مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په ولسی ا ومشرانو جرګه کی ژوندی څوک شته؟؟؟‎



وایی ټول پټی یی وخوړ او دوی یی لا مږه بولی، د ډبورنډ په کرغیړنه، لروبر افغانانو ته د نه منلو په کرښه تورمخی او دابلیس اولادونه اخته دی ویاله یا خندق تیروی خو د افغانستان په دواړو جرګو، همدارنګه په پښتونخوا کی د افغانانو مشرانو خپلو خولو ته کلپونه اچولی او د پنجاپ په مقابل کی هیڅ غږ نه پورته کوی او چپ ناست دی . ولس نه پوهیږی چی دا ښاغلی چی د افغان ولس استازی ځانونه شماری خولی یی ماتی دی چی د پنجاپ پر وړاندی عکسلعمل و ښی؟ د کرښ دواړه خواو ته افغا ن ولس عواړی پوهه شی چی ولی افغان مشرانو د پنجاپ په مقابل کی چپ دی؟ ایا افغان مشرانو په خپله خاوره د پنجاپ سره کومه ما میله کړی او که څنګه؟
 کوم شاعر وایی چی:
ملګرو پښتنو لږه پښتو خو کول غواړی
 دا سترګی د حالاتو دی کږی سمول غواړی
 خاوره مور ده،خاوره ناموس دی، خاوره غیرت دی او خاوره زموږ عزت دی. نو کله چی پر افغان خاوره تیری او تجاوز کیږی او افغانان یی په مقابل کی نه راپورته کیږی دا داسی معنی لری چی موږ له هر څخه تیریږو او په هیڅ شی باندی غیرت نه شو کولای.
تر اوسه پوری پاکستانی پوځ د بلوچستان له ایالت څخه نیولی بیا تر هلمند پوری په سلهاوو کیلومتر ویاله کیندلی ده او عواړی په راتلونکی کی همدغه کندی کینولو ته تر چترال پوری دوام ورکړی تر څو پدی پلمه د تراهګرو مخه نیسی افغان خاوره د خپل ځان کړی ، پداسی حال کی چی همدغه پنجاپی پوځیان دی چی په سیمه کی یی ترهګر روزلی دی او لا یی روزی چی یو ښه مثال یی اسامه بن الدین وو چی امریکایانو د پاکستان د پوځ په خیټه کی له منځه یوړ.
خبره یوازی تر پنجاپی پوځیانو پوری نده چی د افغانستان او افغان ولس سره سخته او نه په خوله کیدونکی دښمنی لری او عواړی چی افغان ولس دوه نیمه کړی او په منځ کی یی د ډیورنډ کرغیړنی کرښی ته رسمی بڼه ورکړی، بلکی پاکستانی سیاستول ، همدارنګه ملایانو او طالبان یی چی ځانونو ته د خدای پاک نمایده ګان وایی هم د افغان ولس سره دښمنی راخیستی ده ، په پاکستان کی جهاد ناروا بولی او دا تبلیغ کوی چی حهاد یوازی او یوازی په افغانستان کی روا دی چی یو ښه مثال یی د پنجاپی طالبانو اعلان دی چی دوی ورځی وړاندی یی پر خپلو طالبانو غږ وکړ چی نور باید په پاکستان کی جهاد ونکړی همدارنګه یی د پښتونخوا له طالبانو هم غوښتنه کړی ده چی په پاکستان کی د له جهاد څخه لاس واخلی او د پاکستان له حکومت سره د د خبرو له لاری مخی ته لاړی شی او افغانستان ته د د جهاد لپاره مخه کړی.
د ډیورنډ د کرغیړنی کرښی دواړو خواو ته افغان ولسونه نه ازغن سیمونه منی او نه کندی منی چی پنجاب يي تیروی د یادو شویو ولسونو وینه یوه ده، وجود یی یو دی، او او اواز یی یو دی او د پنجاپ دا د شیطانۍ ډکی دسیسی یی نه منلی دی او نه به یی ومنی.
پر پوله دواړه خواوته افغان ولسونه له خپلو مشرانو هغه که لر دی او که بر غواړی چی د پنجاب په مقابل کی چپ پاتی نه شی او خپل غږ وباسی او پنجاپه ته په زغرده ووایی چی له دغه بیشرمنه دسیسو چی د افغان ولس په مقبل کی یی په کار اچولی دی لاس واخلی، همدارنګه د پولی د دواړه خواوو ولسونه له خپلو مشرانو عواړی چی پر خاوره چی د ناموس حیثیت لری ، لو غیرت وکړی او د پنجاپ په مقابل کی کلک ودریږی .
مننه
 ډاکټر ګل مرجان منګل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery