مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د حامدکرزی د ولسمشری مودې پایلو ته لنډه کتنه

حقیق


 دادی ورو ورو د انتخاباتو د پایلو دڅرګندېدو او دنوي جمهور رییس دتحلیف د ادأ کولو او کارموده رارسیږي او له دې سره دحامدکرزی دجمهوری ریاست دوهمه دوره هم پای ته رسېږي، داچې دحامدکرزي په هکله به خلک او دهيوادتاریخ څه فیصله وکړي دابه پریږدو وخت ته، داچې یو شمیر شنونکي په ټولیزه توګه دده دوره څه ډول ارزوي د کتنې وړده.
داڅرګنده ده چې حامد کرزی داسې وخت کې دبن دکنفرانس په پایله کې د افغانستان دمؤقتې ادارې مشر شو چې په هیواد کې جګړې ښې په زور سره روانې وې خو نوموړ ي وکولای شول په همداسي بحراني او کړکېچن حالت کې افغان دولت رهبری کړي، حامد کرزي د مؤقتې ادارې او بیا وروسته دجمهوری ریاست لومړی دورې او بیا دوهمې دوره کې دافغانستان دبېارغاونې ، امنیت ، سولې سیاسی او ټولنیز ثبات لپاره ډېر څه سرته ورسول. دده ددورې مهم دبیارغاونې کارونه دپوهنې ، روغتیا ، لارو جوړونې، ادارې جوړونې او دبهرني سیاست په اړوند پراخې پرمختیا وې دي چې په بهرنی سیاست کې ډیر شمیر شنونکی دی ډیر بریالی او مخکښ بولي. خو داچې دافغانستان ستونزې بیخي ډېرې وې اوهم له بیلابیلو خواوو مداخلې روانې وې نو هغه ډول چې دخلکو انتظار ؤ ستونزې په پوره توګه حل نه شوې. په هېواد کې ناامنی هغه مهمه ستونزه وه چې هم یې کورني او هم یې بهرني عوامل درلودل په تېره بیا بهرنی عوامل یې ډېر ځواکمن وو، افغانستان ته دبهرنیو پوځونو په راتګ سره دافغانستان ستونزې نړېوال حیثیت غوره کړ ، دامریکې دمتحده ایالتونو او دناتو پوځونو شتون په افغانستان کې د پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونه او له پوځي او اقتصادي اړخه مهم هېوادونه لکه روسیه اوچین چې له امریکې سره رقابت هم لري وپارول ، سره له دې چې په ظاهره یې په لومړیو وختونو کې ددغو پوځونو له شتون سره موافقه وکړه خو له افغانستان څخه دامریکې ګام دعراق لورته ټول دغه هېوادونه دامریکې او ناټو په نیتونو شکمن کړل ان چې دغه شک د سپتمبر دیوولسمې په پېښه هم رامېنځته شو. او ددغه شک ددلیل په اړوند یوشمېر نړیوالو شنونکو نظر ورکړ چې امریکا دسپتمبر دپېښې څخه په استفادې وکولای شول چې له خپلو خلکو او د ملګرو ملتونو دامنیت له شورا نه په سیمه کې د مداخلې جواز ترلاسه کړي . خو کله چې وروسته دامریکې اوږدمهاله نیتونه په تېره بیا پرعراق له یرغل نه وروسته څرګند شول نو د ناټو اوامریکې ماموریت ته په افغانستان کې دپوره شک په سترګه وکتل شول او دافغانستان جمهوررییس ته هم دغو بهرنیو او دسیمې هیوادونو ستونزې رامېنځته کړې چې نوموړی په خپل حوصله ناک مدیریت سره وکولای شول دافغانانو په یووالی او دافغانستان په بیا رغاونه کې خپله پوره ونډه له ټولو ستونزو سره سره ادأ کړي او ان چې له بهرنیانو نه دافغانستان دملي ګټو لپاره په تېره بیا دافغانستان په بیا رغاونه کې ګټه پورته کړي.
دحامدکرزي په دوره کې دافغانستان هرې سیاسی او ټولنیزې ډلې دراحت سا واخسته او په آرامه توګه یې په هېوادکې داوسېدلو زمینه ترلاسه کړه مخکې ترهغه دکمونستانو په وخت کې مجاهدین په ښارونو او دخلقیانو دواک په سیمو کې نشوای اوسېدلای ، دمجاهدینو له بری وروسته دکابل دپخواني رژیم پلویانو ته ستونزې پیدا شوې بیا کله چې طالبان راغلل نو مجاهدینو ته ستونزې موجودې وې خو دحامدکرزي په وخت کې ټولو ته دا زمینه برابره شوه څوپه هېواد کې مصؤن ژوند وکړي او ان چې ورته دسیاسی فعالیت زمینه هم برابره شوه . خو غټې ستونزې لکه بې امنی او اداري فساد ، چې حامد کرزی هم ترې منکر نه دی د بهرنیو کړیو دموجودیت او کورنیو ځینو فساد پالونکو له لورو رامېنځته شوې چې هغه دنوموړي داکاري دورې دنیمګړتیاوو په توګه ارزول کیږی.
دسولې په هکله حامد کرزی دډېرو نوښتونو بنسټګر ؤ دسولې ټینګښت دکمیسون جوړېدل، دسولې په اړوند دلویې جرګې جوړېدل، دسولې دعالي شورا جوړېدل، دسولې په اړه نړېوال فعالیتونه لکه دسعودی ، ترکې پاکستان او قطر اونورو هیوادونو سره په دې اړه پراخې هڅې او سفرونه په دې اړوند دهڅو نمونې دي. خو له بده مرغه تراوسه پورې دغو هڅو لا ملموسه او کوټلې پایله نه ده ورکړې.
دغه راز یو شمېر نیمګړتیاوې هم موجودې وې چې دافغانستان اوسنیېو او پخوانیو حالاتوته په لیدو سره دغه نیمګړتیاوې توجیه کیدای شي چې پړه یې هم پرحالاتو او هم په ښاغلی کرزی پورې اړه مومي.
جمهوررییس کرزي په خپلو ویناوو کې ددریدلو افغانانو غږ را اوچت کړی او له هغوسره یی دخپلې غمرازی اعلان وکړ، ان چې په دننه کې به دخپلو سیاسی متحدینو له نیوکو سره هم مخ ؤ خو ده خپل غږ اوچت کړی چې مثال یی طالبانو ته دورونو ویل خطاب دی هغه هم په داسې حال کې چې دده ورور د اکا زوی ، دسولی شورا رییس او ګڼ نور د ښاغلی کرزی او دده ټیم ته نږدې کسان وژل شوي وو. دا سې هم نه ده چې هغه یواځې دخپلې دورې په پای کې دغه غږ اوچت کړی دی بلکې په تېرو کلونو کې یې په وار وار غږ اوچت کړی خو له بده مرغه د(( پاڼ او پړانګ )) ترمنځ داوسېدو له مجبوریته یې تردغه وخته دخپلو ملی ګټو لپاره ګزاره کړې خو خپل اخروی مسؤلیت یې هم په ټینګه په پام کې نیولی دی.
په ښاغلی کرزي په ډیرو مواردو کې ډیر کلک کلک انتقادونه شوي رسنیو په وار وار ده ته سپکې سپورې ویلي ، عامو افغانانو او سیاسی مخالفینو اوګنو سیاسی ګروپونو ده ته ناوړه خطابونه کړي خو ده په ورین تندي ټولې نیوکې او ویل شوي خطابونه او ویناوې اوریدلی او په وړاندې یی داسې غبرګون ښودلی چی دده له پراخي حوصلې نه نماینده ګی کولای شي.
نه غواړم چې زما دغه لیکنه کومه یو جانبه توصیفی جنبه ولري حامد کرزي او ترلاس لاندې ادارې یی ډیرې نیمګړتیاوې هم درلودلي ، په ډیرو برخو کې څه ډول چی انتظار وو پرمختګونه نه دي شوي او ډير نورڅه ناسم ترسره شوي چې نه غواړم د ده دتګ تګ په وخت کې یی تفصیلی یادونه وکړم ، خو یوڅه چې ډیر شنونکی کې یی یادونه کوي هغه دادي چي دنوموړي قدر به موږ هغه وخت لا ښه احساس کړو چي دی په واک کي نه وي.
کرزي دعامو افغانانو په زړونو کي ځای نیولی او ورته محبوب دي اوددغه محبوبیت څرک به بیا هغه وخت لانور هم ولګیږي چي راتلونکی نسلونه او تاریخ قضاوت وکړي او دحامد کرزی او زموږ د دمخکینیو نورو سیاسی مشرانو مقایسه سره وشي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery