مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د طالبانو د سولې استازې په کابل کې

 

ليکوال او شنونکی : نظرمحمد مطمئن

دا خبره نو اوس ځینو نا خبره افغانانو ته په یقین بدله شوې چې د طالبانو له استازو سره د افغان حکومت بېلابېلې کړۍ او د سولې شورا په نږدې تماس کې ده.

د سولې شورا ځینې غړي ځینو مهمو سفارتونو ته ورغلي ، سفیرانو ته يې ويلې چې زموږ د سولې هڅې نتیجې ته بیخې ډیرې نږدې شوې، د طالبانو د رهبري شورا، د طالبانو دمشرانو او قطر دفتر سره مو اړيکې ټينګې کړي، خبرې ښې پر مخ رواني دي، موږ د خبرو د غزیدو او پايلې له پاره بوديجې ته اړتيا لرو، د سفیر سره تر خبرو وروسته د نورو پيسو د غوښتلو پروپوزل هم د سفیر پرمیز ورته کيږدي.

کرزی صاحب د خپلو پلويانو په خوله مهمو سفارتونو ته پېغام ورکوي چې طالبان په کرزي اعتماد او باور لري، کرزي د طالبانو بنديان خلاص کړل اوس اعتماد جوړونه شوي، د کرزي خبرې د طالبانو له مشرانو او په ځانګړې ډول قطر دفتر سره ډیرې مثبتې رواني دي، د قطر دفتر د کرزي خبرې مني او انتظار دي چې که کرزی په واک کې پاتې کيږي طالبان به هم په حکومت کې شاملیږي.

ډاکټر اشرف غني او پلويان  يې وایې چې نه يواځي د قطر دفتر بلکه د طالبانو له مشر ملامحمد عمر آخند سره يې هم اړيکه ټینګه شوي، او د طالبانو د رهبرې شورا کسان خو يې وار له مخه په اعتماد کې اخستې دي.

د کرزي او سولې شورا د ځینو غړو خبرې هغه وخت ګرمې شوي چې د پاکستان د فشارونو له امله د طالبانو د ځینو غړو بې وسلې کورنیو چې مخکې هم په سیاست او نظامي برخه کې فعال نه ؤ، ددي پرځای چې د پاکستان زندان ته ولويږي ښه يې وګڼله چې خپل هیواد ته راشي، که بندي کيږي او يا بیا د هیواد څخه بل ځای ته وتلو چانس او لاره پيداکړي، همدې ته يې ترجیح ورکړ ه، د ببرک ځدراڼ تاریخ يې يوځل بیا راژوندی کړ، افغانان که خپلو منځوکې يو بل وژني خو د سختې په وخت کې بیا هرڅه هیر او يو دبل ننګه کوي.

اکرم خپلواک د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر هم په ناستو او ملجسونو کې وايې چې د طالب مشرانو کورنۍ په افغانستان کې دي، هغوی سره موږ اړيکه لرو يو پر بل اعتماد لرو، مګر اصل خبرې څخه بهرنيان او په کور دننه ډیری افغانان نه دی خبر چې د پاکستان د فشار له امله يوه کورنۍ په شپه کې افغانستان ته راځي ، د خپلو قریبانو ځای ته ځان رسوي، بند مني، مرګ مني، او داتمه هم لري چې ممکن د پښتنې غرور له مخې له موږ سره افغان چارواکې بد وضعیت ونه کړي، همداسي وشول، هغوی ډیر ژر بیرته له افغانستان څخه ووتل. مګر د سولې ترنامه لاندي خلک يې اوس له همدې سیاسي مجبوریت څخه ګټه پورته کوي او د پيسو اخستلو پروپوزلونه د بهرنيو هیوادونو سفیرانو ته وړاندي کوي.

نړيواله ټولنه په تیرو کلونو کې څو ځله د افغان چارواکو او ځینو هیوادونو له خوا وغولول شوه، د طالبانو په نوم يې ډیرې پیسې او پروژې درواغ شوې، او ځینو افغانانو خو د همدغو جعلي د سولې د استازو له کبله خپل سرونه پکې وبایلل.

اوسمهال چې هیواد له يو خورا بد کړکیچن حالت سره مخ دی، دطالبانو ، اسلامې حزب او افغان حکومت دروغجن د سولې استازې دومره زیات شوې، چې هر ځای پر دي بحث کيږي سوله ډیره نږدې شوې، اسلامې حزب خو پرته له شکه راځي، طالبانو هم سر ښورولی، که ډاکټر اشرف غنی احمدزی ولسمشر شي نو ډیر ژر به سوله هم وکړي.

ځينې خلک چې د خبرو په اړه ژور فکر نه کوي، د ډاکټر اشرف غني له خولې دا خبره هم کوي، چې کله واک ته ورسيږي سمدستي به يو طرفه اوربند کوي، د طالبانو سياسي بنديان به ټول خوشي کوي، طالبان به په واک کې ورسره شریکوي، او د طالبانو له مشرانو سره به مخامخ خبرې کوي.

خپله غني وعده کړي چې درې مياشتي به په امنيتې ادارو (دفاع او داخله وزارت او ملي امنیت) کې بدلون نه راولي  په خپل حال به پاتي وي، بیا به د کوم قوت له مخې غني يو طرفه اوربند کوی، بل داچې د افغانستان په اوسنيو شرایطو کې يو طرفه اوربند ډیر ستونزمن دی، اصلاُ شونی نه دی.

د سیاسي بنديانو خلاصون اوسمهال هغه هم  داسي ژر د غني تر وس پورته خبره ده، شمال ټلواله چې لا هم ځواکمنه ده او په راتلونکې حکومت کې به ځواکمن وي، هغوئ به يې مخنیوی کوي، امريکا به هم ددغه کار سره موافقه ونه کړي.

داچې غني به په حکومت کې طالبان او اسلامي حزب ته ځای ورکوی، د ملي يووالي حکومت به جوړوي، د اسلامي حزب ډیری پخواني غړي ورسره عملاُ شته، قطب الدين هلال، وحیدالله سباوون، جمعه خان همدرد، قاضي آمين وقاد او داسي نور...

ځينې شنونکې په دي باور دي چې د راتلونکې حکومت د طالبانو څخه هدف ممکن ملا معتصم آغاجان وي، هغه ته به ژمنه ورکول شوې وي يا به هڅول کيږي چې راتلونکې حکومت کې به د طالبانو په استازيتوب ګډون کوي، ځينې  سياسي مشران دا خبره هم کوي چې ملا معتصم آغا جان اوسمهال په کابل کې ميشت دي. ولي خپلواکو او ازادو رسنيو دغه خبره نه ده تاید کړي.

ډاکټر غیرت بهیر هم ویل کيږي چې کابل ته راغلي، د حکمتيار صاحب بل زوم همایون جریر هم په کابل کې دی، که راتلونکې حکومت وتوانیږېچ چې د حکمتيار اسلامي حزب په استازيتوب بهیر او یا جریر، د طالبانو په استازيتوب ملامعتصم آغا جان په حکومت کې  ورګډکړي، نو غني بیا ځان ته حق  ورکوي چې  ووایې د ملي يووالي حکومت دی، ټولې ډلې پکې شته.

  د سولې له پاره لاهم رښتونې ژمنتيا نه لیدل کيږي،  د سولې جعلې استازې او ډلې ایسته دورې ګرځي، يا خو ددې له پاره چې پیسې له دي لارې لاسته راوړي او يا ممکن ددې له پاره چې د خلکو په منځ کې دغه خبره ډیره تبلیغ شي چې طالبان د کرزي او غني سره سولې ته حاضر شوې او راځي.

بل خوا د طالبانو اصل سرچينې بيا وایې چې کرزی يو لاسپوڅی واکمن ؤ د سولې د خبرو صلاحیت او واک يې نه درلود، راتلونکی حکومت چې د غني او عبدالله به وي، هغوی به هم خپلواکې او ازادي ونه لري، او دسولې د خبرو واک  او صلاحیت به ونه لري، د طالبانو سرچينې وایې چې موږ باید تر ټولو لومړی د افغانستان د اشغال مسئله له امريکا سره ختمه کړو، افغان چارواکو ته د لاسپوڅو په سترګه ګوري، وايې هغه وخت به د افغان لوري سره خبرې کوي کله چې د امريکا سره خبره يو طرفه کړي.

د سولې اړوند تر ټولو حياتې مسئله د امریکا او افغان حکومت تر منځ د امنيتې تړون لاسلیک دی، د غني او عبدالله پلويان وايې چې کله يې مشر واک ته رسيږي سمدستي به امنيتې تړون لاسلیک کيږي، معلوميږي چې راتلونکې حکومت هم حقیقي سولې ته ژمن نه دی.

زما په آندد سولې ټول په کور دننه او بهر هغه جريانونه چې د امتيازاتو اخستلو له پاره رامنځته شوې دوی هم په يوه خطاء کي دي.

طالبان هم انسانان دي، ددې جامعي خلک دي، هغوی ډیر متواضع او خاکساره خلک دي، که هر افغان او مسلمان سړی ورسره د لیدلو غوښتنه وکړي هغوئ يې نه ردوي، مګر ځينې کسان چې له طالبانو سره د عادي لیدنو څخه هم ډرامه جوړوې، چې کابل يا بهر ته ولاړشي وایې چې له طالبانو سره ما دسولې خبرې کړي هغوئ زموږ په منځګړيتوب خبرو ته حاضر دي.

دهر طالب سره لیدنه د  سولې ډرامه له ځان سره لري، او د طالب له لیدنو څخه خلک ناسمه ګټه پورته کوي، موږ باید په هغه چا باور وکړو چې هغوی عملاً د طالبانو د مشخصو سياسي استازو چې په قطر کې میښت دي اړيکه ولري، يواځي اړيکه هم د سولې په معنی نه ده، طالبان په کوردننه خپلوان لري، د خپلوۍ رښته لري، که د يو چا د  جوړ او ناجوړ پوښتنه کوي، يا ورسره په لیري پرتو سېمو او يا بهر کې په میلمستيا کې په خپله خوښه او يا ناخبره ډول ګډون کوي، آیا دا ددي معنی ده چې دوی د سولې له پاره چمتو دي؟ او دهمدغه ناستو خلکو منځګړيتوب مني؟ نه هیڅکله هم نه

تر کومه چې زه معلومات لرم، داسي ډله او ګروپ هم شته چې هغوئ کولای شي د طالبانو او په کور دننه د سياسي ډلو او شخصیتونوتر منځ يواځي د پېغام رسولو او خبرو ته زمينه مساعد کولو توان لري، هغه ډله کرزي صاحب هم پېژني، شمال ټلواله او دواړه نوماندان يې هم پېژني، داچې دغه ډله دافغانستان د رښتونې خپلواکي او رښتونې سولې او امنيت له پاره کار کوي، په هیواد کې د بهرنيانو د شتون مخالفت کوي، له دي امله له همدغې حقیقې ډلې سره هم د سولې دښمنان ستونزه لري، تخریب  کوي يې، ځکه چې ددوی د پيسو پروپوزولونه به بيا نه منل کيږي.

په دي هیله چې افغان سياسي ډلې او بهرنيان نور تش د سولې په شعار ځان او افغان ولس  او نړيواله ټولنه ونه غولوي، ددي پرځای چې د سولې له پاره خنډونه جوړ کړي، ښه به وي چې په رښتونې ډول د سولې له پاره لاس په کار شي، يو سولئیز او امن افغانستان د نړۍ او سېمې په ګټه دي، نا امن او له ستونزو ډک افغانستان د نړۍ او سېمې په زيان هم دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery