مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د اسدالله خالد او عطامحمد نور ناسته دي د همږغۍ په معنا نه تعبیریږي!

امید پښتون

 

پرون د بلخ د والي عطامحمد نور پر فېسبوکپاڼه  د ملي امنیت د مخکني رییس اسدالله خالد، د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرارازق او عطامحمد نور یو ګډ عکس خپور سو چي ورته لیکل سوي ول:

( پس از چاشت روز جمعه در دفتر کارم در کابل میزبان آقایان اسدالله خالد رییس پیشین امنیت ملی و جنرال عبدالرازق قومندان امنیه ولایت قندهار، بودم.
در این دیدار با آنکه روی اوضاع جاری کشور، افزایش تهدید های امنیتی و تمرکز دشمن بر خرابی بیشتر اوضاع افغانستان، بحث نمودیم، دیدگاه های مان را در مورد بن بست ایجاد شده در روند انتخابات، نحوه تفتیش و باز شماری آراء، چگونگی ساختار و تشکیل حکومت وحدت ملی و مسایل مرتبط، بیان داشتیم.
تاکید هردو جانب بر شفافیت روند باز شماری، حمایت قاطع از آرای واقعی مردم افغانستان، پاسداری و حمایت دموکراسی و مردم سالاری و ایجاد حکومت مشروع از طریق تمثیل اراده حقیقی مردم افغانستان، متمرکز بود.)

دې عکس د ښاغلي خالد او جنرال رازق پر خلاف د پاکستان پلوه کړیو پلمه جوړه کړه؛ چا د جنرال رازق د استعفا ، چا د عطامحمد نور د سرکښیو او اخطارونو ، چا د دغو شخصیتونو د همږغۍ او ځینو د نورو تورونو ټاپې باندي ووهلې.

د خبریال په نامه یوې ویبپاڼي چي د پاکستاني میرویس نومي چي ځان افغان معرفي کوي لخوا چلیږي؛ تر ټولو لومړی دا خبره راپورته کړه. دوی دغه ښکاره خپور سوی عکس د راز په نامه ټولنیزو رسنیو ته معرفي کړ چي ګواکي دوی کشف کړی دی، په داسي حال کي چي دغه عکس زرګونو کتونکو خوښ کړی او بیا وروسته خپور کړی دی.
 ددغي پاڼي چلوونکي تر دې وړاندي لسګونه ځله د هیواد د ارزښتونو خلاف نشرات کړي دي، د هند او افغانستان د اړیکو د خرابوالي په موخه یې ډیري هڅي کړي دي، په ملي افغاني څېرو پسي یې ډېر وخت بد رد ویلي دي او که یې د چلوونکي بکګراونډ وکتل سي نو د ۲۰۰۴م کال څخه نیولې تر ۲۰۰۸م کاله یې په کندهار کي د برتانوي استخباراتو لپاره د مایکل سمپل تر مشرۍ لاندي ګڼې هیواد ضد چاري تر سره کړي دي.

زموږ ځوانان چي له لږ فکر او ډېرو احساساتو څخه کار اخلي دېر ژر د داسي دسیسو قربانیان کیږي. ځینو پاکزړو او هیواد دوستو ځوانانو هم په ټولنیزو شبکو کي پر دغه خبر خپګان څرګند کړی دی او یو و نیم ځای یې ښاغلی خالد او جنرال رازق غندلي هم دي.
غواړم دلته د دغه عکس او لیدني په هکله هغه معلومات چي لرم یې ستاسو شیریک کړم:

-د ښاغلي خالد، جنرل رازق او عطامحمد نور اړیکي ډېره اوږده سابقه لري، په لسیزو ګډ ژوند او مسوولیتونو یې ډېر وخت یو دبل سره مخامخ کړي دي چي ددې څخه انکار نه سي کېدای.د اوسنۍ ادارې په تېره څه باندي یوه لسیزه کي  هم درې واړه د هیواد په بېلابیلو برخو کي د ګډ حکومت لوړپوړي کارکوونکي ول.

-د پېژندګلوۍ او اړیکو پر بنسټ درې واړه په لسګونو وارونو یو دبل کورونو ته تللي دي، د ښاغلي خالد د زخمي کېدلو وروسته هم د عطامحمد نور پر پاڼه ګډ عکسونه خپاره سوي ول چي؛ عطامحمد نور د خالد کورته ورغلی وو. دا ځل چي عطامحمد نور د ملا تر علمیاتو وروسته کابل ته راغلی وو؛ ښاغلی خالد او جنرال رازق یې د روغتیا د پوښتني په موخه کورته ورغلي ول.

-په لیدنو کتنو کي اوس معمول دی چي پر روانو حالاتو او انتخاباتو به هم خبري کیږي؛ دلته هم پر انتخاباتو خبري سویدي خو د ګیلو په بڼه ؛ عطامحمد نور د ښاغلي خالد او جنرال رازق څخه ګیله کوله چي ولي یې د اصلاحاتو او همپالني د ټیم سره همکاري ونه کړه خو دوی بیا د ښاغلي نور څخه ګیله کوله چي ولي یې د بدلون او دوام تیم ملاتړ ونه کړ.

-په دغه ناسته کي پر هیڅ راز همکارۍ او سیاسي هڅي د همږغۍ ژمنه یا ایتلاف نه دی سوی او نه هم دا لیدنه د کومي سیاسي موخي سره وه، پرته د روغتیا پوښتني.  هغه هم د هغو پوښتنو په مقابل کي کي چي تر دې وړاندي عطامحمد نور د خالد صاحب د ناروغۍ په وخت کي کړي وې.
 
 نو کله چي سیاسي مشران، دولتي همکاران، پخواني اشنایان او په اوس وخت کي انتخاباتي حریفان سره ویني او کښېني؛ دا ناستي دي په ایتلافونو نه تعبیریږي، هغه هم په داسي بڼه چي هغو هیڅ نه وي ویلي یواځي عکسونه خپریږي.

موږ باید د ډېر فکر او دقت څخه کار واخلو؛ د خپلو شخصیتونو په هکله د تخریبي څرګندونو سرچینې وپلټو او پرېنږدو چي دا یوڅو تنه رښتیني خدمتګاران مو هم د پردیو په خولو بدنامه سي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery