مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

فلیسوف بیا خاموش سو!


د سیاف ږېره، د یونس قانوي لفاظۍ، د امرالله صالح احساسات، د عطامحمد نور خودخواهي او د نعمت الله شهراني ریاکاري د یوه وردګ قبیله پرست په وجود کي یوځای سويدي چي لوی فلیسوف ځني جوړ سوی دی.
دا فلیسوف بهیج عثماني نومیږي.


لوړ ذکر سوي صفتونه ټول دغه فلیسوف په ثبوت رسولي دي. نن یې هم د یادو چارو پر اثبات یو مېخ ټک وهل سو. د غازي میربچه خان مډال یې پر کورتۍ ور وټومبل سو.


زه د پوهانو او اکاډمیکو شخصیتو په ستایلو او قدراني بیخي ډېر خوشحاله کېږم او هر وخت مي هم خپله دا کار کړی دی او هم ددې کارونو ملاتړ کوم، خپله مي هم په لسګونو اثار ژباړلي او تالیف کړيدي او اوس هم په یوه معتبر اکاډمیک ځای کي په تدریس بوخت یم خو ددغه فلیسوف ستایلو اړ کړم چي دی ( بهیج عثماني ) لږ در وپېژنم:


څو میاشتي مخکي یې په فیسبوک کي د خدای و رسول پار شفېع کړی وو چي ها خلکو یو نفر زما د کتابونوڅخه غلا کوي، زما قاموسونه کاپي کوي، دا کوي ها کوي.... خلکو هم هغه شخص ورسره غندۍ او ده ته یې تسلي ورکوله ، چا چا خو هغه بېچاره غایب شخص ته بد رد هم ویل، دا خبره وه خو وروسته ورکه سوه، هغه پوسټ به هم اوس ډیلیټ سوی وي. وروسته داسي خبر سوم چي د فلیسوف غالغال ځای نیولی وو، هغه نفر ته یې ویلي ول چي تا خو خاماخا پردې کار پیسې اخیستي دي، راسه اسد دانش به فیصله راوکړي چي څو راکوې... د هغه نفر څخه یې دوه نیم لکه افغانۍ اخیستي وې، دا چي ټولي یې خپله اخیستي وې که به یې دانش صاحب ته هم ونډه ورکړې وي والله علم خو د هغه بې چاره څخه یې پیسې اخیستي وې بیا یې نو ورته ویلي ول اوس دي خپل کار کوه. د هغه چي پیسې د لاسه وتلي وې نو د ډیکشنریو د پر لیکه کولو کار ځني پاته سو. پښتو ته د یوه ګټور کار مخه ډب سوه.


څو وخت مخکي چي ولسمشر کرزي د هیواد شاوخوا شلوتنو مشرانو لیکوالانو او شاعرانو ته د میر مسجدي خان مډالونه اعطا کړل، فلیسوف بیا ګېر ته ولوېدۍ، د هره سره به سړی کرزي ته خښمېدۍ، هره ګناه چي وه په کرزي کي وه او د هر ځای او هر ادرس څخه چي به د مډالونو خبره کېدله، ده به یې مخالفت کاوۍ خو بیا یې هم چیغو ځای ونیوۍ، هیوادمل خار ځني وخوړۍ، دا دی نن مډال ورکړه سو، فلیسوف؟ بیا خاموش سو.

فلیسوف؟ د اول دور ټاکنو په جریان کي هم خورا د ګېره وتلی وو، ما مي د خپل سیاسي شعور پر اساس ډاکټر زلمی رسول تر نورو وړ بللی وو، کار مي ورته کاوه او دا مي حق وو خو د فلیسوف هر فېسبوکي نظر به لکه د بس موټر هارن داسي بد خونده رارسېدۍ، نور نو ښکنځل نه وه چي دغه فلیسوف ونه کړل.


نو چي د پوهي او فلیسوفۍ دعوه مو داسي خلک کوي او مډالونه هم د وړتیا نه؛ د شرارت په مقابل ورکول کیږي، د هغه ملک دي نو خدای مل سي. خو زموږ د لاري روښنفکرو ملګرو ته دي وویل سي چي انتخاب به سم کوو او ځای به دغسي فلیسوفانو ته نه پرېږدو. نوم مي ځکه مخفف خپروم چي د ډیکشنري د جوړوونکي په رقم بې آبه نه سم. د ویبپاڼو د چلوونکو څخه هیله من یم چي هویت مي هم د داسي شریرو څخه پټ وساتل سي خو دا مي لازمه وبلله چي خپل نظر څرګند کړم.


وسلام
م، بارکزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery