مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نیا بتی جګړه PROXY WAR

ډ اکټر حا مد

  

 هغی جګړی ته وایی چی یو یا څو هیوا دونه د خپلو جیو پولیټیکی موخو لپاره بی  Proxy War نیا بتی جګړه یا
لدی چی په مخا مخ ډول د بل هیواد سره جګړه وکړی د هما غه هیواد ځینو ډلو او یا ګروپونو ته جنګی  روزنه ، وسلی ، څا رګریز یا استخبا را تی معلوما ت ، لوجیستیکی مرستی ، پولی  مصا رف او یا لویی روغتیایی آ سا نتیا وی لکه د اوږده مهال جنګی ټپیا نو درملنه  برابروی او پدی ډول په بل هیواد کی جګړه جا ری سا تی چی ښی بیلګی یی اوسمها ل په ا فغا نستان او هند  کی د پا کستان نیا بتی جګړه ، په عرا ق او سوریه کی د ایران ،  امریکا ، سعودی عربستان او اسرا ییلو جګړه او د روسیی، امریکا  او اروپا یی ټولنی نیا بتی جګړه په اوکراین کی دي .
د نړی په معا صر تا ریخ کی ترټولو مشهوره نیا بتی جګړه په ۱۹۳۰ ز کا ل د هسپا نیی کورنئ جګړه وه چی له یوه لوری د هسپا نیی دویم جمهوریت او له بل لوری د فرا نسیسکو فرانکو ملی توکم پا لویو له بل سره جګړه کوله چی د هسپا نیه دویم جمهوریت د پخوا نی شوروی ا تحا د او مکسیکوپه نیا بت او د فرا نسیسکو فرانکو توکم پا لی ډلی د نا زی جرمنی ، د ایټا لیا د فا شیستانو او د پرتګا ل د جمهوریت په نیا بت یو له بله سر ه په جګړه کی ښکیل وو چی له با لا خره  دا جګړه د دویمی نړیوا لی جګړی په پیل پا ی ته ورسید ه نو له همدی کبله دا جګړه د دویمی نړیوا لی جګړی د  روزنیز کیمپ پنوم هم یا دیږی .
د نیا بتی جګړو بله ښه بیلګه نړیوا له سړه جګړه وه چی د شوروی ا تحا د ، د امریکا د متحده ا یا لاتو او د ځینو په اند د چین په نیا بت تر سره کیده چی ښی بیلګی یی د و یتنا م ، ا فغا نستا ن ،  انګولا ، لا تین امریکا ، کوریا ، او منځنی ختیځ جګړی د ي .
د نړیوا لو پوځي او سیا سی شنونکو په اند نیا بتی جګړی په وار وار له مخا مخ لویو جګړو څخه ډیری خطر نا کی ا ونا ورین  زیږونکی وی ځکه د لته خپل وګړی د خپل هیواد د ټولو ارزښتونو په وړا ندی جګړه کوی او با   یلونکئ یی  یوا ځی ولس وی او بس .
د سړی جګړی له پا ی او د نړیوال ځواک له یو ه قطبی کید و وروسته تر ټولو اوږده او ځورونکی جګړه په نړی کی د پا کستان نیا بتی جګړه په ا فغا نستا ن کی ده چی له ۱۳۷۳ ه ل را پد یخوا دوام لری او له یوی ورځی تربلی هم په تا کتیکی او هم په روانی  لحا ظ زور اخلی چی دی ډول ته یی نړیوال شنونکی مغلقه نیا بتی جګړه وایی ځکه پدی ډول کی دواړه جنګیدو نکی ډ لی د جګړی د پا یته رسیدو رښتونی ارا د ه نلری چی ښا یی یوه ډله یی په دولتی ما شین  ا وبله ډله یی د جګړی په ډګر کی یو د بل لا س نیوئ وکړی او نه پریږدی چی یو ه رښتو نی او کلکه اراده د جنګید ونکی ډلی د لمنځه وړلو لپا ره و پنځیږی نو همدا ده چی دوه ډوله اغیزی پخپل ځا ی پریږدی چی یوه یی د سیا ست ا و ډ یپلو ما سی په ډګر کی نه همغږی او په ډ یپلو ما تیکو لا ر و چا رو د حل په غیر منطقی  اړخونو د وخت تیرونه ده ځکه د لته د د ولتی د ستګا ه د ننه یو ه پیا وړی ا ورښتنونی ارا ده منځته نشی را تلئ تر څود هغی په رڼا کی دریم یا ا صلی  لورئ درک کړی چی نوره په هیڅ ډول د جګړی نیا بت د دوی په ګټه ندی او ددوی په نړیوا لی انزوا به  پا ی ومومی لکه د ا فغا نستان دولتی ما شین چی له یوه غیر متجانس ملی او سیا سی انده جوړ شوید ئ ځکه دلته هر پا لیسی جوړونکئ خپلی کوچنی کوچنی شخصی ګټی په پا م کی نیسی او هڅه کوی ترڅو په لږ وخت کی ډیره شتمنی تر لاسه کړی او ترټولونا وړه یی  دا چی د همدی شتمنیو د سا تلو لپا ره د ملی ګټو پر ضد مبا رزه کوی او له مختلفو نومونو او ا لقا بو څخه ګټه پورته کوی .
دویم د جګړی روا نی ا ړخ د ئ ځکه د ولس پر ضد او د نورو په نیا بت جنګید ونګی ډله به هرو مرو ولسی ملا تړ ولری بیله دی چی پر کمیت یی و غږیږو ،  چی په ځینو هیوا دونو کی لږه کیو ته د بر ا برو حقونو د نه ورکړی ا نګیزه او په ځینو نورو کی د لږه کیومطلق حا کمیت پر اکثریت  اوتر ټولو نا وړه یی  مذهبی انګیزه ده ځکه د عقید و په وړاندی جګړه کول ډیره ستونزمنه وی او ډیر وخت او پرا خو قر با نیو ته اړتیا لری او بیا د ا فغا نستا ن په څیر هیوا دونو کی چی د ټولنی حسا سی ا و سری تڼئ له ملا یا نو سره وي ا و په عا میا نه  ا صطلا ح آن و آ ف کول یی نا ورین زیږونکئ وی ځکه دلته نه له ملی مسا یلو او نه له دینی مسا یلو یو ګډ منل شوی تعریف شتون لری که په بل ډول یی ووا یم د اسلام له ټولو اړخونو ډیرئ ملا یا ن کا فی معلو ما ت نلری او په رښتونو دینی بصیرو علما وویا د پردو د جا سوسا نو او یا د دولتی ملا یا نو ټا په لګول کیږی ځکه د ټولنی ذ هنیت د اسلا م په یوه اړخ را ټول شویدی او د اسلام سیا سی ، ا قتصا دی او ټولنیز اړخ د عبا د ا تو تر سیوری لاندی خښ شوی او همدا ددی لا مل ګرځید لئ  دی  چی نه یوا ځی اسلا می امت بلکه نوره  غیری اسلامی نړی د اسلام نیمه څیره وګوری  ، هیله لرم چی په بل ډول تعبیر نشی ما چی څومره د ینی علما پو ښتلی دی د اسلام د ا قتصا دی سیستم په اړه یوا ځی له عشر و زکات او سرسایی څخه نور مسا یل ورته ګونګ دی پدا سی حال کی چی په ا قتصا دی اړخ کی با ید ډیر ا جتها د وشی تر څو نړی د اسلام مکمله څیره وګوری او پوه شی چی ځکه اسلام ته د متمدن دین نوم ورکړل شویدی خو له بد ه مرغه زموږ د جو ما تونو ملا یا ن یوا ځی د اسلا می ا قتصا دی سیستم له دریوعنا وینو سر ه بلد دی او په محتویا تو یی سر نه خلا صیږی خوکه  دا یوا ځی په دینی علما وو پوری اړوند ه ستونز ه وبولو بی ا نصا فی به مو کړی وی ځکه دلته د وخت حکومتونه هم ګرم دی چی ددی لپا ره یی وړ بستر ندی جوړکړی .
په وروستی تحلیل کی که ښه ځیر شو پا کستان ته به په افغا نستان کی ددی نیا بتی جګړی پر مخ بیول ګرا نه نه وی ځکه پا کستان دهغو په پرتله چی مصرفوی یی څو برابره  ډیری پیسی په لاس را وړی او وسله وال ډیرئ  مصا رف له بزګرو او ما لدار وڅخه د عشر ا وزکات له عا یده کوی او یا هم له کوکنارو څخه  ډیری پیسی  په لاس را وړی  او حتی خپلو لویوپا کستان میشته  مرا کزو ته یی هم  انتقا لوی چی یوه ښه بیلګه یی تیر کال د هیواد په شما لی ولایتونو کی له یوی ولسوالی نیږدی ۹۰ لکه ا فغانی عا ید وو پدا سی حا ل کی چی هلته کوکنارهم نه کرل کیږی او که تا سو پد ی ولایت کی ددوی ټول جګړه  یز لګښت ا ټکل کړی ښا یی ددی نیما یی څخه هم لږ وی او بل زموږ په دولتی دستګاه کی د جګړی د پا یته رسید و د رښتونی ارادی نه شتون د ئ لکه ما چی مخکی وویل د ځینو لوړپوړو دولتی چا روا کو ا ووسله وا لو مخا لفینو د ګډو ګټو شتون د ئ چی تر ټولو ناوړه یی همدا ډول د ئ چی د جګړی د تد اوم بنسټیز لا مل ګرځی اوس نو هر څه با ید ولس وارزوی جګړه ، مفسد چارواکی ، تنظیمی اړیکی ، توکم پا لنه او که سوله او هو سا ژوند ؟؟ .    

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery