مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالله خانه!، د شرم په نوم څه پیژنی؟ که نر وی نو اوس میدان مه خوشی کوه.



دومره بی شرمی؟ دومره بیجوبی؟ دومره سپین سترګی؟ دومره د قدرت لوږه؟ دومره په افغان ولس او نړیوالو باندی بوزی(ریشخند) وهل؟ او دومره بی ابی لکه چی عبدالله او ټیم یی راخیستی ده باور وکړی چی د نړۍ په تاریخ کی اونه د نړۍ په سیاستوالو کی یی ساری لیدل شوی دی او نه به ولیدل شی.
بی شرمی پدی کله چی د دوهم دور د ټاکنو لا یوه ورځ نه وه تیره شوی عبدالله او ډله یی پدی پوهه شول چی میدان یی بایللی دی نو په بانو یی شروع وکړه او دعوا یی وکړه چی د دارلانشا ریس امرخیل درغلی کړی دی پداسی حال کی چی هیڅ ثبوت یی نه درلود او امرخیل بیا پدی خاطر چی ټاکنو ته زیان ونه رسیږی له دندی لاس واخیست، دوهمه داعوا د عبدالله د ټیم په اوله ورځ دا وه چی ځنګه کیدای شی چی ۷ یا ۸ میلیونه رایی د کارول شوی وی، پداس حال کی چی ۲۰ میلیونه کارتونه ویشل شوی وو.
بیجوبی پدی چی کله د دوهم دور د ټاکنو لومړی پیلی اعلان شوی او ډاکټر صاحب اشرف غنی ډیری رایی درلودی نو همدغه د عبدالله د لنډغرو ټیم کوڅو ته راووتل او د لوی جرګی په خیمه کی یی د موازی حکومت د اعلانولو هڅی وکړی او د دافغانستان د برحال ولسمشر کرزی عکسونه یی په ډیره بیشرمی سره په لغتو کړل.
سپین سترګی پدی چی کله عبدالله او ډله یی پدی پوهه شول چی نه، موازی حکومت به یی هیڅوک هم په رسمیت ونه پیژنی او هسی به پر میدان پاتی شی او لبا نور به په سپکو سپک شی نو د امریکا څخه یی د کومک غوښتنه وکړه چی په نتجه کی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری کابل ته ځان راورسوه او هغه پلان چی عبدالله او لنډغرو یی لا له وړاندی تیار کړی وو د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کی د تشریفاتو ریس د ټولو ډیپلوماتیکو اوصولو بر خلاف جان کری ته چی له الوتکی راوکز شو په جیب کی ورکیښود. جان کری د همغه پلان پر بنسټ چی یادونه یی وشوه د ډاکټر صاحب اشرف غنی سره دی هوکړی ته ورسید چی یو د ملی وحدت حکومت به جوړیږی او هر څوک چی ټاکنی وبایلی د اجرایی پوست به هغه ته ورکول کیږی فیصله وشوه پداسی حال کی چی د تحول او دوام د ټیم ټول عړی او هغه چا چی نوموړی ټیم ته یی رایی ورکړی وی پدی هوکړه چی عبدالله د ټیم سره د ګډ حکومت جوړ شی نه وو خوښ او ندی خوښ، پاتی د نه وی چی په تړون کی پریکړه شوی ده چی هر جوړ جاړی به دافغانستان د اساسی قانون تر سیوری لاندی تر سره کیږی.خو عدالله او ټیم یی دا خبره ونه ومنله او بیا یی جان کری راوغوښت په دوهم ځلی جان کری هم دا خبره وکړه چی هره پریکړه باید دافغانستان د اساسی قانو په رڼا کی وشی.
عدالله خانه ! د قددرت لوږه ځکه درسره ده چی کله تا ټاکنی بایللی دی او ډاکټر صاحب اشرف غنی او ټیم یی دی ته تیار دی چی بیا هم په حکومت کی ځای درکړی او ته وایی چی د افغانستان اساسی قانون د تر پښو لاندی شی او په حکومت کی بیا ځانته د بل حکومت غوښتونکی یی چی دا کار به په هغه ټولنو کی چی د ډیموکراسی اوصول منی نه شوی وی او نه به وشی. ته د افغانستان یو فرد یی او باید د افغانستان اساسی قانون ومنی.
عبدالله خانه پر افغان ولس او نړیوالو ریشخند همدومره بس دی ! ګوره ولس دا څلویښت کاله کیږی چی ستا او ستا ټیم چی تول جګړهماران ، د دولتی ځمکو عاصیبین او د افغان ولس کاتلین پکشی راتول شوی یاست ساه نشی باسلی تر اوسه د د جهاد او مقاومت په نوم په میلیونو افغانان یا بی کوره او یا هغه بلی دنیا ته ولیږل او اوس ستا او ستا د ټیم د بیشرمیو له لاسه چی تا او ستا ټیم ته ښه قدرت په لاس درشی په ولس کی هغه پاتی وینی هم وچی کړی ولس د یوی ګلی ډوډۍ د پیدا اکولو وص او قدرت نه لری او ته او ستا ټیم د قدرت جنون اخیستی یی.کله ټوپک ته لاس کړی او کله چاکوته.
کله چی ستا او ستا د ټیم په خوښه نړیواله ټولنه د د رایو د صندقونو د تفتیش لپاره د ټاکنو د خپلواک کمسیون سره یو ځای او د داخلی او خارجی نظرینو په موجودیت کی په کار پیل وکړ او دا دی نږدی نوی سلن کار خلاص شوی دی او چی کله ته عبدالله او ټیم مو پدی ونه توانیدلی چی د افغانستان د اساسی قانون څخه بهر یو څه تر لاسه کړی نو لکه د پخوانیو بانو په شان مو بیا دا بانه ونیوله چی که زموږ د ټیم غوښتنی ونه منل شی نو موږ نه ټاکنی منو او نه یی نتجی. خو اوس ورځی رالنډی شوی دی او ستا ، ستا د ټیم هغه نیوکی چی تاسو یی په وار وار کوی او ویل مو چی په لویه پیمانه درغلی شوی دی اوس به یی نړیواله ټولنه میدان ته راوباسی او دا به افغان ولس ته هم په ثبوت ورسیږی چی چا درغلۍ کړی ستاسو ټیم او که د بدلون او دوام ټیم؟ او چی دټاکنو خپلواک کمسیون د نړیوالی ټولی په موجودیت کی پیلی اعلان کړی ته به یی منی، ستا ټیم به یی منی او ستا هغه پلا به یی منی، همدومره لیونتوب بس دی چی تا او ستا ټیم وکړ.
عدالله خانه! اوس که نر وی وی او د شرم په نوم څه پیژنی او لږه حیاه ولری له میدان څخه مه تښته دلته نړیواله ټوله او په سلهاوو نړیوال نظرین موجود دی او هر څه به ډیر زر میدان ته راوباسی، دوی نه ستا لحاظ کوی او نه د ډاکټر صاحب اشرف غنی، دوی نه ستا د اکا زامن دی او نه د ډاکټر صاحب اشرف غنی چی طرف به وکړی. که په تا کی او ستا په ټیم کی لږ شرم وی نو میدان مه پریږدی د نر په شان د پایلو اعلان واوری او که تاسو ټاکنی وبایللی دا حتمی ده چی بایلی یی خپله ماتی ومنی او دا ځوریدلی ولس چی نږدی نیم کال تاسو او ستاسو ټیم د پخوانیو ځورولو پر سر چی نږدی څلویښت کاله مو ځورولی دی نور هم وځورول ترینه بښنه وغواړی او د تل لپاره د سیاست سره مخه ښه وکړی. د ټاکنو پیلی به ته خو لا څه چی ستا هغه پلار به یی هم منی، دا ځکه چی نړیواله ټولنه یی اعلانوی. او د نړیوالی ټولنی زور ستا هغه پلار هم نه لری.
مننه
 ډاکټر ګل مرجان منګل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery