مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(ملاشاه) که (ملاشال)؟ - محمدمعصوم هوتک

محمدمعصوم هوتک

 

په دې ورځوکي افغاني ویبپاڼویوخبرخپورکړی دئ چي دکندهارښار د احمدشاهي عصریومسجددځینوکسانوله خوانړول سوی دئ اوپرځای ئې دتجارتي مارکیټ ودانۍ دجوړېدوپه حال کي ده. داخبردډېرو افغانانو دخوابدۍ سبب گرځېدلی اوځینوځینولا لیکني هم پرکړي دي. زه ددې تاریخي ودانۍ اونوروتاریخي آبداتوړنگولو خواشینی کړی یم. خوهغه دخلکوخبره ده چي وایي " انائې یووړه!" بل پرږغ کړه چي "انادي په اورپسې سي، غاړي غرونه ئې یووړل!" ترکمه ځایه چي زه خبریم،دکندهار والي پوهاندډاکټرتوریالی ویساددغو ودانیود خوندي ساتلوپه اهمیت پوهېږي اوپه ساتنه کي ئې جدي دئ. زه هیله من یم چي ددې موضوع پلټنه به هم وکاندي. په خبر او زیاترولیکنوکي ددې مسجد نوم ( دملاشاه مسجد) بلل سوی دئ. یوځای مي د(ملا شال) نوم هم ولووست. دملاشاه مسجدپه نامه ماته په احمدشاهي کندهارکي کم ځای معلوم نه دئ خودملاشال په نامه یوه کوڅه په هرات بازارکي سته چي مائې په پخپل اثراحمدشاهي کندهارکي یادونه کړې ده. دغه مسجدچي اوس له بده مرغه نړول سوی دئ،هم د(ملاشال مسجد)دئ،نه د(ملاشاه مسجد).ماپه احمدشاهي کندهارکي داخبره کښلې ده چي دملاشال په باب له نامه پرته نور معلومات نه لرم. ترمامخکي هم چي کم آثاردکندهارپه باب لیکل سوي دي، دملاشال دراپېژندلوپه برخه کي مرسته نه کوي. د(گلزارقندهار) لیکوال ارواښادمحمدحسن مولوی قندهاری ( ۱۳۱۹ ــ ۱۴۱۹هق) ئې دنامه یادونه کوي ( ۹۰ ــ ۹۱ مخونه)او وایي چي ملاشال په بنگال کي د" علوم شعبده ونیرنج" زده کړه هم کړې وه.لیکوال وروسته د" مردمان عامه" له خولې له باباسیدحسین عرب سره دملاشال دمقابلې جریان هم راوړی دئ. دگلزارقندهاردمؤلف دغه معلومات ماپه احمدشاهي کندهارکي ځکه نه دي رااخیستي چي ماخذ ئې پر عامه افواهاتو ولاړ وو. خودغه معلومات دملاشال دنامه په برخه کي مرسته راسره کوي او هغه داچي دانوم ( ملاشاه) نه دئ، (ملاشال) دئ. زموږ سرکاري منابع هم باید دنومو په ثبت کي له دقته کارواخلي.
محمدمعصوم هوتک
آشاوا ــ انټاریوــ کاناډا
۱۳مه داگسټ ۲۰۱۴ع


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery