مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټر غني مې اوس هم ۳۲۰۰ ډالر پوروړی دی

انجينير فضل هادي فضليار

 

 

د ټاکنو د دوهم پړاو ګټونکي نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ته زما پرانستی ليک چې تېره اونۍ مې ليکلی و، او د هغه د وروستيو سياسي معاملو په اړه د هېوادوالو اندېښنې، ناهيلۍ او غوښتنې مې ورسره شريکې کړې وې؛ ډېری هېوادوالو ستايلی او د خلکو د زړونو غږ يې ګڼلی و.

په پراخه کچه د ليک د  ستايلو ترڅنګ، څو تنو په فېس بوک کې پر ما نيوکې هم کړې وې، چې زه يې نظرونو ته درناوی لرم؛ خو يو سيکولر ليکوال دې ته اړ کړم چې د هغه له لوري پر ما لګول شوي تور او بهتان ته ځواب ووايم، هغه ليکوال چې نهه کاله وړاندې د دوو نورو پښتنو ليکوالو سره يو ځای د پاکستان په اسلام اباد کې د يوې يهودي کمپنۍ له استازو سره تر کتنې وروسته، په افغاني ټولنه کې د سيکولريزم ترويج ته ګومارل شوي وو.

عجيبه داده چې د پيسو لپاره د دين، وجدان او افغانيت پلورنکی دا ليکوال پر ما تور لګوي چې ګوندې فضليار له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د مالي امکاناتو پر سر تر جنجال وروسته د دې ليک کښنې ته اړ شوی دی.

پنځه کاله وړاندې، کله چې ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي د لومړي ځل لپاره ځان  ولسمشرۍ ته نوماند کړ، زه له جلال اباده خپرېدونکي نړۍ اونيز اخبار مسئول مدير وم.
د نړۍ ادارې د ټاکنيز کمپاين پر مهال، د معمول په شان په خپله اونيزه کې د نوماندانو انځورونه او شعارونه د سوداګريزو اعلانونو په توګه د پيسو په بدل کې چاپول.

هغه مهال چې مونږ د ډاکټر صاحب اشرف غني له کړنلارې سره اشنا شو، ډېره مو خوښه شوه او هغه راته د خپل ځورېدلي هېواد د روښانه راتلونکې لپاره يو وړ نوماند ښکاره شو، نو ځکه مو له ملګرو سره پرېکړه وکړه چې تر خپله وسه به د غني بابا د برياليتوب لپاره کار کوو.

دا پرېکړه اسانه هم نه وه، ځکه نړۍ هغه انتقادي اونيزه وه چې د ډېرو د زور او زر په وړاندې تل ناپېيلې او خپلواکه پاتې شوې وه خو د ګران هېواد او ولس د راتلونکي په اړه، د خپل مسئوليت احساس، زمونږ ټول ملګري دې کار ته راضي کړل.

د ډاکټر صاحب له ټاکنيز ټيم سره مو داسې هوکړه وکړه چې د اخبار اداره به په خپلو خبرونو، راپورونو او ليکنو کې د هېواد د سوکالۍ په موخه، اشرف غني احمدزي ته وړيا کار کوي  خو د سوداګريزو اعلانونو د چاپولو په بدل کې به د هغه ټاکنيز ټيم د اخبار ادارې ته ټاکلې پيسې ورکوي.

نړۍ تر هغه مهاله ساده (تور او سپين) چاپېدله، د دوی د غوښتنې له امله مو رنګه کړه او ښکاره ده چې په دې کار سره زمونږ د اخبار د چاپ لګښت ډېر لوړ شو.

له بده مرغه چې د ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته، د ډاکټر صاحب ټيم په سپين ميدان پرېښودو او يوه افغانۍ يې هم رانکړه.

زه او ملګري مې له ډېر وخت راهيسې د ګل آغا شېرزي او د ننګرهار د ولايتې ادارې په ټونګ او لمسه د يو شمېر ټوپکيانو له جدي ګواښونو سره مخ وو، خو هغوی زمونږ د مبارزې په پای ته رسولو بريالي شوي نه وو؛ هغوی په ټولو  قانوني او غير قانوني لارو زمونږ د اخبار په تړلو کې پاتې راغلي وو، خو له بده مرغه د ډاکټر صاحب اشرف غني د ټيم دا مالي ضربه زمونږ د اونيزې د تړل کېدو يو بل لامل او داسې لغته شوه چې نړۍ يې پړمخې رانسکوره کړه.

زه اوس له دې سېکولر ليکواله پوښتم، کله چې مونږ له ډاکټر اشرف غني څخه خپل پور نشو اخيستی نو له هغه به د نورو مادياتو څه تمه ولرو؟

له مالي زيانه پرته، هماغه مهال، يعنې پنځه کاله وړاندې، زمونږ د اخبار يو ځوان ژورنالست ښاغلی انوارالحق يرغل د حاجي عبدالظاهر قدير لخوا سخت وډبول شو. حاجي ظاهر قدير چې هغه مهال په ننګرهار کې د حامد کرزي د ټاکنيز کمپاين مشر و او په اوسنيو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين له لويو مشرانو څخه دی، زمونږ ژورنالست له دې امله وډباوه چې ولې په خپل اخبار کې ډاکټر اشرف غني ته کمپاين کوي.

له دې ټولو سره سره، کله چې څو مياشتې وړاندې ډاکټر غني د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې ځان بيا ولسمشرۍ ته نوماند کړ نو مونږ بيا هم ورسره ودرېدو، او د هغه د برياليتوب لپاره مو تر خپلې وسې ډېرې منډې ترړې ووهلې.

دا ولې؟
دا ځکه چې مونږ ته د غني با با فکر او کړنلاره تر دې وړو وړو خبرو ډېره لوړه ښکارېده.

ښاغليه سيکولره! دا ځکه چې خبره د مادياتو نه وه، خبره د سترو او ملي ارمانونو وه، چې مونږ د ډاکټر غني په وجود او رهبرۍ کې د هغو ارمانونو پوره کېدل ليدل. هغه ارمانونه چې د تحقق لپاره يې زمونږ په شان ډېرو ځوانانو پرته له کوم امتيازه، په رضاکارانه ډول هلې ځلې کولې او حتی قربانۍ يې ورکولې؛ خو له بده مرغه چې هغه ستر او ملي ارمانونه اوس د جان کيري په مشرۍ د يوې معاملې په پايله کې له خاورو سره خاورې ښکاري.

نو په دې صورت کې مونږ د خپلو اندېښنو د بيانولو او د ناهيلو هېوادوالو پوښتنو ته د ځواب غوښتلو حق نه لرو؟
افرين دې ستا په دې منطق شي!

زما په اند ستا د ځواب لپاره د پنځه کلونو وړاندې همدا يادونې بسنه کوي، تازه موضوعات خو تر هر چا ډېر تا ته ښه څرګند دي.
تر بيا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery