مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د جنګي جنایت وحشتناکه نښه -دوهمه برخه

دوکتور م ، عثمان تره کي

عام وژنه
 د جنګي جنایت وحشتناکه نښه
 د بښنې نړیوال سازمان په راپور باندې تبصره

 
 د بوش حکومت غوښتل چه د سړې جګړې د فاتح په حیث د امریکا په ګته د نړی د قدرت د ويش په نظام کې انقلابي بدلون راوړي. تر څو چه ځواکمن امریکا د دې جوګه شي چه په خپله خوښه د کمزورو هیوادونو د پاره د نوې جعرافیا او واکمني په تاکلو کې خپل نړیوال نفوذ پراخ کړي. منځني ختیځ او په ځانګړې توګه مرکزي آسیا ( د شوروي امپراتوري د لنګیدو له کبله د قدرت د تښه د شته والې له کبله ) په هغه مهندسي کې شامل وو چه سیاسي جغرافیا بنه درلوده. پلان د پام وړ ستراتژیک موقعیت د درلودلو له کبله افغانستان ته مرکزي رول وربښلې وو.
ناتو چه د افغانستان د اشغال په درشل کې په سیمه کې د اوږد مهالې نظامي حضور او فرسایشي جګړې د پاره ځان چمتو کول جنګي متحدینو ته اړتیآ درلود. جګړه ماران چه د بن د غوندې د ترکیب محوري برخه جوړول ناتو ته ستر غنیمت وګنل شو. دوي د نړیوال نظامي ائتلاف په مرسته د لویه جرګې او د نوې اساسي قانون ( جنوري ۲۰۰۴ ) د لارې په نوې نظام کې خپل سیاسي حضور تسجیل او تشریع ( مشروعیت ورپښل ) کړل.
په هغو هیوادونو کې چه اوږد مهاله جګړې له سره تیره کړیده د سولې د راتک په درشل کې اساسي یا عادي قوانین د جنګي جنایت کارانو او د بشرې حقونو د ناقضینو د محاکمې په موخه د ځانګړې احکامو سره سمبال کیږي. د مثال په توګه په فرانسه کې د موضوع په اړوند حقوقي تښه په ۱۹۴۴ م کال د یو فرمان په صادرولو کې چه موخه یې د سزآ په قانون کې یوه نوې ماده (۲۱۲) ورزیاتول وو له منځه لاړه. خو په افغانستان کې د لویدیز شکیلاک قوتونه چه د جنایت کارانو سره په ائتلاف کې وو نه غوښتل چه په نوې اساسي قانون کې ( چه د یرغلګرو د ستراتژیکو مقصدونو په استقامت تنظیم شوې وو ) د عدالت د تآمین حقوقي پروسه پلې شي. اوسمهال افغانستان د جګړه مارانو په قبضه کې ده او د دوي د محاکمې د پاره حقوقي بنستونه نلري. همدغه نیمګړتیاوې د دې لامل وګرځیده چه د نوې اساسي قانون نه رازیږیدل شوې پارلمان غړیو په دیره ګستاخي د جنګي جنایت کارانو د بښنې قانون تصویب کړي.
د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون د کورنيو او بهرنیو جګړه مارانو تر فشار لاندې:
نوې اساسي قانون په ۵۸ مه ماده کې وايي : « دولت په افغانستان کې د بشر د حقوقو په رعایت ، د څارنې ، ښه والې او ملاتړ لپاره ، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون جوړوي. هر څوک کولاي شي د خپلو بشري حقوقو د نقص په صورت کې دې کمسیون ته شکایت وکړي. کمسیون کولاي شي د افرادو د بشري حقوقو د نقص موارد مربوطو قانوني څانګو ته راجع کړي او د هغوی د حقوقو څخه په دفاع کې مرسته وکړي. . . »
دلته دوه تکې د پام وړ دي :
ــ اساسي قانون د بشري حقونو د تیروتنو په اړه خبرې کوي نه د جنګي جنایتونو په موضوع باندې. په افغانستان کې جنایتونه زیاتره د بهرنيو او کورنيو جګړو په بهیر کې رامنځته شوې ډي.
ــ کمسیون اجرائی صلاحیت نلري. په بل عبارت د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون شعاري ، تشریفاتي او زینتي بنه غوره کړي ده .
د نظام په جوړولو کې د کورنیو او بهرنیو جګړه مارانو اغیز د دې لامل شو چه اساسي قانون د جنایت کارانو د محاکمې د پاره د ځانګړېو جوړښتونو ( اختصاصي څارنوالي او محکمه ) د درلودلو نه بې برخې پاتې شي.
په اروپا کې د هالیند دولت د جنګي جنایت کارانو د محاکمې د پاره ځانته نړیوال رسالت وربښلې دي. په ۲۰۰۴ م کال د اکتوبر په میاشت کې د هالیند د چارواکو له خوآ « په افغانستان کې د عدالت غوښتنې پروژه » تر نامه لاندې یو جوړښت رامنځته شو. دغه موسسه اتکل ۴۰ تنه حقوقپوهان، عدلي طبیبان ، محققان او ماهران وګمارل چه په افغانستان کی د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د رامنخته شوې جنایتونو په اړه د هغه هیواد د بشر د حقوقو د کمسیون په مرسته څیړنه وکړي. په ۸۰۰ مخونه یو راپور تنظیم او په ۲۰۰۵ کال کې خپور شو. راپور د مړو شمیر یو ملیون او د ژوبل شوې کسانو تعداد یو عشاریه درې ملیون څرګندوي .
د راپور په اړه څو تکې د یادونې وړ ده :
ــ راپور یوازې دوه مخونه ( د ۸۰۰ مخونو نه ) نړیوال نظامي ائتلاف تیروتنو ته ځانګړې کړیده چه په ترڅ کې يې په سرسري توګه په عامو وګړیو باندې د بمباریو ، د خوشه یي بمونو استعمال او د بندیانو په ناڅرګند برخه لیک او شکنجه باندې رنا اچوي. حال دا چه د نړیوال نظامي ائتلاف د واکمني په وخت کې رامنځته شوې جنګي جنایتونه د تیرو دورو سره په کمي او کیفي لحاظ ورته والې لرلي شي.
ــ کورنیو او بهرنیو جګړه مارانو د متقابلو ګټو په بنست باندې په راپور کې د جنګي جنایت کارانو او د بشري حقونو ضد کړیو د نومونو د خپریدو نه مخنیوي وکړل. په کابل کې د امریکا سفیر پدې پلمه باندې چه تیرې شوې قصې ، زخمونه تازه کوي د راپور د خپریدو سره مخالفت وکړ.
دلته د جنګي دلو تپلو په منځ کې د سیاسي اتحاد په رامنځته کولو کې د اوسني تاکنو رول د یو لاسوند په دول مطرح کیږي: امریکا باید دتیر په څیر د جګړه مارانو د اتحاد د سروال په حیث د تاکنو د درامې نه تولید شوې حکومت د خپلو ستراتژيکو مقصدونو د پاره تر خپل ولکې لاندې ولري. جان کیري د همدغه مقصد د پاره دوه وار کابل ته مسافرت وکړ.
کوم چه مخکې وویل شو افغانستان د قوانینو په ساحه کې د جنایت کارانو نه د بازخواست میکانیزم نلري . خو د سیاست په برخه کې دا امکان موجود وو چه د انتخاباتو د درامې نه مخکې د افغانستان د بشر د حقونو کمسیون د تورنو کسانو د نومونو بشپړ لیست مدیا او مطبوعاتو ته وسپاري. تر څو چه جنګي جنایت کاران د خپلې محاکمې په انتظار لږ تر لږه د سیاسي پروسې نه لرې شوې واي . یقینآ چه پدې برخه کې د امنیتي ملحوظاتو د ویرې نه ، افغاني اړخ د لیست په خپریدو کې جرئت ونکړ. خو بهرنیان ( په ځانګړې توګه هالیند د قضيي نوښتګر) باید د لیست په خپریدو کې اقدام کړې واي او د جګړه مارانو د اعتراض په صورت کې د امریکا ب ـ ۵۲ میدان ته ورننوتې واي.
په لنده ! که امریکا او ملګرو يي ب ـ ۵۲ د ملکي خلکو د وژلو په ځاي د بشر د حقونو په دفاع په کار واچوي تر یوې اندازې پورې د افغانانو د بی ځایه وژلو تلافي کولي شي . خو امریکا د عدالت نه تیریږي خو د جنایت کارانو د ملګرتیا نه نه.
حقوقي ستونزې :
د پروبلم بنستیزه سرچینه زموږ د ارزښتونو او دودیزو جوړښتونو په ضد د بهرنیانو ورانونکې استخباراتي ، سیاسي او ستراتژیک پلانونه دي. افغاني واکمني چه زیاتره د جګړه مارانو نه جوړ شوې ، نه د ورانکاري د مخنیوي وړتیآ لري او نه هم اراده .
افغان حکومت باید کمزور او بهرنیانو ته اړ وساتل شی تر څو چه ترینه د هغوي په وړاندې مقابله وزنه جوړ نشي. دغه تکتیک نن انتخاباتو ته ورننوتې.
تر هغه وخته پورې چه د تاکنو د محوري سیاسي ستراتژي په بهیر کې د بهرنیو او کورنیو جګړه مارو تر منځ سیاسي اتحاد لنګ شوې نه وي د افغانستان جګړه او ورسره ملکي تلفات تر نامعلومې مودې پورې ادامه مومي.
د یوه ملي پیاوړې حکومت په نښتوالې سره د جنګي جنایتونو ارتکاب او ورسره ملکي تلفات تر هغه وخته پورې دوام ومومي چه جګړه پاي ته ندې رسیدلې ده .
د یوه ملي پیاوړې حکومت په درلودلو سره :
د شوروي د یرغل نه د طالبانو تر واکمني پورې د جنګي جنایت کارانو محاکمه د افغانستان په د ننه ترسره کیداي شي.
افغانستان د سزآ نړیوال دیوان غړیتوب لري. خو دیوان یوازې په هغو قضایاو باندې حکم صادروي چه د ۲۰۰۲ م کال نه وروسته مطرح وي.
د طالبانو د واکمني د لنګیدونه وروسته د کورنیو او باندنیو جنایت کارانو محاکمه به د باندې کیداي شي. دلته دوه الترنتیف مطرح کیږي:
ــ د د روندا ، سومالي او پخواني یوګوسلاویا د ورته قضایاوو په استناد لند مهاله محکمه ( ادهوک ) جوړول. پدې برخه کې امنیت شورآ پریکړه کوي.
ــ نړیوال سزا دیوان ته مراجعه. دلته ستونزه پدې کې ده چه امریکا چه د افغانستان په جګړه کې د نورو هیوادونو په پرتله زیاتره د ملکیانو په وژنه تورنه ده د دیوان غړیتوب نلري.
ــ د طالبانو د حکومت د نسکوریدو نه وروسته په اوسنی حال او احوال کې د کورنیو او بهرنیو تورنو کسانو محاکمه د حقوقي ، سیاسي او امنیتي نیمګړتیاوو د شته والې له کبله بیخي مطرح نده. د یادو ستونزو سره سره د عبدالله په نوم یو توپک سالار ( د وخت بهرنیو چارو وزیر ) په ۲۰۰۵ کال د امریکا سره یو موافقت نامه لاسلیک کړ چه په ترڅ کې يې امریکايي پوځ افغاني لورې ته د خپل کړه وړه د ځواب ورکولو مکلفیت نلري.
نتیجه :
نړیوال نظامي ائتلاف د افغانستان نه د وتلو نه مخکې باید افغانانو ته د غیر عادلانه جګړې ناوړه خاطره پرینږدي. افغانستان د بوش د ادارې د تپل شوې جګړې د قرباني په حیث د جګړې د تاوان د غوښتنې حق لري . په اوسنیو شرایطو کې د ناچاري له مخې خپل حق محفوظ ساتو. د « ریال پولتیک » او د ضرورت له مخې یرغلګرو سره د نورمال اړیکو د درلودلو په تمه یو. خو بهرنیان د خپلو پوځیانو د وتلو نه مخکې باید :
ــ د ملکیانو ورثې ته تاوان ورکړي.
ــ په توپک والاوو فشار راوړي چه د قربانیانو ضبط شوې شته مني بیرته مسترد کړی.
په لندو ! د جنګي جنایت کارانو او د بشري حقونو د ناقضینو د محاکمې داعیه د یو ملی او مستقل واکمني د لارې مطرح کیداي شي نه د یرغلګرو د انتخاباتو تر پلمې لاندې د پاراشوتې شوې حکومتونو له خواّ .

 « پاي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery