مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د خپلواکۍ ساتل د ملت او دولت ګډه دنده

لیکنه : د اجمل عالم زی

ځای : کابل
نیټه :۲۷/۵/۱۳۹۳


زه دا نه وایم چې دا زما تحلیل دی، بس دومره به ووایم چې زموږ د مشران باور او د تاریخ یوه برخه ده.
پیړۍ یوه نیمه مخکې د وخت د ستر ښکیلاکګر انګریز ځواک هڅه دا وه چې د نورې نړۍ په څیر په افغانستان او هند کې خپل نفوذ پراخ او په دې توګه د منځنۍ اسیا په ګډون له ټولې سیمې ګټه پورته کړي.
کله چې تزار روسیې او بیا وروسته شوروي اتحاد د انګریز دا نیت درک کړ، نو دوی هم افغانستان او له دې لارې د سویلي اسیا هیوادونو ته ځان رسول خپله ستره موخه وګرځوله. د ګټو پر سر دغې سیالۍ انګریزانو ته هم دا ویره پیدا کړې وه، او تل یې هڅه کوله، چې له روسیې سره د مخامخ کیدو او له خپل اصلي ټاټوبي زرګونه کیلو متره دې خوا د ټکر مخه ونیسي. انګریزان پوهیدل، چې د افغانستان له لارې د اسیا جنوب ته د ځان رسول د مسکو یوه نه پریښودونکې هیله ده.
د عبدالرحمن خان په لاس په تاج التواریخ لیکل شوی کتاب کې هم دې مسلې او د روسانو دغې لیوالتیا ته په وار وار اشاره شوې، چې زه یې نور جزیاتو ته نه ځم .
خو کله چې په افغانستان کې د ازادۍ غوښتلو مبارزه پیلیږي، نو انګریزان ډیر ورخطاکیږي. د دوی ورخطایي له درو اړوخونو وه. لومړی دا چې د دوی او روسیې ترمنځ بیلوونکی افغانستان به یې په بشپړه توګه له کنټروله ووځي. دویم دا چې که یوځل د افغانستان او په مجموع کې ددې یسمی خلک ویښیار شول، نو دوی بیا هڅکله هم خپلو شومو اهدافوته نه رسیږی او دریم دا چې دا مبارزه نور ویده ملتونه هم راویښوي او همداسی هم وشول . د امیر امان الله خان او د ده د سنګر د ملګرو مبارزه او د خپلواکۍ ترلاسه کیده د دې باعث شو چې هند هم د خپلې ازادۍ مبارزه پیاوړې کړي. خو که تر هغې راورسته تاریخ ته وګورو نو دا خپلواکي افغانستان ته په ډیره لوړه بیېه پریوته. زموږ سپین ږیري وايي چې د انګریز کینه د اوښ کینه ده، خو زه فکر کوم چې دا د کینی موضوع نه بلکی د دوامدارو ګټو مسله ده. په دې مانا، چې انګریزانو د افغانستان خپلواکي ظاهرآ ومنله خو د خپلو ګټو د پاللو مبارزې ته یې دوام ورکړ.
دا ځل د انګریزانو مبارزې بله بڼه خپله کړه، د افغانستان په قبایلی سیمو کې په پیسو ملایان واخیستل، د ملا په جامه کې یې خپل اجنټان راولیږل ( چې ټول په پښتو او دری ښه پوهیدل او په دیني امور کې هم پوره بلد ول). د دوی له لاری د افغانستان هغه پاړکی تحریک کړ چې پوهه یی کمه وه. ویل کیږی چې د شپی به همدغو اجنټانو او ملایانو په لوډسپکرو کې چې د نن په څیر عام او پرمختللی نه ول او خلکو نه پیژندل د الله اکبر ناری وهلې او سهار به بیا همدغو ملایانو عام خلک پارول چې دا غیبي نارې په دې خاطر وې چې پاچا مو کافر شوی او په همدی توګه یې په څو کلونو کې خلک د خپلواکۍ د اتل پاچا پسې راپورته کړل، له همغه ورځې راوروسته افغانستان له بیلابیلو بدبختیو سره مخامخ دی.
د محمود خان اڅکزی پلار عبدالصمد خان په خپل یو کتاب کې لیکی چې (زه ډیر ځوان وم خوکله چې خبرشوم چې امیر امان الله خان خپل وطن پریږدی نو غوښتل می چې مخی ته ورشم او مخه یی ونیسم او قناعت ورکړم چې زه به پښتانه مشران له سویل او ته له قندهاره له ځان سره ملګري کړه، چې بیرته خپلې پاچاهۍ ته دوام ورکړې خو له دی وطن څخه مه ځه. هغه وایي زه پوهیدم چې که امیر امان الله له دی ځای ووت نور دا وطن نه جوړیږی. صمد خان وايي کله چې زه ویش ته ورسیدم انګریزان زما په نیت پوه شوي ول او زما مخه یی ونیوله او راته ویل یې چې خان صاحب موږ په تا شک لرو او زه یې ترهغه په ویش کې بندی کړم چې امیر امان الله خان له بحرونو وواښت. بیا یې را ته وویل چې بښنه غواړم موږ اشتبا کړی وه او پریښودم )
انګریزان پوهیدل چې که امیر امان الله خان په دی وطن کې څه موده نور پاتې شي دا خلک پر هرڅه پوهیږي بیا دوی ترینه د روس په وړاندې او نورو اهدافو لپاره ګټه نه شي پورته کولای.
انګریزانو په دې باندې بسنه ونه کړه او خپلو شومو اهدافوته یی د تاریخ په اوږدو کې ادامه ورکړه او کله چې هند هم ترې خپله خپلواکې اخیسته نو دوی د پاکستان په نامه ځینې سیمې، چې د افغانستان د خاورې ستره برخه هم پکې وه، ترې جلا کړه. انګریزان پوهیدل، چې دا به په ټوله سیمه کې د دوی د ګټو د خوندي ساتلو او په راتلونکې کې د پښو د ځای لپاره یوازینۍ ملک وي.
دوی له سیمې ووتل، خو د جنوبي اسیا پر لور یې د شوروي اتحاد د پرمختګ د مخنیوي لپاره د پاکستان په نوم یو فولادي کمربند رامنځ ته کړ. دوی په پاکستان کې د شنه کمربند تر نامه لاندې د ۴۰ زرو مدرسو جوړولو استراتیژیک پلان جوړ او تکمیل کړ. دی ټکي ته ډاکتر نجیب په خپل وخت کې څو ځلی اشاره کړې چې (پاکستان د باروتو په بوجی ناست یو هیواد دی او یوه ورځ نه یوه ورځ به انفجار کوي )
انګریزانو په دې توګه د اسیا له سویل سره د روسانو زړې لیوالتیا ته په کتو هغوي په غیرمستقمآ ډول وهڅول، چې یو ګام راواخلي او افغانستان ته راننوځي.
کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه له همدغو مدروسو یې کار واخیست د افغانستان او روسیې پر ضد یې د سوند د توکو په توګه ګټه ترې واخیسته. پاکستان هم د خپل ایجادیدو په موخه او په دې ستره لوبه کې پر خپل رول ښه پوهیده او تر ننه په دې ستره پروژه کې خپل نقش په ډیره مهارت او کامیابۍ پر مخ بیايي.

انګریزان د پاکستان له لارې د سیمه په اړه په خپلو ټولو اهدافو کې ډیر بریالی و او په دې ستره لوبه کې ټول لویدیځ او خصوصآ امریکا هم ورسره ملګرې شوه، ځکه دوی ټولو د پخواني شوروي اتحاد او کمونیزم پراختیا د ځان په زیان بلله. که په دې ستره لوبه کې د پاکستان نقش ته راشو نو دغه هیواد ته خدای ورکړه، ځکه پیسې او وسلې د لویدیځ، بشري ځواک تر ډیره پخپله د افغانانو او د پروژې پلي کیده د دوی.
که لویدیځ به د یوه مشخص ځای د ورانولو او یا د یوه مشخص کس د وژلو لارښوونه وکړه، نو پاکستان به د دین د پتنګانو په وسیله سلګونو ځایونه ویجاړ او په زرګونو انسانان د مرګ کندی ته ورټیل وهل.
ټولو ته معلومه ده چې دا لړۍ تراوسه روانه ده او هروخت چې د پاکستان زړه شي، لویدیځ په برکت له ترلاسه کړو غلامانو کار اخلي، جنګ جګړې ته دوام ورکوي او افغانستان د سر پورته کولو ته نه پریږي.
که اوس راشو پخوانيو او اوسنیو جهادیانو ته، چې د جهاد لاپې شاپې وهي او ځان وطن ته صادق بولي، نو د دوی یوه ادعا هم د منلونه ده، ځکه نه دوی هغه مهال د اختیار ول او نه هم اوس. د ډاکتر نجیب د سولې له پروګرام سره تر پایه مجاهدین یوځای نه شول او د مالومه ده، چې ښايي د کرزي د سولی پروګرام سره هم تر اخیره نه یوځآی کیږي. همدا د اوسنیو او پخوانیو جهادیانو د بلواکۍ ستر دلیل او ثبوت دی.
د وروستیو کلونو حالات او تحولات څرګندوي، چې د دې سیمې په اړه د انګریزانو او امریکایانو اهداف اوس هم نه دي بدل شوي او دوی اوس هم پاکستان ته د هماغې زړې پروژې د بشپړیدو لارښوونه کوي، که داسې نه وای، ښايي دوی په خپل واک او خپل زور ایجاد کړی هیواد (پاکستان) له هر ډول خپلسریو راګرځولی وای، او یا یې لږ ترلږه مرستې پرې درولې وای.
که نتیجه ګیرۍ ته راشو نو دا لوبه او حالات به تر هغه دوام کوي، چې د سیمې په اړه د پورته یادو شویو زبرځواکونو سیاست تغیر نه وي کړی او یا د سیمې ټول ویده قومونه راویښ شوي نه وي. اوس دا د دولت ستره دنده ده، چې خپل ټول پام د خلکو په راویښولو، باسواده کولو او اقتصادي وده ورټول کړي، ځکه یو دولت له ویښ ملت پرته نشي کولای خپله خپلواکي وساتي.

په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery