مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خالد، رازق او نازک اتلان دي


دافغانستان مظلوم ولس ته!
باید یادونه وکړم چي موږ اوتاسو باید دهیواد رېښتني اودوطن ناموس ساتوونکی په ژوندوني کي وستایو اودهغوی دکړنو څخه په کله ننګه وکړو اوهیڅ پردي پالو ته اجازه ورنکړوچي زموږ دهیواد دمیړنیو بچیانو شخصیت وژنه وکړي اودالیکنه مي پدې موخه وکړل چي زموږ دځوان نسل مشرانو څخه باید په ژوندوني کي ستاینه اوننګه وشي .
لمړی به اسدالله خالد درته وپیژنم چي څوک ، څنګه داځای ته راورسیدی؛
۱: اسدالله خالد چي په اصل کي دغزني ولایت دناوې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، دسرولښکرو په وړاندي يې دجهاد په وخت کي داستاد عبدالرب رسول سیاف ترمشري لاندي دهیواد دژغورنې دپاره ستري قربانۍ ورکړي ، همداراز يې ددې نظام دبنسټ په ایښودلو کي هم مهم رول لوبولی دی. ښاغلی خالد صاب چي ددې نظام په لمړنیو شپو اوورځو کي دولسمشرکرزي لخوا دغزني دپاره والي وټاکل شو، ددندي پرمهال يې په غزني ولایت کي دبیارغونې ، اقتصادي او امنیت په پراختیا کي  مهم اواساسي کارونه کړي چي غزني يې یوځل بیا دافغانستان او نړۍ په کچه دخلګوپه زړونو کي لرغونی او تاریخي وبلی.
اسدالله خالد په غزني ولایت کي ترزیاتوهڅو او کړنو وروسته دولسمشر کرزي په زړه کي ځانګړی ځای ونیوی او له هغه وروسته يې هغه دکندهار والي وټاکی خو کله چي ښاغلی دکندهار والي وټاکل شو، کندهار یوناامننه ولایت وو او نړیوالو ورته ډیره کمه پاملرنه کول خو دهغه نړیوالي اړیکو بهرنیان یوځل بیا دکندهار پرمختګ ته راوبلل او بهرنیانو پکي زیاته سرمایه ګزاري وکړل او کندهاريې یوځل بیا دلوی کندهار په نوم داخلي اوبهرنیو ته وروپیژندی. ښاغلي خالد کندهار ته په ډیرلژ وخت کي دبیارغونې ترڅنګ دامنیت په ټینګښت زیاتي کړنې ترسره کړې او یوځل بیا يې دولمشر کرزي ځانکړې پاملرنه ځان ته جلب کړل. ښاغلي خالد دکندهار ترڅنګ په ګاونډیو ولایتونو زابل، ارزګان، هلمند او غزني په قومي مسایلو کي ځان داخل کړ او دقومونو ترمنځ يې پخوانۍ تفرقې او نفرتونه په مینه اویووالي بدل کړل چي ددې لاري څخه يې ملي اونړیوال شهرت ترلاسه کړ او ولسمشر کرزي ورباندي لانور باور وکړ. ښاغلي خالد په کندهار کي دپاکستان دځارګري ادارې لخوا ځوځله په نښه شو خو دخدای او خلګو په مرسته ترزیات ځان وژونکو بریدونو وروسته بیا هم ترنن پوري روغ رمټ وساتل شو.
وروسته ترکندهاره، ولسمشرکرزي اسدالله خالد دسرحداتو دوزیر په توګه وټاکی خو دخالد مینه اوشوق په نظامي/ امنیتي برخه کي کارکول وو ځکه دهغه یواځینی ارمان همداوو چي په هیواد کي تل پاتی امنیت اوسوله راشي نوځکه يې غوښتل چي یاهم په کورنیو او یاملي امنیت کي دنده ولري خوولسمشر هغه یوڅه موده دسرحداتو دوزارت ترڅنګ دسهیل لویدیڅي حوزې دپاره رېیس / ځانګړی استازی وټاکی، خالدپه ډیرلنډوخت کي په سهیل لویدیځه حوزه اودسرحداتو په وزارت کي دخلګو دخدمت اوهیواد ژغورنې اوامنیتي سکټور دپیاوړتیا په موخه زیات کارونه وکړل او که په تفصیلي ډول يې یادونه کوم نو اړین ده چي یوکتاب ورباندي جوړکړم خولنډه به يې کړم چي دخالدخدمتونو بیا هم دخلګو په زړونه کي ځای ونیوی اودولسمشر کرزي ورباندي دومره باور وشو چي هغه يې دملي امنیت دلوی رئیس په توګه وټاکی.
کله چي خالد دملي امنیت لوی رئیس سو ، پاکستان او ایران دومره وارخطاشول چي څوځله يې کابل ته خپل استازي راولیژل او دولسمشر کرزي څخه يې غوښتنه وکړل چي ښآغلی خالد ددې دندي څخه لیري کړي خو دخالد وړتیا په استخباراتوکي دافغانستان دمظلوم ولس مرسته اوملاتړ دهغه څخه ، نوموړي نورهم دکاراوخدمت کولوته اړکړ او هغه په ډیرلنډ وخت کي دافغانستان امنیتي ساحه پراخه کړل اودبهرنیو استخباراتو په خاص ډول پاکستان اوایران دلاس وهنو يې کلک مخنیوی وکړ او نور يې هم دافغانانو په منځ کي ځای پیداکړ خوبدبختانه نړیوالو استخبارتو ترلنډي مودې وروسته پرې نه ښود چي هغه نور هم دخلګو خدمت او باثباته افغانستان دپاره کاروکړي او هغه يې په یوه ناځوانه برید کي سخت ټپي کړ چي تراوسه پوري يې درملنه روانه ده اودامهال ویل کیږي چي روغتیا يې په بشپړډول دډاډوړده او دهغه قربانۍ به دافغانستان په تاریخ کي په زرینو کرښو ولیکل شي اوتل به دهغه میړانه او وطن دوستي راتلونکی نسل دیوه ښه درس په توګه زده کوي او انشاالله ډاډه یم چي هغه به یوځل بیا په نوي حکومت کي پریوه مهمه دنده راڅرګندشي ترڅونورهم ودې هیواد اوهیوادوالو ته خدمت وکړي.


دوهم به دسهیل لودیځي حوزې ویاړ دکندهار امنیه قومندان تورن جنرال عبدالرازق خان دقربانیو یادونه وکړو؛
۲: تورن جنرال عبدالرازق خان اڅکزی چي دهیواد دریښتني بچی اوپنجاب ضد افغان پیاوړیو جنرالانواو دکندهار ولایت دسپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی دی. او ددې نظام دبنسټ له پیل څخه تراوسه يې دهیواد دپرمختیا او سوله ایزژوند دپاره مجادله اوقرباني ورکړي او هرافغان ورته دقدر په سترګه ګوري. ښاغلی رازق دنظام په پیل کي په ټیټه چوکۍ کي په سرحدي پولیسو کي دنده ترسره کول خو دهغه جنکي، دوطن سره دمیني او دافغان ناموس ساتلو په اړوند کړنو دخلګو دتودهرکلي سره مخ شوې اوپه خپله سیمه کي دپراخ نفوس اوسیاسي ملاتړدرلودونکی سو اوخپل ځان ته يې دکندهار دمیړني ولس،  ولسمشر کرزي او امریکایانو جدي پاملرنه راواړول او دولسمشرکرزي په فرمان دکندهاردسپین بولدک دسرحدي پولیسو قومندان وټاکل سو او هغه په ډیرلژ قوت سره دکندهار او زابل سرحدي سیمي  دپنجاب څخه وژغورلې او دهغوی هغه ناوړه پلانونه يې شنډ کړل چي غوښتل يې زموږ بې ګناه افغانان ووژني. ښاغلي رازق دسرحدي پولي دساتلو ترڅنګ په سپین بولدک یوبې ساري امنیت ټینګ کړ چي دخلګو په ملاتړ او دولسمشر په مرسته ورته دجنرالي رتبه ورکړل سوه او هغه خپل ځان ته ملي اونړیواله پیژندګلوي ورپه برخه کړی او په سیمه کي یوفعال اوپروطن مین چارواکي په توګه یادول کیدی خوکله چي يې دخلګو پراخ ملاتړ دجنرال رازق څخه او په کندهار ښار کي ناامنۍ ولیدې نو هغه يې دسرحدي پولیسو دلیوا ددرستیزوال ترڅنګ دکندهار امنیه قومندان وټاکی ځکه په هغه ورځو کي طالبان دومره پیاوړي شوي ؤ چي دمالجات ، ښاردننه اودارلعلوم په سیمو کي يې خپل کمپونه اوسیارګروپونه فعاله کړي او هره ورځ به يې په ښار دننه کي جګړې کولې چي په هغه وخت کي يې افغان دولت ته سخت مالي اوځاني تاوانونه ورواړول او کندهار ددوزخ دلمبو په نوم یادیدی او دکندهارډیری ولسوالۍ دطالبانو په لاس کي وې. کله چي جنرال رازق امنیه قومندان شو نولمړۍ يې دطالبانو په وړاندي په کندهار ښار کي پراخ عملیات پیل کړه او هغوی ته يې سخت ځاني تاوانونه ورواړول اووروسته يې دکندهار ټولي ولسوالۍ دمخالفینو څخه پاکي او خلګو ته يې ارام ژوند برابرکړ چي دخلګو لخوا ورڅخه لانور پراخ ملاتړوسو او دخلګو لخوا دجنوب یعني لوی کندهار زمری بلل کیږي او هغه دخپل ماموریت پرمهال د۱۸ ځان وژونکو بریدونو څخه روغ رمټ وتلی او هیڅوک پدې ندي توانیدلي چي هغه دهیواد دخدمت څخه بندکړي ځکه هغه دهیواد یوریښتنی، زړور، فعال، سوله غوښتونکی، ناموس ساتونکی، پاک نفسه اومیړنی بچي دی او دهغه کړنې، قربانۍ اوسرښندني دهرافغان په زړه اوخوله کي په یاد دي اوهرافغان به ورڅخه دژوند تراخیره ورڅخه دفاع کوي.

 

په اخیر کي به راشو دځوان نسل استازی دهلمندولایت دملي امنیت رئیس ښاغلي جنرال حمدالله نازک ته؛
۳:ښاغلی جنرال حمدالله نازک چي دکندهارولایت اوسیدونکی دی، دددې نظام په پیل کي مدني فعال او دیوې فرهنګي ټولنې مسول ؤ او دخپلو نورووروڼو سره يې یوځای خپل شخصي تجارت /کاروبارکوی خو دوخت او دولسونو په غوښتنه يي ځان دولتي چوکاټ ته ورداخل کړی او دسیمه ایزو ارګانونو خپلواکي ادارې لخوا دډنډ ولسوالۍ دپاره ولسوال وټاکل سو. په پیل کي چي هغه ډنډ ولسوالۍ ته لاړ، ناامني، دښوونځیو، روغتیا، زرعت، مخابراتي شبکو، برښنا نشتوالی او قومونوترمنځ تفرقه ، ځنځیري وژنې، ټیټ اقتصاد، اوزګارتیا، اوداسي نور څه يې په وړاندي سترخنډونه وو چي هغه يې باید فعاله اوخلګو ته عامه خدمات وړاندي کړي.
داچي نازګ فعاله او په کار پوه کس وو، لمړی يې په ډنډ ولسوالي کي پراخ عملیت ترسره کړل او ټولي سیمي يې ددولت دمخالفینو څخه پاکي کړې اوپه ډیر لنډ وخت کي يې دډنډ ولسوالۍ دپاره دولایتي ادارې، مرکزي حکومت اوبهرنیانومرستي راجلب او په یاده ولسوالۍ کي يې تاریخي کارونه ترسره کړل چي ښه بیلګه يې په ډنډ ولسوالۍ کي دپرمختیايي شوراګانو، اساسي پاخه سړکونو، روغتون، ښوونځي ، دولتي تعمیرونو جوړول ، داداري فساد مخنیوی او خلګ په کار لګیاکول وو.
ښاغلی نازک که څه هم دعمر له نظره کم ؤ خو دهغه وړتیا او کړنې د قومونوپه منځ دروغي جوړي کول خلګ نور هم ددولت سره نیږدې کړه او خپله خلګ دملي پاڅون په توګه دخپلو امنیتي ځواکونو سره یوځای دهیواد څخه په یاده ولسوالۍ کي دفاع کول او هیچا ته يې اجازه ورنکړل چي پدې ولسوالي کي ګډوډي رامنځ ته کړي.
ښاغلی نازک چي ددندي پرمهال يې ځنځیري وژني په وړاندي سترخنډ و خو هغه په ډیر لژ وخت کي دبهرنیو استخباراتو داکار هم ناکام او خلګو ته يې سوله ایز ژوند برابر کړ او ددندي پرمهال دخلګو دپراخ ملاتړ څخه برخمن شو ځکه هغه دخلګو داوسایني دپاره خپل ژوند څوڅله په خطر کي واچوی خو هیچاته يې اجازه ورنکړل چي ددې ولسوالۍ دیوه وګړي په وړاندي یوکوچنی خنډ جوړشي.
نازک دولسوالۍ پرمهال د۱۲ چاودنو څخه روغ وتلی اوکله چي دیادي ولسوالۍ څخه استعفاَ کوي نو خلګ دولت ته لاریون کوي چي هغه باید پاته شي ځکه دهغوی پرینا ددوی په ولسوالۍ کي يې خلګ دځمکي څخه اسمان ته پورته کړي او دپوهنې بهیر يې دومره پیاوړی کړی وو چي نور په یاده ولسوالۍ کي خلګو (مشرانو او ځوانانو) دټوپک څخه نفرت او قلم سره مینه درلودل او داولسوالۍ يې دلمړي درجې په قطارکي ودرول.
کله چي اسدالله خالد دافغانستان دملي امنیت لوی رئیس ټاکل کیږي، ورسره سم ښاغلی خالد دښاغلی نازک  دجنګي اواستخباراتي فعالیتونه په خاطرهغه دزابل دملي امنیت د رئیس په توګه وټاکی ځکه په هغه وخت کي زابل یوناامنه او لوړپوړو چارو په مخ کي سترخنډ وو. 
ښاغلی حمدالله نازک چي زابل ته راځي، زابل دومره ناامنه دی چي طالبان دښار په دننه کي خلګ اودولتي چارواکي په ډیره اساني سره وژني او بیا دښار څخه هم په ډیره اساني سره تښتي ځکه مخکي ترنازک په اوه میاشتو کي دزابل څه باندي ۴۲ مشران، دولتي چارواکي اوامنیتي سرتیري یوازي دکلات په ښار ووژل سوه خوهیڅوک يې په تړاو ونه نیول سوه اوځنځیري وژني دومره ډیري شوې چي خلګ به دکور څخه نه راوتل او یابه دزابل پرځای په نورو ولایتونوکي اوسیدل خودښاغلي نازک پراخ امنیتي پلانونه او استخباراتي معلوماتوپه ډیر لژ وخت کي پدې ولایت کي دطالبان پټن ځایونه اومالي سرچینې لمنځه یووړلې اوهمداراز يې دځنځیري وژنو مخنیوی وکړ چي دخلګو دتود هرکلي سره مخ شو اوخلګو بیرته خپل اوساژوند ته مخه کړل. ښاغلی نازک چي دزابل په ولایت کي يې څه باندي ۱ کال او ۸ میاشتي ماموریت وکړ، دخپل ماموریت پرمهال يې دزابل دولس ټینګه دفاع او په دولتي ادارو کي يې داداري فساد ټینګ مخنیوی وکړ او زابل دهیواد دباامنه ولایتونو په قطار کي ودرول سو او دمرکزي دولتي اونړیوالو ځانکړې پاملرنه زابل ته وشوه . ښاغلي نازک چي کله يې دخپل ماموریت په درو میاشتو کي زابل باامنه کړ نو دخپلې کورنۍ سره یوځای دماموریت تراخیره په زابل کي اوسیدی ځکه زابل په ټول هیواد کي یوباامنه ولایت شو او کله چي مرکزي دولت او دملي امنیت لوی ریاست دهغه استخباراتي کړنې ولیدې نو ښاغلي نازک ته يې فوق العاده دجنرالي رتبه ورکړل او هغه يې په هیواد کي یورېښتنی ، پیاوړی اوځوان جنرال وبلی او نور يې هم دخلګو په منځ کي ځای خپل کړ. دښاغي نازک دپاره هیڅ داسي الفاط نشته چي دهغه نوره هم ستاینه وشي ځکه هغه پرهیواد مین، دملي احساس خاوند او دخلګو دناموس ساتونکی دی او که دهغه کړني بیانوی نوډیر وخت به واخي خو کله چي ښاغلی نازک دمرکزي دولت لخوا دزابل څخه وهلمند ولایت ته پرمختګ ورکوي، دزابل میړنی ولس دمرکزي دولت ددې کار څخه ناخوښه کیژي او دیوه لاریون په ترڅ کي غوښتنه کوي چي هغه باید په زابل کي پاته شي ځکه ددې ولایت دهروګړي سره يې ښه اړیکي اودهغوی څخه يې په میړانه ساتنه کول .
ښاغلی حمدالله نازک چي داداري او اخلافي فساد څخه پاک او دهیواد میړنی بچي دی، دزابل دولسونو، ځوانانو اودولتي چارواکو لخوا په یولړخاصومراسیمو کي ورسره خدای مخ شه وشو اوهغه ته يې دولسونو لخوا دپښتني دود لمخي لنګوټه ورپه سرکړل او همداراز يې ورته دشه کار کولو له امله ستاینلیکونه ورکړل اوهغه ته يې دژوند په ټولو چارو کي دبریادوعا کول.
ښاغلی نازک چي په وړاندي به يې یوسخت ماموریت په هلمند ولایت کي وي، ډاډه یم چي هغه به په دیرلژ وخت کي هلمند هم دهیواد دباامنه ولایتونو په کرښو کي ودروي ځکه دهغه دنیکي کړني،پټ استخباراتي معلومات او جنګي تاکتیکونه ډیر پیاوړي دي او په ډیره لنډه موده کي مثبت بدلون راوستلی شي.

ستاسودلابریاوو په هیله
 سرحد سرحدوال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery