مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کندز د امنیی قومندان د پښتنو او نور و قومونو تر منځ جګړی ته لمن وهی

 


فا تح صلاح الدین

ستا سو به ښه په یا د وی له  نن څخه نیږدی دو ه کا له وړاندی د کندز د مرکز پوری اړوند د لوی کنم په کلی کی چی ټول اوسیدونکئ یی پښتا نه دی ۱۵ بیګناه کسان چی پخپلو کروندو کی په کار بوخت وو پدی نا مه په شها دت ورسول شول چی دوی پښتانه دی او ټول پښتانه طا لبان دی هما غه وو چی د شهیدانو خپلوان اود کورنیو غړی د کندز والی ته ورغلل چی قا تلین یی ونیسی او د قا نون منګولو ته یی وسپاری خو مارشال فهیم همدا قا تلین چی قومندان قدیرک ، قومندان عبدالحکیم او قومندان فیضک نومیدل چی دوی د لوی قا تل میر عالم قومندا نا ن دی  له ځانه سره یی په مخصوصو چورلکو کی چی د فهیم لخوا ورلیږل شوی وی له کندزه کا بل ته را نقل کړل اود پښتنود وژلو په ویاړ یی په میلمستیا ګا نو ونا زول کله چی د کندز سپین ږیری کا بل ته کرزی ته را غلل نو د ملی امنیت په شورا کی فهیم په ډاګه کرزی ته وویل چی زه به هغه کس نر وبولم چی دا کسان او میرعا لم خالی سلا ح کړی هما غه وو چی د کندز خلک په نا امیدو څیرو له کا بله را ستا نه شول  او ددی خلکو قا تلین به وسله په لاس ګرځیدل او لا به یی هم ګواښونه کول همدا څوورځی مخکی یی د کنم په کلی او کروندو اوبه وچی کړی چی بیا هم سپین ږیری والی او قومندان ته ورغلل چی دمیر عا لم کسا نو هریو قومندان نظام  ، قومندان قدیرک  او قومندان  فیضک په موږ اوبه وچی کړیدی د امنیه قومندان ددی په ځای چی د کروندګرو ستونزی هواری کړو سپین ږیری یی لا تهدید کړل چی تا سو  طا لبانو ته ډوډی ورکوی او پخپلو کورونوکی مو ځای ورکړیدئ ، نو سپین ږیری به لا د قومندان له دفتره نه وو وتلی چی شخصآ د قومندان  مصطفی حسینی لخوا میرعلم ته تیلیفون وشو چی سپین ږیری با ید تهد ید شی نو هما غه وو چی کله دا سپین ږیری کلو ته ورسیدل بیا د همدی دری قا تلینو لخوا وګوا ښل شول چی که بیا له موږه شکا یت وکړئ د تیر په څیر به تا سو هم ضربه کړونو هما غه ووچی د خلکو دد فا ع لپاره طا لبان را میدان ته شول او دقدیرک په ګډون یی نیږدی ۲۵ کسان چی ټول یی همدا نا مسوله ټوپکمار او د بیګنا ه ولسی وګړو قا تلین وو ووژل او ټوله سیمه چی پکی لوی کنم ، وړوکی کنم ، اندیجانی ، چقرقشلاق ، التی ګومبز ، سوجانی ایشا نان حضرت سلطان او نوری سیمی یی لاندی کړی او دا ټوپکمار یی اواره کړل خو د کندز د امنیه قومندا نی ویا ند سرور حسینی وویل چی دا کسان ګواکی طا لبانو د عشر د نه ورکړی له کبله وژلی دی چی دا خبره زه د کندز د یوه با خبره شخص پتوګه ردوم او په اړه یی پا خه اسناد هم لرم ، زه پخپله یو له هغو کسانو یم چی طا لبان په هیڅ شکل نه تا ییدوم خو دا کار یی بیا ستا یم .
همدا رنګه د چاردری د ولسوالی په سا حه کی غا لباْ د اخترنه یوه ورځ مخکی او که د اختر لومړی ورځ وه یو سرا چه ډوله موټر د همدی ټوپکمار و دپوستی له اړخه تیریده چی تصا دفی دهمدی ټوپکمارو د سا تلی  سپی پښه موټر لاندی کړه او له همدی سر ه دی ټوپکمارو موټر ودراوه او ډریور یی په پښه وویشته اوزخمی یی کړ چی دا زخمی د چاردری د ولسوالی دئ چی ټول چارد ره وال په خبر دی بیا هم خلک په شکا یت د کندز د امنیی قومندان ته عارض شول بیا هم له بده مرغه هما غه د کنم د خلکو په څیر ځواب ورکړل شو هما غه دئ چی اوس یواځی د چاردری د ولسوالی ودانئ ددولت په واک کی ده اونوری ډ یری سیمی له طا لبا نو سر ه دی همداسی د خان آباد ارچی او امام صاحب په ولسوالیو کی خلک د امنیه قومندان د پلان شوی کړنو له کبله له دولت سر ه ورځ تر بلی فا صله نیسی  او په ځا نګړی توګه د پښتنو او نورو غیر پښتنوقومونو تر منځ ستونزی مخ په زیاتید و دی او زه ستاسو د همدی ویپا ڼی له لاری د کندز ولایت په وکیلانو ، روڼ اندو ، لوستو او لیکوالانو غږ کوم چی هرڅه یی په واک کی وی ددی قومی ناورین مخه دی ونیسی او بیا په ځا نګړی توګه د کندزله وکیلانو په جدی توګه غواړم چی نور که لږدولس غم درسره وی له خپلوکمشنکا ریو تیر شئ که رښتیا د ولس څخه بیا د ووټ هیله لرئ نود  کورنیوچاروپه  وزیراود کورنیو چارو په امنیتی معین ایوب سا لنګی چی دا ډلی ټپلی دده ، قا نونی او بسم الله محمدی  لخوا حما یه کیږی  فشارراوړئ  چی  دا د قا تلانو او غلو ډلی چی مو د قومندان میر عالم په مشری ګومارلی دي او د ولس وینی پری زبیښئ در ټولی کړۍ کنه په کندز کی د یوی لوی قومی جګړی د ډیر ژر پیلیدو په تمه اوسئ چی یو لوی انسانی ناورین به وزیږوی ، او هم می له تا سو ژورنا لستانو څخه هیله ده چی خپله انسانی دنده ترسره کړئ د کورنیو چارو کوڼ او ړوند وزیر او متعصب امنیتی معین او د محلی پولیسوویده  عمومی قومندان وپوښتئ چی آیا د کندز پښتانه ددی وطن اوسیدونکئ دي کنه ؟ که تا سو یی د سا تنی او ا منیت وس نلرئ ولس ته په ډاګه ووا یی  هما غسی یی چی د روسانو په وړاندی له ځانه دفا ع کوله د نظارشورا ددی قا تلینو په وړاندی له ځانه دد فاع وړتیا لری نوپریږدی چی له خپلوځا نونو دفا ع وکړی ، غواړم په ډاګه یی ووایم که پښتا نه له ځانه دفا ع کوی د طالبانو پنا مه  هم داردو هم د پولیسو هم د ملی امنیت اوهم د امریکا یا نو لخوا وژل کیږی په حقیقت کی د پښتنو په ځا نګړی توګه د شمال د پښتنو لاسونه اوپښی تړل شویدی او د نظا ر شوری قا تلین یی دوژنی لپاره ګومارل شویدی چی پخوا فهیم او اوس  د قا نونی بسم الله او ایوب سا لنګی لخوا یی ملا تړ کیږی ، له کرزی نه خو دخلکو هسی هم تمه نه کیږی ځکه هغه په ژوندونی مړ دئ .
د کندز پښتا نه اوسیدونکی نور د امنیه قومندان لدی ناروا کړنو تر پوزی راغلی دی او د لوی خونی او قا تل میرعا لم له ویری څوک آواز نشی ایستلای  ځکه په سبا یی وژل کیږی او بیا هیڅوک یی پوښتنه هم نکوی لکه هما غسی یی چی د کندز میشتو پکتیا والو قومونود ټولنی مشر وواژه دولت یی یواځی پړه په طا لبانو ورواچوله او دوسیه یی پدی توګه وتړله .
په پا ی کی یوځل  بیا هم د کورنیو چارو په وزیر داودزی غږ کوم چی د امنیی قومندان مصطفی محسنی اومیر عا لم له شره دی د کندز ولس په ځا نګړی ډول پښتانه خلاص کړی . 
     

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery