مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کې د زده کوونکو او محصلینو زده کړي ته یوه لنډه کتنه:


لیکوال: الفت مومند:

په بهرنیو هیوادونو کې داسي میتودونه او لاري چاري د زده کوونکو لپاره پام کې نېول کیږي ترڅو خپل راتلونکې نسل د هېواد د ښه پرمختګ او لا سمسور کولو کې ښه وځلیږي، په نورو هیوادونو کې لومړنې زده کړه  یو زده کوونکې ته داسي په معیاري ډول باندي ورکول کیږي چې هغه راتلونکې کې وشي کولاي خپلې لیوالتیا سره سم خپل ځان لپاره یو مسلک وټاکې او بیا کله چي د هغه مسلک لپاره چمتوالې نیسي نو د هماغي اړوند کتابونه مطالعه کوي خو برعکس زموږ هیواد کې بیا څرنګه سیستم دي موږ د لومړي ټولکي نه تر ۱۲ پوري عمومې ډول باندي ټول کتابونه زده کوو یعني که څوک غواړي ډاکټر شي نو باید چي ټول مضامین لکه جغرافیه و تاریخ ، ریاضي، هندسه، مثلثات، جیولوجی، داسي نور مضامین باید چي ښه یاد ولري حال دا چه دغه کار د یو زده کوونکې لیوالتیا ډیره زیاته مړاوي کوی ځکه هغه ددي لیوالتیا لري چي هغه ځان د داسي مضامینو سره بوخت کړي چي هغه ورسره لیوالتیا لري همدا شان تاسو شاید یاست یو کس چي غواړي راتلونکي کې یو ښه انجینر شي هغه هم دغه کتابونه مطالعه کوي او ددي ټولو زدهکړي نه وروسته کله چي دي ټولو کې ښه نومري واخیستي بیا هغه انجینري ته بریالې کیږی دا خو خیر کله چي یو زده کوونکې خپل پوهنځي ته بریالې هم شي دغه د ښوونځي کتابونو نه خلاسون نه مومې بیا ورته مخه شي خو لږ بڼه یې بدله وي د کتاب پر ځای نوم یې ورته بدل کړي وی چیپټر نو چون زده کوونکې هم نوی وي نو پدي خبره بسنه کوي چي اوس موږ چیپټر خاوندان شولو خو کله چي دغه چیپټر ترلاسه کړي او مطالعه کړي نو بیا ورته معلوم شي چي زموږ کتاب او دي چيپټر کې څومره توپير شتون لري بله مهمه خبره چي زه غواړم هغي یادونه وکړم هغه داده چي په افغانستان کې نه بنسټ د زده کړي مخ په پرمختګ دي او نه یې پایله ځکه تاسو نن سبا پوهنتونو ته یوه کتنه وکړي په څه حالت کې قرار لري لکه په افغانستان کې نن سبا پوهنتونونو کې نن هم هغه دپخوا وخت لیکل شوی کتابونه دي چې نن ورته ځینو استادانو چیپټر بڼه ورکړي او خپل زده کوونکو باندی ورځ پری سبا کوی او همداسي یو ورخ پدغه ډول یې بیا ټولني ته وړاندي کوي چې دغه لړ کې بیا ځیني استادان چي نن سبا د بهر نه راغلې یا بهر کې زده کړي کړی ددوي کور دي ودان وي کنه دغه نورو خو موږ د څلویښت کاله پخوا زده کړو سره ښه آشنا کړلو او څرنګه چي تاسو اوس ګوري نن سبا نړۍ په زده کړي برخه کې کوم ځایې او مقام ته رسیدلې زه دا نه وایم چې دغه بدلون دي موږ هیواد کې نن راشي خو دا خو د نن خبره نه ده افغانستان نوی حکومت لړې دیارلس کاله وشول نو باید دغه دیارلس کولنو کې یو څه خو بدلون راغلې وی د افغانستان د زده کړي سیستم کې د کوم لمخي چې زموږ زده کوونکو کولای شوی خپلې خوښی زده کړي ته دوام ورکولې شولې زموږ هیواد کې دغه دیارلس کولنو کې ددي ډنډوره ده چي کتابونه سږکال زده کوونکو ته په بشپړ ډول ورسیدل خو کوم کتابونه کومه پیسه چي پدي برخه کې ولږیده آیا پکار و چي داسي کتابونه ورکول شوي وی باید چې دغه د پوهني برخي کې یو څه بدلون راشي کنه موږ به ډیر کمه اندازه باندي خلانده او لیواله زده کوونکې  به ولرو  هر پوهنځي باید بیلابیلې ځانګې ولري او باید چي هري څانګې مطالب یو بل سره توپير ولري نن سبا خو ځینو پوهنتونونو کې یو پوهنځي څانګي لري خو د دواړو مضامین یو شان دي دواړه څانګې هماغه یو ملا لري او هغه هم ورته هماغه تکراري تراویحي وایې نو تاسو خپله وویاست چي داسي حالاتو کې به زموږ هیواد څنګه پرمختګ وکړي څرنګه به موږ خپل نوی فاریغانو نه زیاته تمه ولرو اوس پکار داده چي موږ باید خپل دغه نیمګړتیاوي حل کړو او خپل راتلونکې نسل ته یو څه کار وکړو بل خوا د پښتنو سیمو کې کتابونه خو لا څه کوي چي د ښوونکو هم په پراخه ډول باندي نشتون لیدل کیږي او کوم چي شته هم هغوي هغه معیارونو باندي زده کړه نه ورکوي چي موږ ورنه تمه درلودله زه  تاسو چارواکو ته وایم چې تاسو یوه سروي وکړي چې د افغانستان زده کوونکې څه غواړي څه ډول باندي زده کړه غواړي آیا دوي د معارف او لوړو زده کړو وزراتونو نه پدي برخه کې خوښ دي ما خو چې تر کومه پلټنه کړي نو هر یو ماته نیمګړتیاوي او ګیلې وړاندي کړي دي دا خبره بیا ډیرو ښوونکو هم ماسره منلې چي په ریښتیا افغانستان کې زده کړي برخه کې دومره کار ندي شوی باید چي دغه دیارلس کلونو کې ډیر څه شوي وی اوس خو پوهیږو چي ټاکنو دومره وخت ونیو چي هر وزرات یې د پخو غورزولې دي نو معارف ته به د چا فکر وی یا د لوړو زده کړو وزارت ته به د چا پام وی له بلې خوا افغانستان خلک هم ډیري د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي نو هغه چا ته چې د ورځي ډوډي سیمه نه رسیږي هغه به دي مسایلو ته څه پام وکړي خیر یو ځل بیا د افغانستان په معارف او لوړو زده کړو وزارتونو باندي غږ کوم چې خداي لپاره دغه بی نېټه (expire)  میتودونه د تدریس نور پای ته ورسوي او هغه سیستمونه چي پکار دي هغه ته لاري جوړي کړي بله دا چي هر پوهنځي په شمول د پلازمیني اړتیا نویو شیانو ته
لکه د افغانستان انجینري پوهنځي هیڅ ډول وسیایل نه لري لکه هغه ماشین چې هغې باندي یو انجینر وشي کولای یوه سیمه سروي وکړي یا هغه ماشنونه چي د هغی په مرسته یو انجینر وشی کولای د یوې ساحي خاوره ټیست کړي او د هغي مقاومت او خاوري نوعیت معلوم کړي همدا شان طب پوهنځي دومره نیمګړي دي چي پوښتنه مه کوه تاسو ته که زما وینا درغ ښکاري نو زه تاسو ته د ساري په ډول د یو څو پوهنتونو نوم هم اخلم لاړ شي د هغو محصلینو سره یوه مرکه وکړي تاسو ته به معلومه شي بله دا چي زموږ وزیران  صاحیبان هم د پلازمني خوند لیدلې ځان ته ولسمشر فکر کوي کال کې که یو ځل کومې سېمي ته لاړ شي او د هغي سمي والې ښاغلې سره کیني او د سېمي معلومات تر اخلې ته به وې والې صاحب به دي ته ټول معلومات ورکړي چې دي غواړي هغه هم ددي لپاره چې ځان پدي برخه کې کم را نه وړي ښه غټي غټي ورته ووایې حال دا چې پکار ده دي هر ولایت ته لاړ شي تاسو ماته د مثال په ډول یو داسي وزیر وښایې چې هغي په یو کال کې د افغانستان ټولو سیمو نه لیدنه کړي وي او ځایې خلکو احوال یې اخیستي وي نشته بس نور خو زه ددغه چارواکو دغه نه پاملرونو باندي ستړي شوی یم حیران یم چې چا ته خپل دغه فریاد وکړم زه یواځي ددي موضوعوګانو وړاندي مبارزه نشم کولې ځکه وایې چې په یو ګل پسرلې نشي راتللې اوس هم وخت شته او نور ددي هیواد لپاره یو غږ پورته کړي د هیواد نور خلک په کومو مسایلو کې اخته دي او موږ څه کوو موږ تراوسه خپل حق ندي ترلاسه کړي برسیره پردي چې موږ اکثریت کې یو خو که موږ همداسي پاتې شو نو که پنځوس کاله نور هم تیر شي نو نه به دغه هیواد پرمختګ وکړي او نه به د سولې ښه ورځي وویني پدي هیله چې زموږ هیواد خلک نور ځان پدي برخه کې یو څه بیداره کړي کنه توان هم دوي به وکړي او هیر به هم ددوي وې خو الله دي نه کړي شته هم په معارف او هم په لوړو زده کړو وزارت کې داسي وتلې څیري چې دغې توکو ته پام شته او خپل ځان نه به یو پاڅون ضرور وښایې او د یو ښه او قوي زده کړي میتود چې په هغي کې  ټول هغه  مسایل چې نن سبا زموږ زده کوونکو او محصلینو ورته تلوسه ده منځ ته راوړي.       
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery