مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

که څوک تله د انصا ف په لاس کی درکړی‎

 

 


خپل ټوټو او د بل اس به برابر کړی. دا د رحمان بابا شعر می د تش په نوم ښاغلی شیخ الحدیث، جهادی مشر صیاف پر هغه وروستی د بی عدلتی پر اعلان باندی را په یاد شو چی ویلی یی دی ( تر څو چی د عبدالله او ډاکټر صاحب اشرف غنی تر منځ سیاسی جوړجاړی نه وی شوی تر هغه وخته د د ټاکنو نتجه نه اعلانیږی) وهه وهه راشه که یی ګوری!
دی ته وایی مسلمانی!، دی ته وایی د احادیثو شیخی!، دي ته وایی د جهاد مشری! دی ته وایی عدلت او دی ته وایی انصاف!
ښاغلی صیاف موږ نه پوهیږو چی تاسو دا د احادثو علم چیرته او له چا څخه زده کړی دی او په چا یی عواړی پدی ډول لکه تاسو چی یاست و منی؟. ښاغلی صیاف موږ نه پوهیږی چی تاسو څه شی عواړی او ولی دا مظلوم ولس په قرار نه پریږدی؟ ایا تاسو فکر نه کوی چی الله سبحان وتعالله به ستا د دغه پریکړی چی د ټاکنو د نتجو د ځنډولو په هکله دی کړی ده پوښتنه ونه کړی؟ ایا تاسو ښاغلی صیاف د قیامت په ورځ ایمان لری؟ ایا تاسو باور لری چی اتلس زره قوم به ولاړ وی او الله سبحان وتعالله به ستا څخه د دی پریکړی او نورو هغه پریکړو چی د امریکایانو څخه د ِغوښتل چی پر طالبانو لوی لوی بامونه واچوی همدارنګه ستا د تیرو څلویښتو کا لونو په جریان کی کړی عملونو چی تاسو ټولو جنګسلارانو تر سره کړی دی پوښتنه ونه کړی؟ ایا الله پاک به ستا د دغه بی انصافه اعلان پوښتنه ونکړی چی د ټاکنو نتایج ځنډول عواړی؟
 ښاغلیه صیافه! افغان ولس هغه وروستی د ولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو پخاطر په ډیرو سختو شرایطو کی خپلی رایی دوه ځلی ورکړی او تا خو دواړه واری دا ټاکنی بایللی دی لومړی پدی چی تاسو پخپله د ولسمشرۍ لپاره ولاړ وی افغان ولس دومره کمی رایی درکړی چی هغه په فیصدی کی هم نه راځی په دوهم واری لاړی د لنډغرو د مشر عبدالله سره ودریدی بیا مو هم ټاکنی وبایللی او د لومړنیو ابتدایی رسمی نتایجو له اعلان څخه وروسته تاسو د هیواد او ملت دښمانانو په بیشرمۍ لاس پوری کړ چی بیلا خیرا مو هغه چاته مراجعه وکړیه چی تاسو جګړهماران د هغوی په زور کابل ته راوستل شوی او ټول قدرت یی تر اوسه پوری تاسو ته درکړی دی چی هغه عبارت له امریکا څخه ده، چی ورپسی پدی فیصله او پریکړه وشوه چی ټول رایی به له سره یوه یوه تفتش کیږی چی دا کار هم د نړیوالی ټولنی په موجودیت کی او ستاسو د لوی بادار( امریکا) په خوښه تر سره شو او ټولی رایی تفتیش شوی پاتی د نه وی چی په نتجه کی زموږ اقتصاد ته یو لوی زیان هم ورسید، لومړي مصرف پر تفتیش او ورپسی د هیواد ټول کارونه د ټاکنو له اولی ورځی چی اوس نږدی نیم کال پری تیریږی تر نن پوری په ټپه ودریدل.
هو! ستا یی په څه او د عبدالله ، عطا، صالح او نورو پټکیانو یی په څه؟ تاسو خو یی په شیدو کی لمدوی او په عوړیو کی یی وړوی. ستا یی په څه او د عبدالله یی په څه؟ که په بازار کی یو کراچیوان د خپلی کورنۍ لپاره یوه خوله وچه ډوډۍ نه شی پیدا کولای؟. ستا یی په څه او د عطا یی په څه ؟ که پاکستان پاکستان د ورځی او هر ورځ ۳۰۰ راکیټونه زموږ پر خاوره او زموږ په کورونو فیر کوی؟. ستا یی په څه او د امرالله یی په څه ؟ که هر ورځ زموږ په لسهاو عسکر خپل خوږ ژوند له لاس ورکوی او کونډی یتان یی بی سر پرسته پاتی کیږی؟
 ښاغلیه صایه! اوس تاسو څنګه او په کومو ستر ګو بیا د سیاسی جوړجاړی خبری کوی او وایی چی تر هغه دی د ټاکنو نهایی نتجی نه اعلانیږی تر څو چی سیاسی جوړ جاړی نه وی شوی؟ بیا نو ټاکنی څه معنی لری چی ته اوس موږ سیاسی جوړجاړی ته رابولی. ولی دا سیاسی جوړجاړی له ټاکنو تر وړاندی نه کیده تر څو مو هیواد له دومره ډیرو زیانونو ژغورل شوی وای چی تاسو اوس دا خبره کوی؟
 ښاغلی صیاف غواړم یادونه وکړم چی په لحاظ د خدای پاک، چی نور د ا ځوریدلی او کړیدلی افغان مظلوم ولس مه ځوروی. تاسو او ستا نور جګړه ماران همسنګرو یعنی د نطار شورا د ا څلویښت کاله کیږی چی د جهاد، په نوم ورپسی د شعیه او سنی په نوم بیا د مقاومت په نوم ورپسی د القاعده په نومونو هیواد تکه تکه، ولس پرچه پر چه کړی. تاسو نه چا ته مال ورپریښود او نه عزت نه موږ ښوڼځی پریښږده او نه روغتون، نه مو کوم سړک پریښود او نه کوم پل.نه مو شخصی ځمکی چاته ورپریښودی او نه دولتی ځمکی. بانګونه تاسو د ډالرو ډک کړل، او په افغانستان کی لوړ پوړیزی ودانۍ ستاسو دی همدارنګه د نړیوالی ټولنی ټول کومکونه تاسو حیف ومیل کړی. نه سواد لری او نه کومه وړتیا خو دا ورستی ۱۳ کاله ټولی دولتی چوکۍ همدا تاسو اشغال کړی دی او افغانستان ته مو له پاکستان څخه داسی لوی مرض چی هغه رشوت دی راوړی دی چی ټول ولس یی تر پوزی پوری رارسولی دی. نو دا له خدایه پاک څخه ویره لری همدومره بس ده نور نو دا ولس د سیاسی جوړجاړیو په نوم مه تبه او برباد کوی.
ښاغلیه صیافه او د نطار د شورا ښاغلیو لنډغرو بس ده همدومره بس ده چی افغان ولس ته تاسو هر ډول جزاګانی ورکړی.نور د ولس د ځورولو څخه لاس واخلی او په قراره کشینی. په راتلونکی څو ورځو کی چی د ټاکنو د مستقلی جرګه ګۍ لخوا د نړیوالی ټولنی په موجودیت کی هر څوک د ۱۳۹۳ ه.ش کال د ټاکنو ګتونکی شو هغه ومنی.او که بیا هم تاسو د ټولټاکنو پیلی ونه ومنی او عواړی چی ګدوډی جوړه کړی نو لیری نه ده چی طالبان به بیا تاسو تر ایران او تاجکستان پوری ونه ځغلوی چی په هغه صورت کی به بیا نه تاسو وی، نه به ستاسو ډالر درپاتی شی او نه د ملت څخه عصب شوی ځمکی.
په اخیر کی خدای پاک ته دا سی لاسونه پورته کوم چی هر څوک هغه که داخلی وی اویا خارجی چی افغان ولس ته په سپکه سترګه ګوری الله پاک د یی په همدی دنیا وشرموی.
مننه
 ډاکټر ګل مرجام منګل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery