئ وگورو چي دا تبصرې څومره سمي او دا گواښونه څومره جدي وو. په دې اړه دا مطالب د حقائقو په پېژندو كي له تاسو سره مرسته كولى شي:

پر معصوم ستانكزي بريد، د ارگ د فرهنگي چارو د مأمورينو د موټر خوا ته چاودنه، د كرزي د هغه امنيتي ډلي پر كاروان په پكتيا كي بريد چي غوښتل ئې پكتيكا ته ولاړ شي او د كرزي تگ ته شرائط برابر كړي، تر دې وړاندي د لويي جرگې په خيمې كه د كرزي عكسونه راكوزول، څيرل او ډزي كول... دا ټول هغه څه وو چي د عبدالله ډلي ترسره كړي، كوردينات قانوني وركړي او بريد په امنيتي ځواكونو كي د دوى ملگرو ترسره كړي. موخه ئې دا وه چي ارگ مېشتي ووېروي او د عبدالله د غوښتنو منلو او ترسره كولو ته ئې اړ كړي.

په لويي جرگې كي د عبد الله د بې خوندي غونډي له وضعيت او د ده له بې محتوى او كچه وينا، تصنعي او مسخره حركاتو او سكناتو، او د ده او ملگرو له سپېرو او خړو څېرو په واضح توگه معلومېده چي دوى له گواښونو پرته د كوم اغېزمن او دروند كار هيڅ توان او همت نه لري، په ډېر يقين سره ويلى شو چي دا غونډه او گواښونه ئې هم د امريكايي چارواكو په وينا او اشاره او د دې لپاره وو چي امريكايانو ته د وروستۍ پرېكړي امكان په لاس وركړي او همغه د 2009 كال انتخاباتو تجربه بيا تكرار شي، بيا جان كيري راشي، ائتلافي حكومت جوړ كړي او دوى ته په حكومت كي په زړه پوري برخه وركړي، يا لږ تر لږه په حكومت كي د دوى اوسنى موقعيت تضمين كړي، بيا جان كيري په دې موقعيت كي وي چي ارگ ناستي جمهور رئيس ته ووايي: كه زموږ پېرزوينه نه وي نو د ارگ پر كرسۍ ناسته درته ممكنه نه وه، همغه خبره چي څو كاله وړاندي ئې كرزي ته وكړه!!

د كابل مفسد حكومت په حقيقت كي د عبدالله د مفسدي ډلي حكومت وو او دئ، امنيتي ځواكونه، مهم اداري او انتظامي مناصب، ماركيټونه، ښارگوټي، پلازې، قصرونه، بانكونه، تجارت... د دوى په واك كي دي، دوى په هيڅ صورت كي نه غواړي دا امتيازات له لاسه وركړي، په ښارونو كي گډوډي، تشنج، پاڅون، د حكومت او نظام په ضد هر خوځښت د دوى گټو ته تاوان رسوي، دوى په شيشه يي قصرونو كي ناست دي، له ډزو خو پرېږدئ د غولكو له وړو ډبرو هم وېرېږي، څوك چي له تشنج او پاڅون تر بل هر لوري زيات صدمه گوري او ترې وېرېږي دوى دي!! ډېر ناپوه او له وضعيت بې خبر انسان به دا گمان كوي چي دوى له څو چاودنو پرته د بل كوم ستر د پام وړ كار كولو توان لري، دوى يوازي همدومره كولى شو چي څو كرايي كسان راغونډ كړي، احتجاجي خيمې ورته ودروي، بيرغونه په لاس كي وركړي او د ارگ او د انتخاباتو د كميسيون په خلاف څو ښكنځلي وكړي، خو د دوى دغو هڅو او د لويي جرگې په خيمې كي د دوى احمقانه ويناوو، شعارونو او د خپل ستر منعم كرزي د عسكونو څيرل نه يوازي په ټول ملت كي د دوى په ضد د افغانانو احساسات او سخته او پراخه كركه راپارولي بلكي د دې ډلي په حاميانو كي ئې هم اغېږ ډېر منفي وو، ډېريو مخالفت ښودلى او له دوى سره پر خپلي مخكنۍ ملگرتيا او حمايت ئې پښېماني ښودلې.  

د دوى د غورځو پرځو موخه دا نه وه چي سيال لورى او بهرني حاميان دې ته اړ كړي چي رأى پاڼي بيا وشمېرل شي، دوى پوهېږي چي كه رأى پاڼي بيا وشمېرل شي نو د بل چا نه؛ بلكي د دوى رأيى به راكمېږي!! زيات تقلب دوى كړى، ناپاكي او جعلي رأيي د دوى په صندوقونو كي اچول شوې، د تقلب مخنيوى او شفافي څېړني د دوى په زيان دي، موخه ئې دا وه چي امريكايان ئې بيا ونازوي او راتلونكى ئې تضمين كړي، دا دئ گورئ چي عبدالله د هغي غونډي دا وينا په بشپړه توگه شا ته غورځولې چي ويل ئې: به هيچ صورتي، هيچگاهي و در هيچ شرائطي شامل حكومت ائتلافي نخواهيم شد!! دا خبره ئې څو څو ځلي او په ډېر زور شور سره تكرار كړې وه!! خو نن وايي: حكومت وحدت ملي (ائتلافي حكومت) خواست تمامى ملت است!!!  

كه اشرف غني احمد زى د امريكايانو تر فشار لاندي د دې ډلي غوښتنو ته تسليم شي، له پارلماني نظام سره توافق وكړي، په حكومت كي دومره برخه وركړي چي د دوى اوسنى موقعيت تضمين كړي، نو يقيناً چي هم به ئې له ملت سره ستره جفا كړې وه او هم له خپل ځان سره، اوسنى حالت به دوام كوي، نه به ئې په حكومت كي د تغيير، اصلاح او له مفسدينو تصفيه كولو ته پرېږدي او نه له مجاهدينو سره روغي جوړي ته، برخليك به ئې كرزي ته ورته وي، تش په نوم جمهور رئيس به ترې جوړ شي، فساد به دوى كوي او لاسونه به د ده پر لمن پاكوي، تاريخي بدنامي به هم د ده په برخه وي، احمدزى يوازي په هغه صورت كي د ملت تأييد ترلاسه كولى شي او مثبت كارونه كولى شي چي تر هر څه وړاندي د دغو مفسدينو ټغر ټول كړي او ملت د دوى له منگولو وژغوري.

اشرف غني احمدزى بايد پوه شوى وي چي د پكتيكا وحشيانه چاودنه هم د عبد الله د ټيم كار وو، د دې ډلي يوه بې رحم او وحشي پلوي او د اربكيانو قومندان عزيز الله دا جنايت كړى، هغه د دې لپاره نږدې يو نيم سل بې گناه ارگون وال په خپلو وينو كي ورغړول چي هغوى احمدزي ته رأيه وركړې وه، عزيزالله په پکتيکا کې د اربکيانو عمومي قومندان دئ، په شمالي ټلوالي پوري تړلى دئ، د دوى له لوري پالل كېږي، په وحشت او بې رحمۍ كي سيال نه لري، څو ورځي وړاندي د ده په خلاف سرتېری بريد وشو، د ده گڼ شمېر ملگري ووژل شول او دى کلک ژوبل شو، د ارگون په بازار كي وروستۍ چاودنه د همدې ځناورو او وحشي اربكيانو له لوري د غچ اخيستني عكس العمل وو. د عبد الله ډلي ډېر دې ته ورته جنايات كړي، څوك چي د تبليغاتي موخو لپاره د افغانانو گوتي پرې كولى شي، داسي بريدونه يوازي د دوى كار كېدى شي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery