مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بیاهم د پاکستاني رسنیو په جواب کي!

 

 

د خبریال ویبپاڼي مشر چي د څو کالو راهیسي د زرغونې فریال په مستعار نامه او یوې پاکستانۍ نجلۍ په دلخراش عکس سره خپل نظریات خپروي؛ فکر کوي چي لوستونکي یې د لیکني د انداز او پاکستاني افکارو څخه نه پوهیږي چي دا پخپله میرویس افغان دی. زه چي یې لیکني لولم نو حیرانېږم چي میرویس فریال او که زرغونه افغان یې وبولم. په هر حال دغه مشکوک جنسیت میرویس فریال زرغونه افغان ته؛ او همدارنګه نورو درنو لوستونکو ته غواړم یو بل وضاحت وکړم.


کله چي زموږ د هیواد حالات ډېر حساس سوي او اولس په کومه موضوع کي په عمومي ډول ښکېل سوی دی نو زموږ دښمنانو هڅه کړې ده چي ذهنیت بلي خوا ته سوق کړي او موږ پر خپلو چارو تمرکز ته پرېنږدي. لکه څو کاله وړاندي چي د افغانستان او هندوستان اړیکي مخ پر پیاوړي کېدو سوې او د دواړو هیوادونو اولسونو هم علاقمندي درلوده چي یو بل ته نږدې سي؛ په هغه وخت کي زموږ تر منځ او ددغو دواړو هیوادونو دښمن هیواد پاکستان زموږ د ایتلاف څخه په ویره کي سو نو یې زموږ د اړیکو جوړېدلو زمینه له منځه وړل غوښتل، په کابل، ننګرهار او ځینو نورو سیمو کي یې پر هندي استازولیو بریدونه وکړل، مضرو شایعاتو خپرولو ته یې مخه کړه او د همدې مشکوک جنسیت میرویس فریال د ویبپاڼي د لاري یې په لندن کي د پاني پت د جګړې څېړلو سیمینار ترتیب کړ، چي له یوې خوا هندوانو ته په پېغور ور په یاد کړي چي افغاني لښکرو هلته څه کړي ول او له بلي خوا پښتنو ته وښيي چي پاني پت په اصل کي د افغانانو د هلاکت سبب سو او هندوانو په زرګونو پښتانه ووژل . دغه ګام زموږ د بهرنۍ پالیسۍ او ډیپلوماټیکو اړیکو بالکل پر خلاف وو، خو په دې توګه زرغونې افغان غوښتل چي زموږ ذهنونه بلي خواته واړوي.


دا مهال چي زموږ هیواد تر خورا نازکو سیاسي تحولاتو تیریږي او زموږ ذهنیت یواځي زموږ د ټاکنو اړوند زموږ پر ملي ارزښتونو متمرکز دی؛ دا شبکه یو ځل بیا غواړي چي زموږ د اولس پام بلي خواته واړوي.


دا پلا چي موږ ګورو د دغي شبکې هڅه د ډاکټر اشرف غني د ملاتړو پر ځپلو ده. څه موده تر مخه یې د ډاکټر اشرف غني د توهین په موخه یوه لیکنه خپره کړې وه ، چي پکي یې پر هغه د قدرت د وږي ټاپې وهلي وې او عنوان یې وو   ( زما نوم صدراعظم ولیکئ) تر دې وړاندي که یې د قیوم کرزي په ملاتړ هرڅه چټیات او جعل کړی وو، هغه هغومره موثر نه وو. خو څو ورځي ترمخه چي یې د ډاکټر اشرف غني د ډیرو قوي ملاتړو اسدالله خالد او جنرال رازق په هکله د عطامحمد نور د صفحې څخه اخیستل سوی عکس د خپلو کشفیاتو په نامه د یو شمېر تورونو سره خپور کړ بیا یې تخریبي پروژه اخیستې ده.


که د ډاکټر اشرف غني او د هغه د څو نږدې ملګرو څخه پوښتنه وسي؛ هغه به په ډېر شرف ووایي چي اسدالله خالد او جنرال رازق یې ملا تړلې ده او د بریا چانس یې همدغو مشرانو ممکن کړی دی. دا هغه شخصیتونه دي چي د عبدالله او عطامحمد نور غوندي لسګونو کسانو یې تر انتخاباتو مخکي لسګونه ځله کورته ننواتې ور وړې ده چي ملګرتیا یې وکړي خو دوی تر هر څه ملي ارزښتونو ته ژمنتیا څرګنده کړه او د ټاکنو په ورځ یې د اشرف غني ملا ور وتړله.


اشرف غني احمدزی نه یواځي دا چي د اسدالله خالد او جنرال رازق څخه پوره ممنون او د احسان یې مرهون دی؛ بلکي د خپل حکومت په جریان کي یې ورسره د ښې ملګرتیا ژمنتیا ته ځیګر ټکولی دی.


په اوسنیو حساسو شرایطو کي که د عطامحمد نور اخطارونو ته وکتل سي نور هیڅ نه دي بې له واک غوښتنو او سیاسیي چنو او فشارونو څخه. میرویس فریال دغي موضوع ته هم داسي لمن وهي لکه عطامحمد نور چي ورته ویلي وي، خو بیرته ددغسي زورواکانو په وړاندي به د اشرف غني احمدزي او هیوادوالو ملا هم همدا اسدالله خالد او جنرال رازق ور تړي.


اسد الله خالد او جنرال رازق هغه بانفوذه مشران او د اشرف غني طرفداران دي چي د عطامحمد نور او عبدالله د ډلي ویره ځني کیږي، خو د پاکستاني پلوه کړیو او شمال ټلوالي هڅه اوس دا ده چي څنګه دا شخصیتونه د پښتنو په منځ کي بد وښيي تر څو د دوی په وړاندي کمزوري سي.


ټولو درنو لوستونکو ته مي هیله ده چي د پاکستانیو ارزښتونو د مدافعینو تر نظرونو دي بیخي تېر او د خپلو ملي ګټو په هکله دي محتاط اوسي.


امید پښتون

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery