مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هغو ته چې دواړه نوماندان یوشان ملامته ګڼي؟

سرلوڅ مرادزی


 ځینې ساده زړې افغانان داسې انګیري چې د ۱۳۹۳ کال له ټاکنو څخه د انجړې مشوړې په جوړونه کې، د اشرف غني په مشرتوب د تحول او بدلون ټیم او د ډبل عبدالله په سرخېلۍ د همپالنې ټیم، دواړه په یوه شان ملامته دي. داسې کسان په ټاکنو کې رامنځته شوي کړکیچ په مساوي توګه په دواړو ټاکنیزو ټیمونو یو شان ویشي اوغواړي دلته هم په اصطلاح ملي یووالی وساتي او داسې قضاوت او پریکړه کوي چې په ورته وخت کې ( هم شهید او هم غازي) وي!
له دې ډلې یو شمېر کسان بیا په دې اند دي، که ټاکنو کې د کړکیچ د رامنځته کېدو ګوته عبدالله او د هغه ټیم ته ونیول شي، د عبدالله پلویان به ترې خپه شي او نه چیرې په ټاکنو کې يي عبدالله وګټي او د دوی متوقع ګټو ته زیان ورسیږي. دوی هم لکه ( پیشو غوندې د خدای لپاره، مږکان نه نیسي!)، د هیواد په ملي ګټو کې د څپڅپاند دریځ او د ملي ارادې د نشتون په لامل، تل د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ پریکړه کوي او د نورو په تېریستونکي تبلیغاتي غوغا ورګډیږي!
همدارنګه یو شمېر کسان بیا د پړې او ملامتیا غټه ګوته ارګ ته نیسي او په ټاکنو کې د کړکیچ ټول بار د ولسمشر کرزي پر غاړه وراچوي. که څه هم ټاکنو کې، لکه د هیواد د نورو چارو پشان، ارګ او کرزی خانګړې ستونزې او نیمګړتیاوې لري؛ خو دلته نه ښايی د نورو ستونزې او توطيي هم پر ارګ او کرزي ورواچول شي او په لویلاس د ارګ او کرزي بار دروند وښودل شي او د هیواد ملي ګټو ته درغلګر او توطیه ګران، سپین چرګان وګڼل شي.
بلخوا په افغانانو کې ځینې ساده ګړي بیا په ټاکنو کې د درغلګرې ډلې تر تبلیغاتي اغیز لاندې، د ملامتې ډلې پرځای، نړیواله ټولنه هم تر نیوکو لاندې نیسي او په ناپوهۍ او بیخبرۍ سره په ټاکنو کې د درغلګرې ډلې په ګټه دریځ نیسي او اوبه خړوي!
دا خبره چې ټاکنو کې دې دواړه ټیمونه یو شان ملامته وګڼل شي له هیڅ منطق، پوهې او په ټاکنو کې له ریښتیني بهیر سره تړاو نلري.
د ټاکنو پایلې څلور پنځه میاشتې ځنډول او یا له ټاکنو انجړه مشوړه جوړول، ددې لپاره چې ټاکنې د افغانانو په ذهن کې ووهل شي او د هغو په وړاندې د افغانانو عمومي کرکه راوپاریږي، له پیل څخه د عبدالله د ډلې موخه وه. خو د ټاکنو د بې اعتبارولو لپاره دا هڅې هغه مهال لاګړندۍ شوې چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې عبدالله او د هغه ډله وپوهېده چې ټاکنې يي بایللې دي. همدراز له دې شېبې روسته دوی پخپل ټول ځواک او خپلو ټولو امکاناتو د ټاکنو د بهیر د ناکامۍ لپاره مټې رابډوهلې!
لومړی نظارشورا وه چې له ټاکنو مخکې يي د کمپاین په مهال، د اشرف غني ــ سیال لوري په وړاندې له شبنامو راپیل کړه. روسته يي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارانشا مشر ښاغلي امرخېل په نښه کړ او هغه يي استعفی ته اړکړ. بیايي د صندقونو د منم، نه منم خبره منځته راواچوله او په پای کې يی د لويي جرګې په خیمه کې د برحال انتخابي ولسمشر کرزي انځورونه رانسکور کړل او د خپلې ډلې د مشر عبدالله، هغه يي پر دیوال وځړول او د موازي حکومت په قرصک يي، د توطيي بله سینایو مخې ته کېښوده!
بلخوا کله چې د دوی موازي حکومت هم تر زیږیدو مخکې، د نظارشورا په نس کې سقط شو، بیايي په بډو ګوتې ووهلې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې او ملګرو ملتونو په لور يي منډه کړه او د افغاني څارونکو پرځای يي نړیوالو څارونکو ته پنا یووړه، خو دلته هم اوس ګورو چې د ملګرو ملتونو په وړاندې د ټاکنو د پایلې د منم او نه منم ترانه کله په ښکاره او کله په زړه، زمزمه کوي.
د خپرو شویو تازه مالوماتو له مخې، نن يي بیا هم د ټاکنو ټول بهیر او د ملګرو ملتونو بې پرې دریځ تر پوښتنې لاندې راوست او د پخوا په توپیر چې هلته يي په ټاکنو کې افغان دولت، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او خپل سیال ټیم ملامت ګاڼه او د خپل بام وارې يي پر هغو وراچولې، دا ځل يي د ملګرو ملتونو او نړیوالو څارونکو پر مخ هم لاړې ورتو کړې او په یوه ګرځ سره يي ټولو ته شا کړه!
البته دلته د دې لیکنې موخه دا نه ده چې د ټاکنو په وړاندې د نظارشورا د توطیو او دسیسو ټوله کرونولوژې، یو په یو بیان شي، اوس په دې راز ډیری افغانان تر هرچا ښه پوهیږي، بلکې پوښتنه دا ده چې ولې د ټاکنو په وړاندې له دومره ښکاره توطیو سره سره بیا هم ځیني افغانان ځانونه د ړندو په کوڅه برابروي او غوږونه کاڼه اچوي او د نظارشورا توطیه ګرو سره په یوه تله او ترازو د تحول او بدلون ټیم تلي او ارزوي!
دا خبره چې د عبدالله پشان اشرف غني او یا د همپالنې د ټیم پشان د تحول او دوام ټیم هم، پړ او ملامت دی، کوم ځای يي ریښتیا دی؟
 بلخوا دا شان خبرې څوک د افغانانو خولو کې ورکوي؟
 دواړه ټیمونه څنګه په یوه وخت کې ټاکنو ته ژمن ګڼلای شو چې یو يي پایلې که هرڅه وي مني، خو بل ټیم مخکې له مخکې د خپل بریالیتوب شرط ږدي؟
 دا څنګه عدالت او انصاف ګڼلای شو چې هم درغلګر ملامت وګڼل شي او هم عدالتخوا او انصافګر!
دې کې شک نشته چې د ټاکنو دا پړاو هم تیرېدونکی دی، یو ټیم به يي وګټي او بل به يي بایلي، یا به بایلونکی ټیم له بریالي ټیم سره د ملي مشارکت حکومت جوړ کړي او یا به اپوزیسین ته ولاړ شي، خو د دې لیکنې موخه داده چې موږ ځیني افغانان ولي دوه هندواڼي په یوه لاس کې نیسو؟
 دلته د ټاکنو په وړاندې د عبدالله د ټیم او یا د نظارشورا د ویجاړوونکو تبلیغاتو او چلوټو خبره نه کوم، بلکې د هغو کسانو خبره کوم چې هم يی په میخ وي او هم يي پر نال! هم د پولې دیخوا خوري او هم د پولې اخوا!
دوی هم د عدالت او انصاف خبره کوي او هم له چلوټو او توطیو سره ملګري دي!
دوی یوخوا د هیواد د ملي ګټو ترانې وايی او بلخوا د غلو او لنډه غرو سره د هیواد د ورانۍ په قرصک کې په یوه پښه نڅیږي!
دوی هم ځانونه افغانان بولي او هم هغه چا سره په یوه لار روان دی چې په افغانیت شرمیږي او له هغه کرکه لري!
تو لعنت دې پر دغسې منصفۍ شه چې له حقو نه باطلو ته ګذر کړي
 رحمان بابا
 د ۲۰۱۴ کال د سیپټمبر لومړۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery