مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د وکیلانو ډوډۍ بيا په غوړيو کې!

 

ټاکل شوې، چې اوسنی ولسمشر په نږدې راتلونکي کې خپله څوکۍ نوي ولسمشر ته پرېږدي، او نوی ولسمشر به د لووړې مراسمو وروسته ډېر ژر په خپله کابينه کار پېل کړي ،زه پدې لنډه ليکنه کې هغه ناخوالو ته اشاره نه کوم، چې د حمل د ۱۶ مې او بيا د جوزا تر ۲۴ وروسته منځته راغلل او د امريکا د بهرنيو چارو وزیر په منځګړيتوب تر يوه بريده حل شول.

د ولسي جرګې ۱۵مې او ۱۶مې دورې هېڅ مثبت داسې څه ونکړل، چې ولس يې په ياد وساتي، هر کله چې هېواد له بې ثباتۍ، اقتصادي، اداري، نظامي، ملکي او سياسي بحرانونو سره مخ شوی يوازې او يوازې د پارلمان څو غټ خېټې وکيلان يې عاملين ګرځېدلي، دوی نظامي، ملکي او قضايي ارګانونه ټول تر فشار لاندې نيولي او همېشه ترې د داسې کړنو ترسره کولو غوښتنه کوي، چې زيان يې ولس ته متوجه وي او ګټه يې يوازې څو وکيلانو ته، ځیني داسې وکيلان اوس هم د ۱۶مې دورې شته، چې تعقيبي څو رنجرونه ورسره وي، په ليدو يې سړی ډېر بې فکره شي، دوی همېشه په مقرريو اخته دي، کوښښ کوي، چې په کليدي بستونو کې خپل خپلوان مقرر کړي، جيبونه ډک کړي، عام ولس تر پښو لاندې کړي او د دوی بازار ګرم وي، دوی سره د هېواد اقتصادي، امنيتي، او سياسي روانو بحرانونو هېڅ فکر نشته.

د پارلمان اوسنۍ دورې تر ټولو لويه لاسته راوړنه چې نړۍ پرې وخاندل هغه د تش په نوم جنرال بسم الله خان محمدي ارتقا کول دي، محمدي د کورنيو چارو له وزارت څخه په دې خاطر ګوښه شو چې تعصب کوونکی دی، وظايف يې هغه شان چې لازمه ده په ښه شان پر مخ ندي وړي، ولسي جرګې ترې د اعتماد رايه واخيسته، ولې اونۍ وروسته بيا د دفاع وزارت څوکۍ ته نوماند شو، چې د ښو ډېرو پيسو په مصرف کولو يې دا څوک تر لاسه کړه، دې کړنې په تر سره کولو سره د پارلمان يو شمېر وطندوسته غړو خجالت وکړ ولې يو شمېر نور يې بيا پرې افتخار کوي

دوی چې کله د مصونيت قانون تصويب کړو، د مدني ټولنو يو شمېر فعالينو، بشر دوستانو په ټوله کې ټولو هيوادوالو دا غيرقانوني او ولس سره يې ستره جفاء وبلله، ولې دوی دې خبرې ته فکر نه دی کړي، چې د مصونيت قانون له تصويب څخه تر مخه د ملي شوراء له ټولو غړو سره په زرګونه سرتيري په دندو بوخت دی او نور ډېر امتيازات تر لاسه کوي.

بدبخته ته دي هغه وکيلان چې دوی شپه او ورځ د پيسو په پيدا کولو بوخت دی، خارجي سفارتونو ته د مرستو تر لاسه کولو په خاطر ځي، تحصيلي بورسونه چې تر لاسه کړي بيا يې په پيسو خرڅوي، مقرريو کې لاس لري، د شخصي ګټو په خاطر ولس له بحران سره مخ کوي، او په نورو ډېرو بدبختيو کې لاس لري.

که چيرته د ۱۶ دورې ۴ کلنې دورې ته ځعلنده نظر وکړو جوته ده، چې دوی هېڅ نه دي کړي او پر دې خبره ځیني وکيلان هم اعتراف کوي او په ډېرو بحثونو کې يې کړی هم دی.

په نورې نړۍ کې د پارلمان وکيلان په يو چوکاټ کې خپلې دندې پرمخ بيايي ولې دلته هېڅ چوکاټ ندی موجود، همېشه يې په بې ثباتۍ کې لاس درلودلی دی، او هېواد چې کله هم سياسي، اقتصادي، اداري او نظامي بحرانونو سره مخ شوی، نه يوازې دا چې دوی يې په مخنیوي کې پاتې راغلي بلکه دوی يې اصلي عاملين هم دي.

سره له دې چې دوی ټول په پورته ذکر شويو ناخوالو او بحرانونو کې لاس لري، ولې دوی سر له اوسه د راتلونکي حکومت د پرځېدو او د داسې حکومت د جوړېدو منسوبه جوړه کړې، چې د اوسنيو په شان او شايد له دوی هم کمزوري وزیران او د کابينې غړي ولري، دوی غونډې کوي او پر دې فکر کوي، چې دکوم نوماند وزیر څخه چې شايد مياشت وروسته دوی ته د اعتماد رايو تر لاسه کولو په خاطر ور پيژندل کېږي څومره پيسې واخلي، او د دې ترڅنګ څومره نورې وعدې ترې تر لاسه کړي.

د اوسنۍ دورې يوازې ۸ مياشتې پاتې دي، وکيلان  کوښښ کوي چې په هره طريقه وي پيسي تر لاسه کړي او کله چې بيا ځان کانديدوي نو حتماً يې بايد بريا په نصيب وي، ځکه خو دوی د پيسو په پیدا کولو ښه پوهه شول.

نوی ولسمشر سره لدې چې د نورو لويو ستونزو سره به مخ وي او ولس ته یې وعدې ورکړي، چې د ستونزو په ليري کولو کې به کوښښ کوي، ولې زما په اند چې تر ټولو لويه ستونزه او بحران زېږوونکي ارګان (پارلمان) دی، چې بايد راتلونکي اداره لدې بحران څخه د خلاصون لارې چارې ولټوي، په عملي اقدام لاس پورې کړي، دوی ته يو چوکاټ برابر کړي او لاسوهنې يې محدودې کړي، تر څو په خپلو برنامو کې بريالی شي.

د بريالي افغانستان په هیله

محب ارمان

 

کابل - افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery