مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-24   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

له هر څه گرانو هيوادوالوسره دزړه خواله !

حبيب الله غمخور
نن مې دسويډن ديوه پېژندل سوی وکيل سره رسمی ليدنه درلوده . تر رسمی خبرو وروسته وکيل وويل : اوس خو رسمی خبري خلاصي سوې ،زه يوه شخصی اوغير رسمی پوښتنه لرم چې دپوښتنې موخه مي دافغان ولس سره خواخوږئ ده . ماپه جواب کي ورته وويل مهرباني وکړئ څه پوښتنه لرئ ؟ خداي دي وکړی چې زه ستاسو غوندي وکيلانو شخصې پوښتنې ته جواب وويلاي سم ؟ هغه راته وويل ډيره عادی اوساده پوښتنه ده ،خودافغانستان اوافغانانو دسياسی ژوندسره تړاولري . له ځان سره مې وويل ،کله ،کله دا دراډيوگانو ژورنالستان تليفون کوي اويو دوې ، درې دقيقې وخت راکوی چې له يوې خوادوي خپل تخنيکی امکانات دثبت لپاره برابرکړی اودبلې خو زمالپاره گټه داوي چي يا موټر تريوه سالم ځاي پوري ورسوم چي هلته وکړاي سم ددوي سوالونو ته جواب ووايم اوياکه په کور اودفترکي يم داخو نور علانوردی ،اود فکرکولو وخت پيدا کوم چې ددوي سوالونوته به څنگه جواب وايم. خودلته زه او وکيل مخامخ سره ناست يو ،ځکه ديپلوماتيک ملاقات ندی او رانه داسي پوښتنه کوي چې وايي دافغانستان او افغانانوپه راتلونکی سياسي جوړښت پوري اړه لري . ورته ومې ويل ،ډير ښه خو ستاسو خبري اوزماسوالونه ترپوښتنې پوري زماسره يوعالم نور سوالونه پيدا کړه چې داڅنگه پوښتنه ده چې تاسو دلته په سويډن کي ديوه وکيل په توگه چې دکاری لحاظه هيڅ تړاوورسره نلری زمانه کوی ؟ مهرباني وکړئ پوښتنه مو مطرح کړئ . هغه وخندل ډير جدې سوې ، چې دپوښتنی جواب ته تيار اوسې ،پوښتنه عادی ده . پوښتنه مي داده چي ستاسو دولسمشری دټاکنو پايلي کله علانېږي ؟ موږ خو هره ورځ ورته منتظريو ،مگر کوم څه نه اورو،دابه کله اعلان سی ؟ ماپه ټوکه کي ورته وويل زه موپه دومره تشويش کي واچولم چې تاسوبه کومه داسي لويه اومهمه پوښتنه کوئ چې زه یې بايد جواب پيدا کړم .هغه وخندل ،مهرباني ،جواب موڅه دی .ما ورته وويل دجمهوري رياست لمړی پړاو له يوشمېر تلفاتو سره دجنجالو رازېږېدو لامل سو. دټاکنودقانون له مخې دوو کانديدانوترمنځ بايد دوهم ځل ټاکنې ترسره سوې واي . هغه دسوېډنيانو دخبروددود مخالف په خبروکي راولوېد ، راته واي ددې له جنجال نه ډکو ټا کنوتاريخ مه راته تشريح کوه ، زه پرې خبريم . سوال ته جواب ووايه . ماخپلو خبروته دوام ورکړ اوددوهم پړاو دټاکنو اودټاکنو دپايلې دپروسې ،پرنيمه شپه دښارواټنوته راوتلو ،پر ارگ ورننوتلو اودريو ولايتونوکي حملې کولو،دامريکادبهرنيو چاروويزردراتللو اوددې دواړوکانديدانولخوا دامريکا دبهرنيو چارودوزير کيري په مخ کي دلاسونوپورته کولو داستان په منډه تشريح کړ .پوه سوم چې وکيل سويډني کلتور ته ددراناوی په خاطر زما دا بابولاله چې اوس مودافغان ولس په خاطر دوحدت ملي ترنامه لاندی خوله تړل سوې واورېدل ،ما ترډيره بريده هغه څه ويل چې دټاکنو کمېسيون اوددواړو کانديدانو هوښيار استازي وايي ، خوهغه چوپ وو . وروستئ خبري مې داوې چې اوس دامريکادبهرنيو چارودوزير تر راتگ وروسته دواړه کانديدان پردي پخلاسوی چې داټولي رايي دې کنترول اوتثبيت سی تر څوپاکي رايي له ناپاکونه جلا اوددرغليو مخه ونيول سی .ددې داستان تر اوريدو وروسته وکيل په خندا راته وويل : غمخوره ،ماستاداستان چي ديپلوماتيکه بڼه یې درلوده واوريد اوستا احتياط مي ستاپه سترگوکي ليده داښه خبره ده چې ته دخپل ملک دبرخليک په اړوند دومره په احتياط خبري کوې . خوته ولي زما سوال ته جواب نه وايي ؟ کله به دټاکنو پايلی اعلان سي ؟ماورته وويل ترکومه ځايه چې دوي اوس درايودکارتونودتثبيت اوڅېړنوپه کار اخته دی،تر څوددرغليو مخه نيول سوئ وی ،فکر کوم دسپتامبر په لمړۍ اويادوهمه اونۍ کې به پايلي اعلان سي . هغه په خندا راته وويل . زه فکر کوم دڅېړنو اوتفتيش ددې پروسې دومره جنجالی کول او اوږدول بې منطقه خبره ده . زما له نظره ددې پروسې دومره جنجالي کول اوپدې نامه اوږ دول چې رايي کنترول او تثبيتېږي ، په حقيقت کي يوازي ددرغليو دلارو چارودلټولولپاره کېږي . کاشکی ستاسو سياستوالو دخپل ولس پروړاندي خواخوږ ي لرلاي ؟ ولي دازما اويادبل بهرنی کارنه دی، تاسو افغانان بايد پدي پوه سی چي خپل برخليک څنگه اودڅه لپاره په کومه بڼه وټاکئ . داوودنن ورځې دسويډن ديوه وکيل سره دلېدنې داستان ،قضاوت په تاسوپوري اړه لري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery