مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-19   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دخپلواکۍ دبيا ترلاسه کولوياد دي ابدی وي

حبيب الله غمخور
درنو هيوادوالو! متاسفانه زموږ دولس سياسي اوټولنيز ژوند داسي حالت ته راغلی چي خپلواکي رانه هېره سوېده . دټولوملي اوټولنيزوناخوالوسره بياهم ځانته داحق ورکوم چي دشهيدانواوکورنی تاوتريخوالي دناورين پر لمڅی ناستو کړېدلوکورنيو اوهيوادوالوته دملي او افغاني غروردهسک ساتلواودرناوی په موخه دهغوي دچيغو،غلبلو، کرږو اوساندونه په ډکه غمجنه فظاکښي دې سرکښ اونه ماتېدونکی ولس ته دخپلواکی ترلاسه کولوخاطرې اوددې تاريخي اونه هېرېدونکی افتخارمبارکي وايم . دغازي امان الله خان اوافغان ولس دخپلواکی دترلاسه کولودملي مبارزې اوشهامت ياد دي ابدي اوتل پاتی وي . سږ کال يو ځل بيا افغان کړېدلۍ او زوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کو لو نه هيريدونکې خاطره د۹۵ ځل لپاره په خپلو يا دونو کي را تازه کوي . تاريخ ددې شاهد دۍ چي دا مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يو زبرځواک ته هم دغلامۍ اوتسيلمی سر نه دۍ ټيټ کړی . که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ چي کله دنړۍ هر غاصب اوزبرځواک غوښتي ددغې سيمې پر ولسونو تيرۍ وکړي اودلته خپل سياسي نفوذ اواعتبار ژوندی وساتي هرو مرویې زموږ پاکي خاوري ته يو ځل خپل کرغيړن مخ را ښکاره کړی دی . دا چي بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت پزه یومږه په مځکه ورمښلې، تاريخ شاهددی . دافغانستان په څوزره کلن تاريخ کښي دنړۍ دمختلفو هيوادو اودهغه زمان دزبرځواکوتر يرغلونو وروسته پدې ورستی سليزه کي زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي انگريزي استعمارگرو يوځل شورويانو اوترهغو وروسته دافغاني وسله والوډلوترنامه لاندي پاکستان او ايران په يوه گډه پروسه کي پرافغانستان تيری کړی ،ددې تيری اولاسوهنې پروسه ترنن پوري راغځېدلې ده . دوي هڅه کړې چي په يوه اوبل نامه زموږ په پاکه خاوره کي دخپل سياسي حاکميت دټنگولو لپاره له ټولوسياسي ،فرهنگی ،مذهبی اړېکو اوټولنيزامکاناتونه استفاده وکړي .ديادولووړ ده چي له نېکه مرغه يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چي خپل بشپړ سياسي واک زموږ پر خاوره تل پاتی وساتي . د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړه چي دافغان ولس دبې ساري قربانيواوشهامت په پايله کښي بريالی پاي ته ورسېده اودابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان ميړني ولس دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان تر مشری لاندي دپاي ټکۍ کښيښول سو. که څه هم دتاريخي لاسوندونوله مخې افغان ولس دامير حبيب الله خان دسلطنت په دوران کي دا پرېکړه کړې وه چي انگريزان به له خپله هيوادنه شړي ،خو دا پروسه هغه وخت نوره هم غښتلې اوبريالی شوه کله چي دغازي امانالله خان دملت مشری پر غاړه واخيستل. دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د۱۲۹۶ ل کال دحوت په نهم دکابل دښار د عيدگاه په لوي جامع جومات کي جوړي شوي لويي غونډي په طرځ کښي دځانگړو مراسموپه ترسره کولوسره دځوان دامان الله خان پر سر ده پاچاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټې نه هغه دافغانستان پاچا اعلان شو . دافغان دې وياړلې بچی امان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکې داتاريخي اونه هېروېدونکي خبري وکړې ،هغه وويل : اول : زه دافغانستان ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چي ما دا تاج دافغانستان دداخلي او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود ،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينو خلکو نه داده چې تاسو پدي لار کي زما ملاوتړۍ او زما سره مرسته وکړۍ . دوهم :زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم . دريم : دافغانستان په اوسني شاته پاته ټولنيز او اقتصادي نظام کښي به نوي اومثبت تغيرات راځي . امان الله خان دانگريزانو پر خلاف دکابل دښار اوسيدونکو اونوروافغانانو ته دانگريزانو دشومو اهدافو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاوره تر خپلي استعماري سلطې لاندي وساتي په وار وار تاريخي ويناوي کړي او افغان ولس يې دانگريزانو پر خلاف دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر ملي مبارزې ته رابللۍ دئ . هغه دکابل دښاريانوپدې لويه غونډه کي دا وينا چي اوس دهر افغان پر ژبه ده ،چې زه ځان او خپل هيواد په کوردننه اوبهرکښي آزاد او خپلواک اعلا نوم . پسله دېنه موږ دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او خپلواک هيواد يو؛ هيچاته به په هيڅ ډول دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس وهني او مداخلې ته زړه ښه کړي ؛او که څوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره ورپرې کړم ،اوخپله توره يې له تېکي راويستل ، مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست وو، واړاوه او ځيني ويې پوښتل : پوه شوې چي ما څه وويل ؟ هغه په ډيره وارخطايي سره وويل: بلې صاحب ! پوه شوم . داوه هغه وينا چي دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نر، ټول له يوه سره په زاياته ميړانه او صداقت دپر وطن اوخپلواکۍ مين افغان پاچاشاه امان الله خان شاته ودريدل . پسله هغه چي انگليسانو په يوه او بله بهانه دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول ،او سياسي مانورونه يي اجرا کول ،امان الله خان دافغان ولس په ملتيا دانگيزانو پر ضد خپل سياسي فعاليتونه ورځ په ورځ پياوړۍ کړه. او د۱۹۱۹ زکال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو قومونو څخه ۶۰ زره نفرپه هغه وسله چي دانگرېزانوپه لمړۍ او دوهمه جگړه کي له دوي نه دتيښتي په وخت کي پاته شوې وه وسله وال کړه اودڅلورزره توپچی ځواک په گډون ئې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او جنوب غربي جبهو (محاز)په لور ي دانگريزانو سره ددريمې اووروستي پرېکنده جنگړې ډگر ته ولېږل . دې ميړني ولس دانگريزانو ((۷۵۰ ))زره کسيز تربيه شوی اوتر غاښوپه وسلو سمبال پوځ ته چي دهوا له لاري ئې دپوځی الوتکو لخواملاتړ کېده داسي تاريخي ماته ورکړه چي دماتي افساني يې دنورو تيري کوونکوبهرنيانو لپاره تر اوسه بايد دعبرت درسونه و ي . دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه ير غلگراوځبېښاک گر ځواک چي دزبرځواکی په قلروکښي ئې لمر نه ډوبېده تاريخي ماته ورکړه اوهغوي ئې مجبورکړل چي دافغان ولس تاريخي اومنلی حق يعني خپلواکی په رسميت وپېژني. دافغان ولس دبې ساري قربانيو اوسرښندونوپايله وه چي دې مغروره زبرځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي اوخبرو هغه کنفرانس ته غاړه کښېښوده کوم چي په تاريخ کي يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت موندلی . دانگريزانو سره دافغاني لوري دخبروددوام په پايله کښي دافغان ولس دباتوره بچي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چي د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۹ نيټې سره سمون خوري انگليسانو،دې دنړۍ پر مخ يوازني استعمارگر زبرځواک دافغانستان بشپړه خپلواکي په رسميت وپيژندل، پد ې ډول افغانستان په آسياکښي لومړنۍ هيوادووچي دانگريزي استعمارکړۍ ئې دتل لپاره ماته کړه. اوپدې ډول ئې دزمان په تېرېدوسره دانگلسی استعمارکمبله په ټوله آسياکي ټوله اوداستعمارماڼۍ ئي دتل لپاره ړنگه کړل . دهغو باغيرتو ، پر وطن او خپلواکۍ مينو افغانانو روح دي ښاد وي کوم چي دژوند تر وروستۍشېبې يې دآزادۍ دتر لاسه کولوپه خاطر خپل ژونداوسر ونه قربان ورکړل . وياړ پداسي هيوادوالو! وياړ پدې پر خپلواکی اوملي حاکميت مين ولس ! وياړپه افغان غيرتی بچی غازي امان الله خان ! وياړپه هغوټولوچي دامان الله خان وشاته ودرېدل اودسر په قربانی ئې دافغانستان خپلواکي وگټل . تاريخ شاهد دۍ چې افغانانودخپلي خاوري ددښمن سره دجگړي په ميدان کي خپله قهرماني ټولي نړۍ ته ښودلې ده ،او ټولو دافغانانو دغه ميړاني ته گوته په غاښ نيولې. متاسفانه افغانوتل په جگړه کښي گټلې خودسياست په ډگرکښي ئي بايللي ده ،دبېلگې په توگه : دغازي امان الله خان په مشری دې ولس انگريزانوته تاريخي ماته ورکړه اودخپل هيواد خپلواکي ئې ترلاسه کړه .مگر ډيره موده لانه وتېره سوې چي دافغانستان دخپلواکی اوپرمختگ تاريخي دښمنانودخپلو جاسوسانو اونوکرانوپوسيله دافغان ولس دستر بچي پر خلاف نارواتبليغات پيل اوهغه ئي په کفرمتهم اوله هيوادنه بهرفرار ته مجبورکړ . ددغو دروغجنواونارواتبليغاتوپايله داسوه چي امان الله خان دځينې عيني اوذهنی دلايلو له مخې وطن پرېښودلو ته مجبور اودژوندتر وروستۍ سلگۍ ئي خپل ټاټوبی ونه ليد. دډير افسوس ځاي دي چې جلاوطنۍ کې وفات اويوازي مړی ئې پسله ډيروجنجالو ننگرهارته انتقال اوهلته خاوروته وسپارل سو. له افغانستان څخه د غازي امان الله خان تروتلو وروسته زموږ دهيواد ليري او نږدې بهرنيو دښمنانو يوهشېبه هم افغان ولس پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيو چارو کي مداخلې کړې ،موږ ته يې رژيمونه او درژيمو چارواکي ټاکلي دي ،له بدمرغه دا لړۍ همدا اوس هم پخپل ټول قوت روانه ده . له وخت نه په استفادي سره غواړم افغان ولس ته وړانديز وکړم چي : دا وطن پدغه خاوره کي دپرتوټولو اوسيدونکو قومونوگډکور دۍ .په همدې خاطر پدې خاوره کي پرټولو اوسېدونکوفرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او پخپلو امکاناتو سره له دغه زړه بوگنوونکي حالت نه په امان کي واستي . دا روښانه اوڅرگند حقيقت بايد هيرنشي چي پردی، پردی دۍ، وطن زموږ او ستاسو گډکوردۍ ؛ دلته موږ او تاسو گډاو يوشان کړيږواو زورېږو، تر څو چي موږ دخپل هيواد اوخپل مينځي راپېښوستونزو دحل ليوال نشواودراپېشو ستونزونه دنجات معقوله لارپه خپله ونه لټوو بهرنيان پر ټولو مرستواوپوځونو سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي لازمي همکارۍ اومرستې وکړي . پدې ټکې بايد پوره پوه اوسوچي زموږ په هيوادکښي دا اوسنۍ سياسي اوټولنيز تاوتريخوالۍ چي دسياسي ،ژبني ،قومي ،او مذهبي گټو اودولتي واک دتر لاسه کولو پر بنياد يې زموږ په هيواد کي دمخالفت ديگدان په يوه اوبل نوم په ځانگړې توگه دجمهوري رياست مقام ته ترټاکنو وروسته دومره سور(گرم )ساتلۍ چي يوازي افغانان پکښي سوځي او د ډيري ناوړي پايلي به ولري روانه تونده اوگرمه پروسه چي په چټکی روانه ده بېله دي چي موږ يې ناوړي پايلي احساس اولمس کړو ، زموږ دغمځپلي ولس هيڅ يو دردهم نشي دواکولاي . پوه ېم چي دپه زرگونو بهرنیوپوځيانو، داسي ناکامه اوله ملت نه ليري دولت په شتون کښي چي موخه ئي يوازي اويوازي دخپلو گټوساتل وي دخپلواکی خبره دچاپر خوله نه راځی . دبلې خواداهم له نظره نسو غورځولاي چي داديارلس کاله اوکه ئي اوږده کړونوداڅولسيزي دغه ملت چي دغم پر کملبه ناست وی اوهره ورځ يوازي خپل خپلوان اوبېگناه انسانا ن خاوروته سپاري اوله کورونويوازي جناي اودکړېدلې مور کرږې اوساندي چې چيغې یې آسمانونه لړزوي ،هلته دهيڅ خوښئ اوخپلواکی خبره دچاپر خوله نه راځی . پد هم پوهېږم چي داسوا ل به ترډيره بريده لاجوابه پاتېږي چي وايي کومه خپلواکي اوکوم ملي دولت ؟؟؟؟ پدې ټکواودافغان شاعر وهاب ستير پدې شعر خپله ليکنه رانغاړم : که په کابل که په پروان تويږي که په هرات که په لغمان توييږي نه کوم انگريز نه کوم چنگيزدی هلته يواځې وينه دافغان توييږي دافغانستان دخپلواکۍ خاطره دې تل ژوندی اودخپلواکی دلاري دشهيدانو اوقهرمانانوياددې تل پاتی اوابدي وي . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery