مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-26   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د ملا شال مسجد او د نادرافشار کلا تاريخي ابدي دي ، مستند اسناد

احمد لودين

د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال او د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال ته په پوره درناوي .


وروسته له هغه ، چې د تير يوه کال راهيسي د کندهار پر تاريخي ځايونو چور او تالان روان دی ، ورسره سم موږ خبريالانو د دې ځايونو د ساتني دپاره مبارزه پيل کړې او د ژورناليزم د اوصولو مطابق مو رپوټونه خپاره کړي دي .
تيره ورځ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال د خبريالانو جرګه ګۍ او محلي رسنيو ته ويلي وه ، د تاريخي ځايونو د ساتني په نوم د ده رياست او ولايت مقام ته توطيي جوړيږي ، نوموړي د کندهار د شپږويشت تاريخي ابدو ليست هم ، چې په ښکاره ډول په ۱۳۸۷ هجري لميريز کال کې د شهيد عبدالمجيد بابي د دندي پر مهال جوړ سوی دی خبريالانو ته ورکړی او ورته ويلي يې دي ، چې د دې ليست څخه پرته نور ځايونه تاريخي ارزښت نه لري او تشي خاوري او لوټي دي   ، په ليست کې د نادر افشار کلا هم  نسته .
ښاغلی مينه پال ، تاسو د شمشاد تلويزيون  او د بي بي سي نړيوال شبکي  سره په مرکه کې هم وويل ، چې د نادر افشار کلا تاريخي قدامت نه لري ، پخوانی کلا له منځه تللې ده او اوس ودان خټين ديوالونه څلويښت کاله مخکي جوړ سوي دي .
خو د ۱۳۹۲ کال د اوومي مياشتي پر لمړۍ نيټه مو ولايت مقام رسمي مکتوب ليږلی دی  او په واضح ډول مو د نادر افشار د کلا د ثبت خبره ليکلي او ويلي مو دي ، چې ۳۰ سلنه پر ځای پاته ده .

لاندي اسنادونه ته ځير سی چې د کادستر رياست اجراات کړي دي او بيا يې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته د شيرسرخ د زيارت او د نادرافشار د کلا د تاريخي ځمکي د مساحت تصديق کړی دی .

 

 

زه ( احمد لودين ) د بی بي سي راډيو خبريال مامون درانی او د يک تلويزيون خبريال جاويد تنوير  ، يوه ورځ وروسته له هغه چې د حاجي عبدالودود په نوم يوه سيمه ايز سپين ږيري د لوډر  په واسطه  د دې تاريخي کلا  کيندنه کړي وه او ځمکه يې په خپل کور ګډه کړيوه ، سيمي ته ولاړو او هر څه مو د نژدي وليدل .  .
هغه ، خپله د دې کلا تاريخي قدامت چې د خپل پلار او نيکونو څخه يې اوريدلی دی تر ۱۵۰ کاله زيات وښود ، تر دې هم زيات دی خو نوموړی  نالوستی وو او په تاريخ نه پوهيدی ، د دې بشپړي مرکې ويډيووي بڼه  زما سره سته او هر وخت ېې تاسو ښاغلي ليدلای سی .
لاندي قباله تاسو ووينی ، د  نادر افشار کلا ته څيرمه د يوې ځمکي ده  ، چې شرعي پکښي ليکل سوي دي   ،  قباله په ۱۳۰۹ لمريز کال جوړه سوې ده او جنوب طرف ته د نادر افشار د زړي کلا يادونه سوې ده ، که دا کلا احمدشابابا په بشپړ ډول له منځه وړي وي نو ۸۵ کاله ها خوا ته نظام دروغجن دی ؟

 


 


لاندي خط د هغه پريکړي دی ، چې دلته د يوې زراعتي ځمکي او د نادر افشار پر دولتي  کلا د جوړو سويو تازه کورونو د خاوندانو  تر منځ د شخړي د خلاصون دپاره د ډنډ ولسوالۍ ، امنيه قوماندانۍ او د کادستر رياست ليکلی دی .
دلته ښکاره يادونه سوې ده ، چې پر دې کلا تازه کورونه جوړ سوي دي .

 


 


زما سره  د املاکي کميسيون پريکړه  هم سته  ، چې د کندهاروالي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري املاکي کميسيون  د ډنډ ولسوالۍ ته امر کړی دی ، چې  بايد د امنيه قوماندانۍ په مرسته د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ملکيتونو ساتنه وکړي .
پورته اسنادو ته په کتو سره دا ثابتيږي ، چې د نادر افشار کلا تاريخي قدامت لري او خپله د اطلاعاتو او کلتور رياست مکتوب وايې ، چې د دوی سره د تاريخي ابدو په ليست کې ثبت ده او ۳۰ سلنه ابده باقي پاتي ده .
لاندي انځورونه يې د تيري شنبې د  ورځي دي ، چې له دي ورځي څخه يوه ورځ مخکي  د کلا مهمه برخه نړول سوې ده او مخکي هم د کلا د ديوال په استقامت نور کورونه جوړ سوي دي ، تاريخي ځمکه غصب سوې ده او تازه نوي کورونه پرې ودان دي .



د ښاغلي مينه پال په خبره او خبريالانو ته  په سپارل سوي ليست کې د احمدشاهي عصر د ملاشال د تاريخي مسجد ثبت هم نسته او د دوی په وينا چې تاريخي ځای نه دی او نه هم تاريخي قدامت لري .
د احمدشابابا په کور کې اوسيدونکي چې د سردار کندل  وخت د سيف الله خان لمسيان دي ، په ښکاره ډول وآيې ، چې مسجد د احمدشاهي عصر وو او د احمدشابابا د کور غوندي د بخارايي سبک کار پکښي سوی دی ( ويډيويي مرکه يې زما سره ده هر وخت يې کتلای سئ )
خپله د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو مدير احمدقيس پيرعلي هم د دې مسجد د تاريخي ارزښت تاييد کوي او وايې چې  د مسجد تر نړيدو وروسته يې ولايت مقام ، کندهار ښاروالۍ او د حج او اوقافو رياست ته متکتوبونه ليږلي دي ، تر څو عاملين ونيسو او د قانون منګولو ته يې وسپارو . ( ويډيو مرکه هر وخت ليدلای سئ )  . که دا مسجد تاريخي نه دی ، نو تاسو په کوم دليل ذکر سويو ادارو ته مکتبونه ليږئ ؟


تر دې دواړو تاريخي ناورينونو دوې مياشتي  مخکي د مقدوني سکندر تاريخي مانۍ ( نارنج ماڼۍ ) وکيندل سوه تاريخي توکي ترې راوکښل سوه لاندي انځورونه وګورئ .

 


د تاريخي ځايونو د ورانۍ لسګونه نوري پيښي هم سوي دي .
ښاغلي مينه پال صاحب !  زه له هغو کسانو څخه نه يم ، چې بيله اسنادو  د شخصي عقدې له مخي  چټيات وليکم ، د چا شخصي حريم ته ننوزم او يا هم د انساني اخلاقو څخه ليري د چا شخصيت او يا کورنۍ ته سپکاوی وکړم .
ته زما د لوی کندهار روڼ انده او زيارکښ ځوان يې  ، زه نه غواړم چې د پلرونو  او نيکونو تاريخ مي وران سي ، زه نه غواړم چې د فشارونو او ويري له امله د خپل تاريخي وياړ پر ژغورنه سترګي ړندي او غوږونه کاڼه کړم .
موږ په خپلو راپورونو کې تر اوسه نه دي ويلي ، چې د تاريخ ورانونه تاسو په لوی لاس کوی ،  خو دا به منی چې د تاريخ د ساتلو مسووليت ستاسو دی او پر ځای کړی مو نه دی .
زه خپل مسلک ته ژمن يم ، نه له چا ويره لرم او نه هم د چا فشارونو ته سر ټيټوم .
ما ته د سر ساتنه هيڅ ارزښت نه لري ، خو د تاريخ ، کلتور او ملي ګټو ساتنه تر ټولو درنده  دنده ،  ملي مسووليت او رسالت بولم  ، ستاسو څخه ځکه ګيله غوښنه ده ، چې هم فرهنګي او  په تاريخ پوه خلک ياست او هم دلته د کندهار د ادارې پياوړي او واکدار مسوولين ياست ، ځانونه تاريخ ته سپين مخ ثابت کړئ او دا مه پريږدئ ، چې سبا مو څوک د تاريخ پلورونکي وبلي .
که مو  په اداري لحاظ تر لاس لاندي  اړوند مامورين بې کفايته دي ، بيا خو قانون هم ستاسو په لاس کې دی  .
هيله کوم د افغاني ارزښتنو او تاريخي هويت د ساتني دپاره بايد ټول يو د بل ملا وتړو ، نه چې يو پر بل  بې ځايه تورونه ولګوو .

 

په درنښت
په کندهار کې يو تن کمزوری خبريال
احمد لودين

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery