مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشره ، عبدالله څپيړه غواړي!

ميراغا ملت مل شېرزاد


ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله، چې ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته يو وړ کس بولي او د ده په خوله، چې زه د افغانستان ولسمشر يم او ما څوځلي ټاکنې ګتلې، خو د تقلب په اساس نور له ما څخه مخکې کېږي او که نه زما رايې او په اولس کې محبوبيت، د کار وړتيا، د نفس سپيڅلتيا، لياقت، حوصله... تر دوی ډېره زياته ده.
دا چې ډاکټر عبدالله څومره وړتيا او سپيحلتيا لري، په هغې نه غږيږم، غواړم دلته څو خبرو ته اشاره وکړم، چې هغې زما په اند هغه څه چې ټول افغان اولس که هغه په هېواد يا له هېواده بهر دي په اوسنيو څو مياشتو کې ډېر په تشويش کې دي، چې د افغانانو او افغانستان په برخه ليک به له عبدالله صيب له لورې نورې څه ډول لوبې کېږي. زموږ هېواد نن د اقتصادي بحران سره مخ دی او د مالي د وزير په وينا د دې ټاکنيز کړکيچ په بهير کې موږ پنځه ميليارده ډالره تاوان ليدلی او که دا کړکيچ نور هم وغځيږي، نو د مالي وزارت نه شي کولای، چې مامورينو ته پوره معاش ورکړي. دا او دې ته ورته نورې ټولنيزې ستونزې لکه: په هره ښوونيزه اداره، مجلس، ښار او کوڅه کې د ټاکنو پر کړکيچ خلک غږيږي او د کاروباره يې خلک ايستلي او حتی د يو بل سره يې دښمنان کړي. په زده کړيزو ادارو کې يې د ښوونکواو زده کوونکو ترمنځ د بدبينۍ او د تعصب اور تازه کړی او په زده کړه يې خورا منفي اغيزکړی؛ دا ځکه چې ښوونکي هم د دې لانجې ښکار شوي او ښوونکی، چې د کومې رسنۍ سره د کوم نوماند په ګټه د تعصب له ادرسه وغږيږي، نو بيا چې ټولګي ته راشي نو د زده کوونکو ورسره پخوانۍ مينه نه وي.
ډاکټرعبدالله چې ټول عمر ترې د تقلب کلمه اوريدل کېږي،چې (تقلب زموژ دشمن دی او قانون زموژ دوست دی) او زه د افغانستان د جوړيدو لپاره را وتلی يم. نو کله چې څوک دومره رښتينی او خدمتګار وي، ملي شخصيت وي، نو هغه ته خو بيا افغانستان ډېره اړتيا لري،کله چې په (۲۰۰۹) کال کې ټاکنې وشوې او ارګ د ده له منګولو خلاص شو، نو نور يې وويل، چې زه په دولت کې نور کار نه کوم او دا اداره فاسده ده. نو دلته خو رښتينو او پاکو کسانو ته اړتيا شته، د افغانستان جوړيدو ته اړتيا شته ولې د دې غريب او بيچاره ملک لپاره رښتيا هم په يوه خدمتګاره پوست کې کار نه کوي.
کله چې په ټاکنو کې د ده په خوښه ناروا پريکړې او ناروا غوښتنې کېږي، نو هغه ده ته ښې د منلو وړ او د قانون مطابق دي او که حقه پريکړه وي، د اساسي قانون مطابق وي، خو چې د ده صاحب په تاوان وي، نو هغه بيا ده ته د منلو وړ وي او بيا له خپل ټول عقل و نقل څخه اختارونه ورکوي او په داسې حال کې چې له قانون څخه غږيږي. خپله سر تر پښو پورې په بې قانونۍ کې اخته دی.
په دومره لوی شخصيت سره او په خپلو لويو ښکرو باندې د افغانستان د قانون او ارزښت څلي نړوي، د فغال ولسمشر انځورونه څيروي او پرځاي يې د خپلې خيالي ولسمشرۍ انځورونه پورته کوي اوبيا په داسې حال کې چې د همده په غيري قانوني غوښتنه چې د ټولو رايو تفتيش روان دی او ده د ښار په واټونو کې د خپلې ولسمشرۍ انځورونه پورته کړې او په ليکلي يې دي، چې د افغانستان منتخب ريس جمهور، که ته ريس جمهور وي، نو بيا ولې د رايو تفتيش کوې.
د دې ټولو سرکښيو سره سره ورته ولسمشر يوه خپل تندی هم تريو نه کړو، چې زه خو د دې هېواد فعال ولسمشر يم، زما بې عزتي دې ولې وکړه، زه خو لا تر اوسه دافغان ملت مسول يم دا په ملت دې څه لوبې شروع کړې، موږ ملي ارزښتونه دې له خاورو سره خاورې کړل، زموږ اعتبار دې په نړيواله کچه له منځه يوړو، موږ دې نړيوالو ته د يو بې کفايته ملت په توګه وپيژندلو. ستا له ادرس دې کړيدلې اولس او ځوريدلي وطن ته هره ورځ د لوټ کيدو، تجزيه کيدو او خرڅيدو ګواښونه کېږي. تر دې دا ښه ده چې ته څپيړه وخورې!!!
د سيال نوماند او ورسره ټول ټيم دې کور ودان وي، چې د دومره سرکښيو او قانونو ماتولو سره تاسره هر پيټي ته اوږه ورکوي او د ملت ګټو ته لحظه په لحظه خپله ژمنتيا ښکاره کوي او که الله ج مه کا کوم داسې نوماند سره مخ شوی وای، چې دا هيڅ يې درسره نه منلی او تر تا مخکې يې د افغانستان لوټ کيدو ته ملاتړې وای، نو اوس په هېواد کې بيا تيرې کړنې تکرار شوې وای.
افغان اولس هم کله چا ته دومره حوصله نه وه کړې، چې د يوې ډلې لخوا دې په ټول اولس باندې د څو ميا شتو لپاره لوبې کړې وای، که ډېر غريب او فقير اولس هم دی، نو د کوم زورواکي لخوا دومره لوبې نه شي زغملای او هر زورواکي ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی. هر رنګ پاڅونونو ته يې تر هغې په تيز رنګ کې ځواب ورکړی، خو دا ځل نه پوهيږم، چې اولس ويده دی او که د هېواد ملي ګتې يې په پام کې نيولې. خو د مسول څپيړه بايد وخوري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery