مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د مینې ښار په ( نظامي ښار) بدل شوې

 

 

 خان ولي کامران
 هغه سېمه چې د ټول افغانستان سرنوشت ور پورې تړلي دی که هغه په سیاسي برخه کې وي، اقتصادي برخه کې وې، د سوداګرۍ په برخه کې وې، فرهنګي برخه کې وې،علمي برخه کې وې، ټولنیزو او نورو عامه المنفعه برخړو کې وي یانې په اصطلاح ویلی شو د هېواد د خلکو د ژوند بقا زیاته برخه یې ددغی سېمي له لیارې خړوبېږي.نو دغه سېمه په هېواد کې د کابل دروازې په نوم هم یادېږي ځکه چې د یادې سېمي هر اغیز په پلازمینه کابل کې احساس کېږي که هغه په هره برخه کې وي نو دغه سېمه یو وخت د مینې ښار وو، سولي ښار وو، همېشه بهار وو او د ټولو پرګنیو د ګډ ژوند تېرولو د خوندیتوب ښار وو خو اوسمهال په یو ویرونکي، ډارونکي، وژونکي، تښتوونکي، وحشت ناک او په نظامې ښار بدل شوې چې خلک پکې له ورایه د ویری احساس کوي.


په دغه ښار کې د وروستیو وژونکو پېښو او ناامنیو له امله خلک په ویره کې دي، کاروبار ټکنې شوې، تګ راتګ د خلکو ترمنځ کم شوې، ټولنیز، فرهنګي او علمي کارونه کم شوې ځکه په ښار کې ټولي لویې لارې د خلکو پرمخ تړل شوې او یوازې یو سړک چې ښار له شااوخوا سېمې سره وصلوي د خلکو او ترافیکو پرمخ خلاص وي چې دغه کار په یو سړک باندې د خلکو او ترافیکو تراکم نور سېمه ایز خلک تر پوزو رسولي دي.


نو که لږ نور هم د ښار په بیلابیلو برخو کې د خلکو معلوماتو لپاره په جزیاتو تم شو د بیلګی په توګه د جلال اباد ښار د پنځمی ناحیی او د کابل د موټرو تم ځای ته لویه لار چې د ملي امنیت تر مخی تېرېږي د خلکو او ترافیکو پرمخ تړل شوې او خلک د سېمي جنوب لورې ته د دویمي ناحیی د چپرهار او پچیر اګام ولسوالیو د لویې لیاري او ددریمي ناحیی له لورې د کابل – جلال اباد د لویې لیاري پواسطه ښار ته تګ راتګ کوي چې د خلکو په ژوند کې ستونزې را ولاړې کړي، د ولایت مقام مخی سړک چې د کونړ ، نورستان ولایتونو سربېره د ننګرهار شمالي ولسوالیو خلک چې پلازمېني کابل ته یې د تګ شاټ کټ لاره وه د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده او ټول تراکم یوازې په سړک باندې ممترکز دي، د ننګرهار امنیی قوماندانۍ پرمخ د کابل جلال اباد لاره که څه هم د ورځي له پلوه د ترافیکو پرمخ خلاصه وي نو د مازیګر لخوا د ترافیکو پرمخ تړل شوې وي او ستونزي زیاتي کړي همدارنګه د ښار په بیلابیلو برخو کې د امنیتي تلاشیو او چیک پوسټونو له کبله چې خلک د تذکرو په نه درلودو له امله ودرول کېږي، تلاشي کېږي د خلکو ستونزې څو برابره زیاتې کړي دي چې دغو کارونو د ښار بڼي ته تغیر ورکړي او هغه نوم چې یو وخت د مینی او سولي ښار وو نه پاتې کېږي بلکی د یو نظامي هډي حیثیت یې خپل کړي دي.


نو ددغو ستونزو لامل چې د میني ښار یې په نظامي ښار بدل کړي شاید له هر چا سره بیلابیل نظرونه موجود وي، چې یو لوی لامل یې په هېواد کې د ټاکنو ناندرۍ دي چې په ټول هېواد يې د ناامنیو سیورې غوړولي چې ننګرهار هم ترې مستثنا نه دی. بل لامل یې د ولایتی اداري او امنیتي بنسټونو نه همغږي او غفلت دی چې په سپنه ورځ په ښار کې خلک ترور کېږي ، بریدونه ترسره کوي او د عامو خلکو ژوند ګواښي. د اداري مسولینو لخوا د قانون له سرغړونکو سره د قاطع برخورد نه ترسره کول هم د ستونزو د ډېرویدو لامل شوې دي.


د ننګرهار له زیاترو ولسوالیو څخه زیاترو خلکو د خپل مال، سر او عزت د خوندیتوب لپاره ښار ته مخه کړه خو اوسمهال په ښار کې هم ورځ تر بلي امنیتي ستونزي ډېريږي چې د خلکو ژوند یې ستونزمن کړي دي.
نو د ننګرهار دولتي او غیری دولتي چارواکي، منورین، مشران، ځوانان، روڼ اندي او په ولایتي او ملي شورا کې د ننګرهار استازي باید لاس تر زني یادو حالاتو ته کینني بلکي لاس په کار شي ګني نږدي ده چې ننګرهار به ټول هغه ارزښتونه له لاسه ورکړي کوم چې یې پخوا لرل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery