مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محقق وعطا حق لري چې ووايی ! ځکه ددوی وینه او تغذیه معلومه ده

سيد حسين پاچا

محمد محقق ته :
محقق وعطا حق لري چې ووايی – ځکه چې دوی داسې څوک دي چې وينه او تغذيه يې له يوې لورې له تهران او له بل لورې له پنجابه ده. ډاکټر عبدالله د ((غل)) او د ((جلاد)) ترمينځ راګېر دی

افغان ملت د تهران وپنجاب په نيابتي جګړه کې ګېر دی، خو دومره ده چې د تهران لاسونه تر پنجاب پورې ډېر ژور دي، ځکه خو عمر داودزی د تهراني کڅوړو اخېستونکی او وېشونکی د عطا حضور ته منل کيږي. دا ځکه چې تهران تر يوه حده پخپل اقتصاد ولاړ دی، خو پنجاب بيا ټول په نورو بار دی


ښاغليه ،
افغان ولس ستاسو د ضعف په ټکي پوهيږي چې څارګرې ادارې د اهل تشيع لږه کي په کوټه، د اسلام اباد په امام باره، د پېښور په کوهاټۍ او د کابل په تکيه خانه کې څنګه د سپاه صحابه او لشکر جنګويي په لاس يو دم ۱۸۰ درجې له خپلې ليکې راوګرځولې. د تهران په شتون کې پنجاب درباندې خپله سجده وکړه، نو ځکه خو دې د نورو د هر اړخيزو ګټو د لاسته راوړنې لپاره يو لاس په تهران او بل په پنجاب اېښی دی. روحاني مشر مو چې د برتانيه، فرانسيې او امريکا د ګډې مشورې په توګه را وااستول شو، خو مسکو ته سر په سجده شو او نن يې سر روسانو ته په پښو کې اېښی دی

ښاغليه ،
کاشکې چې زما ملا وطالب، اسلامپال (اخوان او نور ...) ستاسو د ايراني ملايانو او روحانيونو غوندې زرنګ او پوه وای، ستا ملا هغه دی هم د نړيوالې ټولنې ملګری دی. غرب يې هم په افغانستان او د منځني ختيځ ننيو اړوندو قضاياو کې محتاج دی. کُردانو ته يې وسله هم ورکړه، حالاتو ته په کتو سره يې مالکي ته پر عبادي ترجيح ورکړه. د فلسطين او اسرائيلو په ننني کړکېچ يې د حزب الله په شمول ټولو ځان غلی ونيولو، د دې لپاره چې څنګه خپله اتومي ستونزه له غرب سره د ديپلوماسۍ له لارې حل کړي؟ هم خپل روان اقتصادي بنديز ته د حل لاره ومومي او هم خپلو نفتي او ګازي صادراتو ته نړيوال مارکيټ ومومي.

ښاغليه ،
کاشکې چې زما ملا وطالب واسلامپال پر ((عباداتو)) او ((حقوقو)) پوهېدای چې بشري وانساني، اخلاقي، معاملات، ننني ديپلوماتيکې اړيکي، ملي – اسلامي ګټې، زده کړه، بيا رغاونه، اقتصاد ته وده ورکونه او ځانته خپلې مالي سرچينې لټونه او داسې نور رانغاړي. زما ملا دې خدای په سيند لاهو کړي چې نه يې عبادات او نه يې حقوق تراوسه وپېژندل، ځکه چې تا ته خو تر هغه پورې ډېر دولتي او اپوزيسيوني امتيازات شته. هم دې دولت وخوړ او هم دې اپوزيسيون. کله چې پوه شوې چې دې بايلوده، نو مشر لالا دې رمباړه ورسېده او هغه دوه ځلې راغی چې تا ته ډاډ درکړي. زما طالب وملا واسلامپال که په سيند لاهو شي دا درک نه کړه. هم خرڅ شو، هم وځپل شو، هم په تاڼو او غوجلو کې واچول شو، هم په تاڼو او غوجلو او هم بيرون هرځای وټکول شو. تر باګرام او ګوانتنامو پورې ورسول شو او د پنجاب غوجلې پرې له يوې مخې ډکې دي، هم مړ شو، هم پړ شو. د کراچۍ په هديرو کې ښخ شول، چا په سر کې مرمۍ وخوړۍ او څوک يې يا مړه او او هم يې له آده باده وغورځول، خو ته عزتمند له هر چا مخکې بر په پارلمان کې ناست او هر څه دې وخوړل او قانع هم نه يې. د مزار د غلو سرلښکر سبا او بېګاه حکومت ته او ولسمشر ته ګوتڅنډنې کوي او هر چا ته د لېوني سپي په شان غپي. دا که د ولسمشر کمزوري نه واي يا د تهران وپنجاب زور نه وايی ستا غوندې يو حرفوي قاتل به نن څنګه دا جرئت کړی وای؟

د هېواد ولسمشر د ولس په خوښه ټاکل کيږي نه د غلو د سرلښکر او نه د حرفوي جلاد په وسيله، دا خو به ډاکټر عبدالله ته هم سخته شي چې د ((غل)) او د ((جلاد)) په چنګال کې کېوځي. همدا اوس عراق و سوريه د سعودي وايران، اسرائيلو او د امريکا په نيابتي جګړه کې ښکېل دي، په دې هيله چې دلته بل عراق جوړ نه شي. دا به زموږ لويه لاسته راوړنه وي چې له پوهې او زغمه کار واخلو او د اغيارو او شرخوښيو لاسونه په خپلې پوهې او زغم سره ورلنډ کړو. ستا د کنترول مزي د بل چا په لاس کي دي.  موږ بايد کوښښ وکړو چې دا د کنترول مزي راخپل کړو. په پای کې ډاکټر صاحب اشرف غني ته د برياليتوب دوعا کوم. الله تعالی دې يې مل او له دې مشکلاتو بريالی راوباسي.

په درنښت

 

محمد محقق اعلان وکړ چې عبدالله عبدالله د افغانستان ولسمشر دی
http://www.taand.com/archives/29734

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery