مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بیا رای شمیرنه د څه لپاره؟

محمد نادر سالارزی


 
 دا خو یو ښکاره او څرګند حقیقت دی چې یو هېواد چې د پردي ښکېلاک لاندې وي، د هېواد ځمکنۍ بشپړتییا او د خاورې تمامیت خوندي نه وي، خپلواکي یې تر پوښتنې لاندې وي او هېواد په عملي توګه په جګړه کې ښکېل وي، زورواکي، ټوپکیان، د ملي شتمنیو غاصبین، د بشري حقونو سرغړوونکي په واکی کې وي، نو په داسې حالاتو کې سراسري، آزادې او بې لاسوهنې ټاکنې ناشونې دي. خو بیا هم د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو یې د نړیوالو د غولولو په منظور د ټاکنو ډرامه پیل کړه. له دې سره سره هم افغان میړني ولس یادې ټاکنې په هېواد کې د سولې، آبادۍ او د شر او فساد له ګروپونو او ډلو ټپلو څخه د خلاصون په منظور یو نیک فال وګاڼه او دوه ځله د رایې ورکولو لپاره له کورونو څخه راووتل او رایې یې ورکړې، خو په ډیره خواشینۍ سره باید یادونه وشي چې دواړه ځل ددوی رایو سره چې د دوی د نظزونو څرګندونه کوي ډیر سپک او بې باکانه چلند وشو او کېږي، ځکه د ډیرو باوري سرچینو د معلوماتو له مخې په لومړي پړاو ټاکنو کې د شر او ځان پالنې د ډلې مشر ډبل عبدالله لپاره ډیره زیاته درغلي شوې وه او شاوخوا یونیم میلیون رایې یې ناپاکې راوتلې وې، خو د امریکا، یوناما او په افغانستان کې د ښکېلو اروپايي هېوادونو په مخامخ لاسوهنه د ټاکنو په کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون فشار واچول شو چې د عبدالله ناپاکې رایې له پامه وغورځوي او په لومړي پړاو ټاکنو کې يې ګټونکی اعلان کړي تر څو د امریکا او ملګرو لازیاتې لاسوهنې ته لاره اواره شي او همداسې وشول. ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او په دې پړاو کې د رایو د شمیرنې څخه مخکې د شر او ځان پالنې د ډلې ناظرینو خپل مشر ته معلومات وکړل چې ټاکنې یې بایللي دي. له دې سره سم د شر او ځان پالنې ډلې مخکې له مخکې هلې ځلې او غوغا پیل کړه چې د ټاکنو پایلې څرګنده نشي. د ځینې ښکېلاکګرو، ایران او پاکستان په لارښوونه او اشاره په ناقانونه کړنو لاس پورې کړ او د ټاکنو په دواړو کمیسینونونو یې بې باوري څرګنده کړه؛ د ګوتو په شمیر اوباشان، غله، لوټماران او په نشه يي توکو روږدي کسان یې د پیسو په وسیله سړکونو ته راوویستل او بیا يې یاد لنډغران په اصطلاح د لويې جرګې په خیمه کې راټول او د نورو خبرو تر څنګ یې په زور سره ارګ ته د ننوتلو او کودتا ګواښ وکړ. په دې موضوع دلته هیڅ بحث نه کوو ایا په رښتیا سره هم دوی په زور سره د ارګ ته د ننووتلو او کودتا توان لري او که نه څه نه لیکم خو څو متلونه ورته ډالۍ کوم:
وايي چې خرو که ښکرونه درلودی، نو هيڅکله یې بل حیوان په غوجل کې په څنګ کې نه پرېښود
 پیشو که وزرونه درلودی، نو د مرغیو بچي به یې په ونو کې تباه کړي وای
 کله چې د شر او ځان پالنې ډلې د عبدالله په مشرۍ د امریکایانو له ورکول شوي پلان سره سم ناقانونه کړنو او اوباشیو ته لاسونه واچول، له دې سره سم سپینه ماڼۍ په خوځښت راغله او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منډه کابل ته راغی، د اشرف غني او عبدالله له ډلې سره یې لیدنې کتنې تر سره کړې او په پای کې يې په دواړو نوماندانو یې یو خاینانه او د افغانستان د ملي ګټو سره سل په سلو کې په ټکر کې هوکړه لیک، چې مخکې له مخکې په امریکا کې لیکل او ترتیب شوی شوی لاسلیک کړ. په یاد هوکړه لیک کې د شر او ځان پالنې ډلې ته په داسې حال کې چې افغان ولس رټلي او رد کړي او ماته یې خوړلې وه په واک کې شریک او غوښنه برخه ورکړل شوې ده. په دې کار سره امریکایانو یانې د غولوونکي دیموکراسۍ ډنډوره چیانو له یوې خوا د افغانستان اساسي قانون، د ټاکنو قانون او نور قوانین تر پښو لاندې کړل او له بلې خوا یې د افغان میړني ولس رایوته سپکاوې وکړ، چې سارې یې په نړۍ کې نه لیدل کېږي.
لنډه دا چې یاد هوکړه لیک یو خاینانه او د افغانستان د اساسي قانون، ملي ګټو او یووالي ضد هوکړه لیک دی.
همدارنګه ښاغلي اشرف غني احمدزي چې په دواړو ځلو ټاکنو په منډوترړو کې افغان ولس ته ملي ګټو او ارزښتونو ته د ژمنتیا، ښې حکومتدارۍ، خلکو ته د چوپړ، فساد له منځه وړلو او اقتصادي ودې نارې سورې وهلې، د یاد هوکړه لیک او پردي پالي عبدالله او د هغه د شر او ځان پالنې له ډلې سره د واک په وېشلو سره خپلې ټولې کړې وعدې او لوزونه مات او تر پښو لاندې کړل. نوموړی هم یو غولونکی سیاست کوونکی راووت او واک ته درسیدلو لپاره او امریکایانو د خوشالۍ لپاره داسې ناروا کړنو ته چمتو دی او د افغان ولس له رایو سره، چې یو لوی امانت دی خیانت وکړ او خیانت په اسلام کې ستره (کبیره) ګوناه ده.
یو شاعر وايي:
چې په مخ یې تل د بل لاړې پرتې وي
 د هغه نه د وطن خدمت څه غواړې
 چې زاغان او ټپسان پرې راټولېږي
 په هغه ګل بلبلان کوي پیشاړې

 ټولو ته څرګنده ده چې د واک د ویش پرېکړه د دوی امریکايي بادار جان کیري کړې او نه بدلیدونکې ده. زه نه پوهېږم چې د ټاکنو تش په نامه کمیسیون چې خپل اختیار او حیثیت یې بایللی دی ولې او د څه لپاره رای شمیرینې ته دوام ورکوي. زه د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیونونو په مشرانو غږ کوم چې که تاسو ریښتینې افغانان او د افغانستان ملي ګټو ته ژمن یاست، نو د خپلو نمایشي پوستونو څخه ځان ګوښه او د رای شیمرنې غولونکې ډرامې ته د پاې ټکې کېږدئ، ځکه یو شاعر وايي:
مرګ له تندې په مذهب زما بهتر دی
 نه ژوندون د دون همتو په اوبو کې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery