مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نورپه دین،قانون اودموکراسي ملنډي مه وهي؟

عبدالقیوم معلم

 

 موږ افغا نا نوته دغه ورستیو پنځه دیرشو کلونو حد اقل دونه بیا را زده کړي وي چي  کورنیو او بحر نیو افغا ن دښمنوکړیو څونه په آسانه او دوی ته په ار زانه وکولای سوای چي په منطقه او سیمه کي  د خپلو شخصي غرضونو او اهدافو دخوندي توب دپا ره  افغانا ن په خپلو منځونوکی سره وجنګول او دادئ یو ځل  بیا یې دتیرپه شان ین اومذهب دواړه د یوې سیا سي وسیلې او جنګی وسلې  په توګه زموږ دټولني دپرمختګ  په وړاندي خڼډ وګرځول .

په دغه نږدې څلویښتو کلونوکي ټولو اسلامي ارزښتونو ته  په سپکه وکتل سول   ورسره  یې دموکراتیک اصول(دموکراسي) په شرمو وشرمول او  دهیواد په اساسي قا نون یې درته ښه ملنډي ووهلې. دښمن ملامت ندئ داموږیوچي  لرو تر دا اوسه هم یوشمیرځا ن خوښونکي، نه سم درک  کونکي اوپه بې اتفاقۍ خوښ افغانان چي دهغوی څخه د ښمنا ن دځانونو دپاره  ګټه پورته کوي.
 په ننۍ نړۍ  او اوسنۍ  زما نه کي دهیوا دنۍ چا رو د چلولو دپا ره  یوه داسي شخص ته اړ تیا لید ل کیږي ،چي د سیا ست له ټولونا زکو  رمزونو سره بلد وي څو د ملک دا توپا ني بیړۍ  دوخت له طوفا نو نو نه وسا تي .

 په هره ټولنه کي به وي  ولي به نه وي پر الله پا ک مین مسلما نا ن ، دقرآن (ج)  داحکامواو سنتو پرلاره روان او هغوته پا بند خلګ . وی به خود به  وي سړي مګر  ددې سړولید ل، پیدا کید ل اودهغو څخه دټولني په خیرګټه پورته کول  یوڅه نه بلکي زیات ستونز من دي، او یا پیژند ل یې لږ نه بلکي زیا ت مشکل دي.

 دهغوچي هر عمل یې بیله  دالله درضا یته  او په هر عمل کي یې و بشرته  بیله خد مته بله غایهء نه وي. دا به نو څومره ښه وي که چیري کوم څوک دا سي  وي.
اسلام چي په قرآن (م) سره ثابت او محکم دی.څو ډوله یا متفا وت تعریفونه نه  لري. پس داخبره به پرځای پریږدو چي چا څنګه داسلام اوجها د دنوم څخه ناوړه استفاده وکړل اویا یې کوي.

مګر سیا ست بیا  که څه هم چي یو ثا بت علم بلل سوېدۍ  خوټولو علمأ و یو شا نته  ندی پیژندلۍ اوتعریف کړۍ.خوټول علمأ په اتفاق وایې چي د سیا ست څخه سمه ګټه هغه سیا سیون  پورته کولای سي چي دیوې ټولني په د ننه کي  داجتما عي او سیا سي معملاتو تر منځ شته تضا دونه  یې ښه پیژندلي وي.
پس سیا ست کونه  وهرانسان ته ضروري ده، نو سمه به داوي چي سیا ستوال لږ تر لږه ځا ن خبره کړي پدې چي سیا ست په وچ زور بیله مطا لعې څخه نه زده کیږي، ځکه چي  سیاست یوهوس دئ.

   بیا خصوصاً  سیا ست د هغه شخص یا اشخا صو دپا ره چي د مشرتوب خیا لات په سرکي لري.هغه  شخص یا شخصیتونه  باید همیشه دسیاست پر اصلو برابر خپل قد مونه واخلي، د خپلوخلګو اوپه خاصه  خپلو همسنګرو ملګرو سره زیا ت هم ږغی وي.  په خبرو اوعمل کي صا دیق ا و دپراخي حوصلې خا وند باید وي.پدې چي ټول یې خوښ سا تلې وي او په هیڅ ډول یې نا رازه کړي نه وي نو په کا ر ده  چي همیشه دخپلو هغو ملګروسره کوم چي  تعهد  لری دهغه تعهد په رڼا کي په مشوره سره قدم واخلي.
 هر هغه تګ لاره چي دټولو په خوښه لیکل سوې وې  باید دهغي په تطبیق ، پر مخوړلواوعملي کولو کي ټول ځا نونه  ورګډ، په ګټه او تاوان کي یې  ځا نونه شریک  وبولي.
  دوستا نودافغا نا نو د ملي  ممیزاتو اوسجایا وو په باب ډیرڅه لیکل سویدي ، ویل کیږي چي افغا نا ن د جوړي  او رغوني په نسبت ،خفکان ،جنګ اوجګړي ته ژر تحریک کیږي . ځکه دوی پدې توګه په خپل یکنواخته ژوندکي ژر تنوع اوتغیر غواړي ،ډیر پدې پسي نه ګرځي چي وروسته به څه پیښیږي.

 دافغا نا نو بله ممیزه داده چي  دانفرادیت خواته  افرا طي تمایل لري  دمرکزیت څخه  تیښت کوي.نو هوښیا رو مشرانو ته پکار ده چي دافغا نا نو ددغه خصوصیا توپه  پام کي نیولو سره قد مونه اوچت کړي. پس راځۍ چي په ګډ ه  سره خپل  دین ،قا نون  او دموکراسي  دپردو او پردوپرستو دملنډ و وهلو څخه وژغورؤ.
ومن الله توفیق
ګډ تصمیم،ګډ تلاښ ، پوره اعتما د او صداقت ورسره پرڅنګ حساب = دبریالیتوب لاره .


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery