مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

فرعون د یو قطبي نړۍ په سروالي کې !

دوکتور عثمان تره کی

د سپتامبر یوولسم :

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتامبر په یولسمه د نویارک د مرموزې پیښې نه وروسته د نړي په کچه د قدرت د نظام د ویشلو نوې بنه رامنځته شو چه په ترڅ کې يې امریکا د فرعون د ځاي ناستې دعوآ مطرح کړه. زور په حق باندې برلاسي وموند. « کاندولیزارایس » د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر ویلې وو چه « کله چه زموږ امنیت مطرح وي ځان د حقوقي ضوابطو او نړیوالو الزاماتو تابع نه ګنو. د ملګرو ملتونو تحکم نه منو ».
په افغانستان کې د قدرت تښه چه د دولتي دفاعي سیستم د نښتوالې له کبله رامنځته شوې وو یو ویشتم پیړي فرعون او ملګرو ته يې د یرغل زمینه برابره کړه. د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف افغانستان د نوې استعمار په آزمونځاي بدل شو.
امریکا په ۲۰۰۱ م کال کې تروریزم سره د مقابلې تر پلمې لاندې د افغانستان د اشغال په مقصد د امنیت شورآ د یو شمیرو پریکړو (۱۳۸۶ ، ۱۳۶۸ ،۱۳۷۳نمبر ) تجویز ترلاسه کړه .
امنیت شورآ د ملګرو ملتونو ( م ، م ) د منشور د اوهم فصل او ۵۱ مادې په بنست باندې امریکا ته د انفرادي او دله اییزې دفاع حق په پیږندلو سره د هغه هیواد نظامي عملیاتو ته حقوقي پوښښ ورکړه . موخې او هغوي ته د رسیدو لاسوندونه وتاکل. خو یرغلګر نړیوالو قوانینو ، ( م ، م ) منشور او د ( م ، م ) پریکړو خلاف :
ــ د طالبانو د حکومت چه سوله او اعتدال خواته روان وو په لنګولو کې د ( م ، م ) د یو غړې هیواد د ملي واکمني په وړاندې د تیري یوه سابقه کیښود. ( طالبان چمتووالې ښودلې وو چه بن لادن یوه ناپییلې هیواد ته وسپاري ).
د یادونې وړ ده چه د ( م ، م ) د پریکړو له مخې د تروریزم د جګړې مقابل اړخ یوه غیر حکومتي پخپل سره دله وو نه یو دولت. تروریزم سره د جګړې موخه باید د همدغه دلې د منخه وړو په مقصد تنظیم شوې واي . خو یرغلګر د مخکني ستراتژیک پلان په بنست باندې د خپلو جګړه ایزو عملیاتو استقامت د طالبانو د واکمني د نسکورولو په مقصد وکارول.
ــ د افغانانو په کورني شخړه کې د یو اړخ په ملاتړ او د بلې په دشمني دریز ونیوه او د هیوادونو په کورنیو منازعاتو کې د لاسوهنې په وجهه د ( م ، م ) ناپییلتوب تر سوال لاندې راوستل.
ــ د دشمن په وړاندې د غیر متناسب وسلې په کارولو سره د ملکي تلفاتو د بیسارې زیاتوالې لامل وګرځید.
ــ د برید د تاوان په تناسب په بل اړخ باندې زر چنده زیاتې انساني او مالي تاوان وتپل.
ــ په جګړه کې د قوانینو او اخلاقي ضوابطو نه سرغړونه وګړ.
ــ غچ اخیستنې د ګن شمیرو نظامي عملیاتو په لامل بدل کړ.
نن د دغه ناقانونه جګړې نه دیارلس کلونه تیریږي. د بهرنیانو حضور مثبتې اومنفي لاسته راوړنې درلودې.
په ملیاردونو دالرو مرسته ( چه زیاتې برخه جګړه ماران یا دونرانو جیبونو ته لویدلې ) ، په روبنايي پروژو باندې پانګه اچونه ، پولي رفورم ، د ښځو او بشري حقونو وده ( د کورنیو او بهرنیو جنګي جنایت کارانو د محاکمې پروسه ځندول ، بشري حقونو سلامتیا ته سخت تاوان رسولې ده ) ، فرهنګي وده ( د ښوونې او روزنې او مدیا او مطبوعاتو په برخه کې ) مثبتې لاسته راوړنې شمیرلي شو.
خو هغه پیسې چه د امریکا له خواه په جګړه کې لګول شوې ( اتکل ۲۹۶ ملیارد دالر ) د هغه لګښت چه په اقتصادي پراختیا باندې شوې ( اتکل ۶۱ عشاریه ۵ ملیارد دالر ) د تناسب نه وتلې دي ( سرچینه : تایمز ).
په عمومي دول په دیارلس کلنه جګړه کې د یرغلګرو قوتونو د حضور ناوړه اغیز د مثبتې لاسته راوړنې په پرتله زښته زیاتې دي. پدې مانا چه :
ــ د « پیر دوروتېنیې » د سروې له مخې د افغانستان په جګړه کي د مړو شمیر ۱ عشاریه ۴ ملیون ته رسیږي ( د « رادن » د او ، ان ، ژي راپور ).
ــ په ارادي توګه د افغانانو تر منځ خپل منځي وحدت ته سخت تاوان رسول شوې.
ــ افغانستان د سیمې او د سیمې نه د باندې د جاسوسانو د روزنې او پالنې په مرکز بدل او د نظام یوه لویه برخه د مختلفو او متنازعو اجنتانو د ترکیب نه چه سره په دایمي تکر کې قرار لري جوړ شو .
ــ د یو پلان له مخې دودیزه بنستونه چه افغاني تولنې ته د تاریخ په اوږدو کې تولنیز ثبات او سوله وربښلې وو پوه پناه شو بې لدې چه نوې ضوابط د رامنځته شوې تښه د دکولو وړتیا ولري.
په سلهاوو تنه مخالف قومي اومذهبي مشران ( په ځانګړې توګه د پښتنو په سیمو کې ) پدې مقصد ترور شول چه د یرغلګرو په تعبیر د دیموکراسي ( ! ) د پرمختک او د نوې نسل د تشخص مخه دب کړې وو.
 ( پدې برخه کې باید د ګاوندیانو د استخباراتو د جنایت نه دک لاسوهنه د یاده ونباسو ).
ــ هغو امکاناتو چه د یوه پیاوړې مرکزي واکمني د جوړیدو په مقصد د استفادې وړ وو د حکومت د لاسرسي نه لرې شول تر څو چه تښ په نامه واکمني د خپل بقآ د پاره بهرني نظامي ، اقتصادي او سیاسی ملاتړې ته اړ پاتې شي.
ــ د بهرنیو قوتونو د وتلو نه مخکې د جګړې د افغاني کیدو په موخه قومي شخړو ته لمن ووهل شول . اربکیان چه هره ورځ د جنایتونو کارنامې ثبتوي معرکې ته ورګد شول.
نړیوال نظامي ائتلاف ( ن ، ن ، ا ) د افغان ملیشیایي مقاومت په وړاندې مدرنې حربي تکنولوژي وکارول او د خپلې نوی وسلي د آزموینې په موخه د افغانستان نه د لابراتوار په حیث کار واخیست . خواوس د زور زیاتې د استعمال د ناکامي نښې نښانې راڅرګندیږي : وسله والو مخالفینو د ځايي ولسونو په ملاتړ لږ ترلږه د کلیوالو سیمو زیاته برخه تر خپل ولکې لاندې لري . د بهرنیو ملاتړو هیوادونو نه نوې وسلې ترلاسه کړې دي. په دشمن باندې د پام وړ تلفات اړولې دي: د یوناما د احصائیې له مخې یوازې په ۲۰۱۳ کال کې د پوځ او پولیسو تلفات ۲۹۵۹ او زخمیان یې ۵۶۵۶ کسانو ته ورسیدل.
د افغانستان امنیتي اورګانونه په دیارلس کلنه جګړه کې د امنیتي پرسونل تلفات ۱۳۷۲۹ تن او ژوبل شوې ۱۶۵۱۱ کسان څرګندوي.
په دیارلس کلنه جګړه کې ۶۹۹۰ بهرني پوځیان چه ۲۴۱۳ يې امریکائیان په بر نیسي وژل شوې دي.
یرغلګرو قوتونه د افغانستان په جګړه کې د یو بل تریخ واقعیت سره مخ شول چه د استعمار په تاریخ کې سارې نلري : د افغان اردو او پولیسو له خوآ په بهرنیو پوځیانو باندې وژونکې بریدونه د دې لامل شوې چه د افغاني مزدورانو او بهرنیانو تر منځ د نظامي همکاري پروسه په تپه ودریږي.
په لندو ! امریکا او ملګرو یې د دیارلس کلنې جګړې نه وروسته چه په ترڅ کې یې بیشمیرې جنګي جنایتونه ترسره شوې په نظامي برخه کې له ماتې سره مخ دې . ظاهرآ د معرکې نه د وتلو په مقصد خپل بار او پتک ټړي. خو د شورویانو په تبعیت باید په افغانستان او د افغانستان په واسطه په سیمه کې خپل غیر مستقیم حضور د یوه لاسپوسې حکومت د جوړولو د لارې تسجیل کړي.
دلته تاکنو له یوې خوآ او د نظامي هدې امتیاز له بلې خوآ د لاسوندونو په توګه کارول کیږي.
ــ تاکنو :
باید مخکی د بهرنیو قوتونو د وتلو نه د اشغال په حالت او د مقاومت سره د جګړې په چاپیریال کې انتخابات تر سره شي تر څو چه یرغلګرو ته د غوښتنې وړ پایلې ولري. نوماندان باید آزمویل شوې ګوداګیان وې او د نظامي هدې د امتیاز ورکولو په برخه کې خند او ځند رامنځته نکړي . د بریالیتوب په صورت کې د نظامي هدې نه ساتنه وکړي. بالمقابل نظامي هده د « شورشیانو » او کودتاچیانو په ضد د حکومت په څنګ دریږي .
د تاکنو په پروسه کې د تقلب په موخه لاسوهنه او د نوماندانو ( په واقعیت کې ګمارل شوې مزدورانو ) تر منځ د « جان کیري » د شرم نه دک منځګړیتوب د افغانستان د دیارلس کلنه تراژیکې درامې د نندارې یوه برخه ده . د تیر په څیر لوبه به تر هغه وخته پورې ادامه ولري چه د سیاست کورنيو لوبغالو د بهرنیو لوبغالو په خدمت کې وي.
واقعیت دا دي چه هغه واکمني چه ملي رسالت نلري او بهرني هدې ته د بقآ په مقصد پناه وړي په اوږد مهاله کې ځان ساتلې نشي.
هغه نوماند چه د بهرنیانو په سیاسې ملاتړ د مثال په توګه د تښ په نامه د تاکنو د لارې په حکومت باندې قبضه لګوي د بهرنیانو د نا مشروع غوښتنې نه سر غړونه کولي نشي.
ــ د هدې د امتیاز غوښتنه :
ــ امریکا د « فرعون ځاي ناستې » د مخالفینو سره د اوږد مهالې جګړې ، بمباریو ، ورانولو او وژنو تر فشار لاندې د هغه حکومت نه چه دي پخپله د تاکنو تر پلمې لاندې د جوړیدو په درشل کې قرار لري د هدو د امتیاز غوښتنه کوي. کله چه د یو قطبي نړي سروالي فرعون ته ورسیږي باید نوماندان خپل حد او حدود وپیږني ...
د یو ملي واکمني په نښتوالې کې اتکل لس زره « ځانګړې ځواکونه » ( د سي ، آي اې سپیسیال فورس ) چه په نظامي هدو کې پاتې کیږي په واقعیت کې په افغانستان کې د امنیت د ورانولو په موخه ګمارل کیږي . نظامي هده باید :
ــ د « درون » الوتکو په ګته اخیستلو سره په منظمه توګه د دیورند د کرښې دواړو خواوو قبایلي سیمو بمباریو ته ادامه ورکړي.
ــ د افغانې امنیتي اورګانونو قوت الظهر اوسي.
ــ پاراشوتې شوې حکومت د دشمنانو د ورانکاري نه وساتي. یعنې دوي سره په دایمي جګړه کې قرار ولري.
ــ د افغانانو په کورونو باندې چاپې ووهي.
 ( ن ، ن ، ا ) د هغو مقصدونو د تآمین په اړه چه د خپل دیارلس کلنې یرغل د توجیه په موخه کارول ، پاتې راغلې دي :
ــ د دیموکراسي کاروان د نوماندانو د « پاتک » سره په تکر کې په تپه دریدلې دي.
ــ ناتو نظامي ماشین د دولتونو ترمنځ دجګړې د پاره جوړښتونه لري. د افغانستان ملیشیايي جګړه دهغه اغیزمنتوب تر سوال لاندې راوستې دي.
ــ دولتي او غیر دولتي تروریزم کچه لس چنده زیاته او په سیمه کې افغانستان او پاکستان د تروریزم د وارداتو او صادراتو په مرکز بدل شوې دي. دلته دوه تکې د یادونې وړ ده :
یو دا چه د افغانستان په جګړه کې قومي لږکیو تروریزم سره د مقابلې تر پلمې لاندې د بهرنیانو په لمسونه په هغه عام وږنه کې فعاله ونده اخیستې چه په کې پښتانه په نښه شوې وو.
دوهم دا چه ( ن ، ن ، ا ) د تروریزم سره په مقابله کې یوازې یوه لاسته راوړنه لري : په لندن ، پاریس ، نویارک او برلین کې د تروریستي پیښې کچه لویدلې او اَن له منځه تلې . خو افغانستان او جغرافیائي شاوخواه يې د دولتي او غیر دولتي تروریزم په کاروان سراي بدل شوې دي .
 * * *
پایلې :
اوسمهال امریکا د ۲۰۰۱ کال په پیاوړې دریز کې قرار نلري :
ــ د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۲ کال پورې د افغانستان او عراق د جګړې دوام د دولتي پورونو کچه ۱۶ تریلیون دالرو ته لوړه کړې ده.
ــ روسیه او چین د امریکا په وړاندې په نظامي او اقتصادي برخو کې د سیالي سر راپورته کړیده.
ــ سیاسي اسلام د « داعش » په هیبتناکه څیره امریکا او ملګرو ته يې د زورآزموینې چلنج ورکوي.
ــ د « ماناس » امریکا ئي نظامي هده ړنګ شو .
ــ د روسانو د تیري په پایله کې د اوکراین ځمکني بشپړتیا تر ګواښ لاندې راوستل شو. بشار الاسد په زبر دستي په قدرت پاتې شو. په دواړو مواردو کې لویدیزوال د ددفاعي پاسیف دریز په نیولو کې اکتفآ وکړ.
اوسمهال د یرغلګرو ځواکونو د پاره افغانستان وروستي او حیاتي ستراتژیک مورچل جوړوي چه په کې شاتک د سیمي نه د لویدیزوالو تغر راتولوي . د نړي په کچه د متکبر فرعون غرور له خاورو سره برابروي .
د « ویلز » په غونده کې امنیتي اورګانونو ته د ناتو ۵ ملیارد دالرو مرسته افغانانو ته یو پیغام لري : امنیتي تړون سره موافقت د پولي او اقتصادي مرسټې په بدل.
پدغه موضوع باندې چه امنیتي تړون زموږ په ګته ده یا تاوان ځان ورنه ګدوو. په موضوع باندې باید ولس پریکړه وکړي.
په افغانستان کې د ناتو کلني حضور ته امنیت شورآ حقوقي پوښښ ورکوي. خو احتمال لري چه سږ کال د لویدیزوالو او روسانو تر منځ د اوکراین په سر د شخړې په وجهه د ناتو د ماموریت دوام د روسانو له مخالفت سره مخ شي. بنآ ناتو دیته اړ دي چه د افغانستان به د ننه د امنیتي تړون د لاسلیک په مقصد یو مشروع او ذیصلاح مرجع راپیدا کړي. په تاکنو کې درغلي او دوکه د یو اصولي او مشروع واکمني په رامنخته کولو کي خند رامنخته کړې دي. هغه حکومت چه د اشغال په چاپیریال کې د تقلبي تاکنو زیږنده وي تړون ته مشروعیت وربښلي نشي .
ګن شمیر سوالونه مطرح کیږي . د هغې جملې څخه :
د ریال پولتیک په بنیاد او د سیمې او نړې د واقعیتونو په بنست باندې باید د لاندې سوال منطقي خواب راپیدا کړو :
آیا موږ امنیتي تړون ته اړتیا لرو ؟
 که ځواب منفي وي د څو میاشتو چه بهرنیو قوتونو وتلو ته پاتې ده امنیتي اورګانونو پرسونلو ته چا معاش ورکوي ؟ د افغانستان د ځمکنې بشپړتیا د دفاع موضوع چه اوسني تنظیمي پوځ هیڅکله ورته ژمن نه وو یوی خوآ پریږدو.
که خواب مثبت وي ، تړون ( چه په اوسني بنه افغانستان مستعمره کیدو خواته بیایي ) باید د کومې قانوني مرجع له خوآ په کومو شرایطو باندې د څو مودې دپاره وتړل شي ؟
 د ښاغلي کرزي د اوسني حکومت وخت پاي ته رسیدلې ډي. دي د تړون لاسلیک ندې منلې.
د تقلبي تاکنو په نتیجه کې رامنخته شوې حکومت د تړون د انعقاد د پاره مشروعیت نلري.
که د وسله والو مخالفینو د توافق نه وروسته یو لند مهال حکومت جوړ یږي تر هغه وخته پورې چه د دودیزې لویه جرګې له خوآ مشروعیت تر لاسه نکړي د هیڅ بهرني هیواد سره هیڅ یو تړون انعقادولي نشي. د تړون په برخه کې د خلکو ذهنونه روښانول کافي اندازه وخت غواړي . لویه جرګه باید په موضوع باندې د خلکو د پوهاوي نه وروسته جوړ شي .
موږ د څو مجهوله معادلې د حل په موخه واقعبیني ، تعقل او د وطن دوستي پیاوړې احساس ته اړتیا لرو.
د افغانستان نا اهلو زامنو په دیارلسو کلونو کې هیواد په سیاسي ساحه کې بې ثبات ، په نظامي برخه کې بې دفاع او په اقتصادي چارو کې بهرنیو مرستو ته اړ ساتلې دي.
یو پیاوړې ، ملي او اسلامي واکمنې چه د و طن د اصیلو او پاکو بچیانو نه د وسله وال مقاومت په توافق جوړ شوې وي د سولې ، سیاسي ثبات ، اقتصادي پرمختګ او خپلواکي په راوستلو کې جوګه کیداي شي.

« پاي »


فرانسه
 د سپتامبر یوولسم ــ ۲۰۱۴ م کال
 دوکتور م ،عثمان تره کي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery