مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ساپی صاحب د ځان صفائي کوي


د ساپي صاحب په اصطلاح چې د وزيرګل محمد خان ناظران ليونيان شي او بيا د غرب په کوڅو کې خپل هر څه هیر کړي نو بیا کله نا کله د پخوا په یادونو کې داسي څه ووايي چې ټول پرې وخاندي ، ساپي صاحب هم یو له هماغه ناظرانو څخه دی چې پدې وروستيو کې په اپلتو سر شوي او که خپله دی هم خپلې ليکني لوستې وي وروسته به ئي پرې خندلي وي ‎، ځکه نو هم وروستي ليکنه ئي د خجالت او پښيمانتيا ليکنه وه ، هغه ليکلي دي چې زه حزب او الشيخ حکمتيار ته احترام لرم خو ځيني حزبيان .... !!!
د ځان په صفائي کې ئي هم ځان په تکليف کړي او ويلي چې زه خو ځکه اوس ږیره نلرم چې يو وخت ښاغلی حکمتيار ، عبدالرحيم نيازى،استادسربلندخان،استادنعمان خان هم ږیره نه درلوده !!!
هغه ليکوالي مقدسه وظيفه بولي او وائي د حزب اسلامي ليکوالان دې دده په هکله څه نه ليکي ، دی د يوه ليکوال قصه کوي چې دده سره میلمه وه او د کمونستانو د وخت مبصر ليکوال وه او دطالبانو د حکومت پر وخت يي هم همدا وظيفه وه ، طالبانو ورځيني غوښتي وه چې د حزب په خلاف څه وليکي خو هغه نه وه ليکلی ، ساپي خپل افتخار ګڼي چې افغانان ئې ندي وژلي او چا چې وژلي ځان نشي ښکاره کولی ، هغه وايي د حزب قیادت مجاهد او پښتون دی نو ځکه ئې په سپکاوي څه نه ليکم ، دی وايي ږيره ور د امریکا غلامي ته تسليم شول خو زما په شان ډير بي ږيرو يي په خلاف قرباني ورکړه !!!!
د ساپي صاحب ددې ليکنې او د نشر کونکي سايت په هکله مو خدمت ته دا څو ټکي وړاندې کوم :
• ما ته پخوا ملګرو ويل چې دلته يوه کنځل پاڼه د نن.آسيا په نامه شته چې د حزب د مجاهدينو څخه پرته د نړي په سر بل دښمن نه لري ، بيا تر ډيره زه د مصروفيتونو په وجه ونه توانيدم چې دا پاڼه وګورم ، خو چې کله مې وليد نو پوه شوم دا کومه اجیره ډلګې ده چې ګمارل شوی او خپل معاش ځانته حلالوي ، او د حزب ټکلو يي ځکه انتخاب کړی چې د حزب په ټکولو د اسلام هر دښمن څه ورکړي ته تیار دی ،  پدې هکله مې معلومات ترلاسه کړل ګمان مې په یقين بدل شو ، بیا مې وويل له داسې خلکو ګيله نشته ، که دا خلک د کومې عقيدې او فکرې خاوندان وي خو ښه دا چې د قطر ډالر ځانته حلالوي نو بيا يی ګناه نشته .
• د نن.آسيا سايت د اسلام اباد له پوهنتون فارغ شوي څوتنه په خپل ځان مین پر مخ بيايي چې د طالبانو د ضرورتونو او ددوي د خيښيو او روابطو پر بناء په طالباني صف کې يي فوق العاده رشد کړی او بیا د بخت مرغه دوی تر قطر رسولی ، او ځيني خو يي لا دلته دي يواځې قطر ته د اميدوار په توګه ليکنې کوي ، څو تنه يي چې زه پيژنم يواځې دومره یی ګرم بولم چې د حزب  احسان يي هير کړي ، نه يواځې ددوي د مسلمان پاتې کيدو بلکې دوی د ټولو کورنيو د مسلمان پاتې کېدو نعمت د همدغه جهادي صف د مشرانو په وسيله الله دوي ته نصيب کړي ، دا خو لا پريږده چې دډيرو تعليم هم د حزب په پنډغاړه کې شوی ، کورني يي د حزب په امکاناتو بسيا شوي ، او د ځينو کورني خو اوس هم د حزب د کمپ له نعمتونو استفاده کوي ، خو ريښتيا هم احسان فراموشه او ناسپاسه خلک دي ، دوي په حزب نه بلکې د خپلو کورنيو په مشرانو طعن او لعن وایی  ځکه ددوي مشران د حزب متعهدين ول ، زما ګيله د قطر په نامه د دفتر له هغو مسؤلينو څخه دی چې د الله نه څنګه شرم نه کوي ، خپل واقع ورته څنګه باطل نه ښکاري ، څنګه پدې ذلته باره ژوند کې اوس هم د مسلمان د عيبونو په لټه کې دي ، هره کرکجنه او مرداره خبره چې د حزب په خلاف لیکل شوي وي ولو که د هر چا له خوا وي دوي يي نشروي .
• د فدايي محاذ اصطلاح نه کاروم ، قطري مليشي نه وايم ، بلکې وايم په قطر کې د طالبانو معززو نماينده ګانو ، خپل عزت د الله په خوا کې ولټوي ، د مسلمان په تذليل کې مو عزت نشته ، د عزت فیصلي د آسمانونو څخه پورته کيږي ، د نن.آسيا لپاره مو د حزب له ټکولو پرته بله تګلاره غوره کړي ، کشران مو د مسلمانانو په توهين مه روږدي کوي ، خپلو ملګرو ته اسلامي اخلاق وروښآیی ، که تاسي د جهاد په داعيه کې مو ريښتيني اوسي حزب یواځنې مجموعه ده چې پدې داعيه کې درسره ملګری دی ، په افغانستان او نړي کې د مسلمانانو دښمنان شته خپل او خپل د قلم ژبې د هغو په خوا واړوي ، پدې به الله هم راضي شي او تاسي به هم عزتمن شي ، که نه د الله د نبی وينا ريښتيا ده ، د مسلمان د تذليل هڅه ذلت مو په نصيب کوي ، داسې ذلت چې پورته شوي جنډې مو پرې راکوزيږي او تاسې په هماغه دفترونو او کورونو کې ناست  داسې حيران پاتې کيږي !!!!
• ساپی صاحب په ژوند کې هم کوښښ مه کوه چې په خپله د ځان صفائې بيان کړې ، قرآن دا صفت د منافقانو بولي او ټولو ته دستور ورکوي: فلا تزکوا انفسکم هو اعلم بمن اتقی ـــ الله متقیان پيژني او د ځان په صفايي کې تکليف مه کوي .
• پخوانيو مشرانو د مبارزې په لمړيو پړاونو کې د الحاد د طوفاني څپو په وړاندې د جهاد هوډ وکړ ، نه يواځې دوي ږيرې پريښودې بلکه ستا په شان په ميليونو انسانانو کې د دين او دين داري احساس را ژوندي کړ او د ولس په غوڅ اکثريت کې الهي شعائر او نبوي سنتونه را ژوندي شول او الحمدلله تر نن په ولس کې د مسلمانانو د هويت تشخيص پرې کيدای شي ، تا ددوی په شان نه بلکه ددوي برعکس د مبارزې له ډګر د تيښتې او په شا کيدو پر مهال دي ځان له ږيري خلاص کړی .
• ليکوالي ريښتيا هم مقدسه وظيفه ده او پدې سره مسلمان بايد خپل داعيی ته دعوت وکوي ، خو بدبختانه ته خپله ددې شاهد يي چې ډيرو خلکو ستا د میلمه په شان له ليکوالانو اجيران جوړ کړي او شته داسي ليکوالان چې هيڅ فکر او عقیده نلري پرته له څه مادي امتياز ، نن هم ستا ملګري لکه چې پرون يي د کمونستان مبصرين او ليکوالان زمونږ په خلاف ګماري ول نن هم څو کلدارو ته وږي او قطر ته د تلو په هيله مست ليونيان زمونږ په خلاف ګمارلي او هغه څه ليکي چې د ليکوالي مقدسه وظيفه تر پوښتني لاندې راولي .
• ساپي صاحب ته په غرب کې اوسيږي ګرم نه يي چې د غربيانو شعار ورکوې ( بي ګناه افغانان وژل شوي )  بی ګناه افغانان خو د روس او امريکي مزدورانو ووژل چې ټوله دنياء پرې شاهد دی ، د حزب مجاهدينو هغه نا افغانان وژلي او ريښتيايي وژلي چې د افغان مظلوم ولس په وينو ئې لاسونه سره ول ، او که ستا منظور د کابل وروستي جنګونه وي نو پدې هکله خو بيا ستا قضاوت د غرب قضاوت دی ، او ته د یو غربي په توګه پرې ګرم نه يي .
• که ريښتيا هم تا د حزب قیادت او حزب ته احترام درلود نو د یو مسلمان په توګه ډير څه شته چې ليکنه پرې وشي او د اسلام او مسلمانانو خدمت او د اسلام ددښمنانو پرې مقابله وشي ، دا چې تا په دومره ډيرو مواردو  او موضوعاتو کې دا انتخاب کړي چې خپل مسلمان او مجاهد ورور پسي ليکنه وکوي نو معلوميږي چې یا په زړه کې خراب يي او يا هم چا غولولی يي .
• تا ويلي چې ږيره ور تسليم شول او بي ږيرو قرباني ورکړه ، دا دروغ ده ، محض دروغ ، الحمدلله په تيرو ديارلس کلونو کې زه د مجاهدينو سره پاتې شوی يم ، او يو له هغه کسانو څخه يم چې د جهاد او اسلام په خاطر مې د هر مجاهد مرسته کړې ، ستا د اند مخالف په روان جهاد کې هغو کسانو قرباني ورکړې چې په صورت او سيرت کې تر دوی ملتزم خلک نه ول ، زما د سلګونو شهیدانو څيرې اوس هم په ذهن کې دې چې هر يو يي په نبوي سیرت اوصورت مزین ځلمي ول نه ستا په شان غرب ځپلی ، زما د هغه فدايي انځور هم په سترګو کې دی چې د لندن څخه راغلی وه او په کابل کې فدايي وکړ خو څيره يي ستا په شان نه وه .
• په پاي کې ساپي صاحب درته د يو مسلمان په توګه نصيحت کوم تر دې چې خپل وخت له د مسلمان په تخريب کې  د شهرت او یا ثروت په ګټلو مصرف کې او خپله دنياء او آخرت خراب کړي په المان کې د يو بل کار او بار فکر و کوه او یا هم توبه وکوه او په پوره هوډ اسلام او مسلمانانو ته د خدمت په فکر د اسلامي امت د يوالي په لاره کې قدم واخله او ليکنې و کوه تر څو په دنياء او آخرت کې بريمن اوسې ، او که نه د څپيړي ځواب سوک دی .
                                                                              لیکونکی : منصور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery