مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

منتخب ولسمشر ته به راتلونکي کې ډېرې ستونزې وزېږول شي.

 

د ۱۳۹۳ کال د جوزا د مياشتې د ۲۶مې نېټې له ټاکنو وروسته د دواړو مخکښو نوماندانو تر منځ ناندرې شروع شوې، له اولې ورځې د اوسني منتخب ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي د بريا آوازه وه، او ډاکټرعبدالله عبدالله بيا دا بريا نه منله.

۴ مياشتې له اوږده انتظار او ډېرو بحثونو وروسته دواړه سره کښېناستل او په ملي وحدت حکومت پر جوړېدو سره سلاح شول، د ۱۳۹۳ کال د سنبلې مياشتې په ۳۰مه نېټه يې په ارګ کې توافقنامه امضاء کړه او په همدې ورځ ډاکټرمحمداشرف غني احمدزی د ولسمشر او ډاکټرعبدالله عبدالله د اجرائیه رئيس په صفت د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري اعلان شول.

د يادې امضاء شوې موافقې ۷۲ساعته نه و تېر، چې د شمال يو ياغي والي عطاء محمدنور بغاوت وکړ او نن (د ميزان۲مه) يې اعلان کړه، چې دی به د تحول او اصلاحاتو حکومت و نه مني او جوړشوی مصلحتي حکومت به يې له دندې کوښه نه شي کړی، زموږ نظر دا دی، چې عطاء به يوازې نه وي شايد د عبدالله عبدالله ترڅنګ نور هم داسې اشخاص وی، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره هرڅه قربانۍ ته حاضر وي.

اوسني منتخب ولسمشر غني شاوخواء ځيني خلک هم په پوست پاک نه دي او د ځان د ګټو په خاطر هېوادنۍ ګټې تر پخو لاندې کوی، له هغه ورځې چې دوی موافقه امضاء کړي ما داسې انګیرلې چې دا موافقه سرته رسېدل به ځکه ستونزمن وي، چې حکومت يې په منځ کې ويشلي، او فکر نه کړم چي دا بار دې تر منزله ورسي.

تېره ورځ په يوه خصوصي محفل کې ناست وم، چې پکي يو شمېر د ځمکوغاصبين، تش په نامه تاجران او د نورو هېوادونو د استخاباراتو افغاني کړئ ناست و، دوی په څلورو مهمو خبرو سره بحث وکړ.

لومړی: ناستو خلکو دا تشويش درلود، چې موږ د اشرف غني احمدزي سره د دې لپاره په کمپاين کې هلې ځلې   وکړي، چې  څوکۍ تر لاسه کړو، خو اوس خبره بل طرف ته لاړه، اوس څوکۍ ۵۰سلنه ده، که چيرته ډاکټرغني موږ ته څوکۍ رانکړي موږ به پراخې غونډې وکړو او پر نوموړي به فشار راوړو او پر ځینو خلکو به تورونه پورې کړو، تر څو دی تر فشار لاندې راشي.

دوهم: کوم څوک چې زموږ خبر نه مني او يا هم زموږ خوښ نه وي په هغه ځای کې به ګډوډۍ ته لمن وهو او په هغه ځای کې به د تغير غوښتونکي کېږو او دې سره خپلو اهدافو ته ځانونه رسو.

دريم: د ځينو اشخاصو او افرادو په اړه به د ټولنيزو شبکو له لارې منفي تبليغات کوو او د عامه ذهنيتونه به مشوش کو

څلورم: د ډاکټر غني په کور او د دې په نږدې اشخاصو کې به داسې څوک پيدا کوو چې پر غني مقررۍ او منفکۍ وکړي.

ما هغه وخت تعجب وکړ چې دوی د مجاهدينو او عالمانو ځپل غوښتل، او ويل يې چې موږ چې غني ته کمپاين کوه، زموږ يوه موخه هم دا وه، چې مجاهدين او عالمان وځپو.

زما ښه ياد ، چې ډاکټراشرف غني احمدزي به د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال له ولس سره دا وعده کوله، چې زه به د حامدکرزي په شان به د درواغو په اورېدو سره تصميم نه نيسم، پلټنه به کوم او ځان به نتيجه ته رسوم، منتخب مشر د انتخاباتي مبارزو پر مهال دا هم ویل، چې د بريا وروسته به ماته شکايتونه نه کوئ وړانديز به راته کوئ.

منتخب مشره! افغانان تر هر څه تر مخه موږ امنيت ته ضرورت لرو، موږ پياوړی اقتصاد غواړو، موږ يومخ د فساد ختمول غواړو، موږ له تهمتونو خلاصون غواړو او سالم انتقاد ته لبيک وایو.

منتخب مشره! ما چې څه ليدلي او اورېدلي دي د زغم نه و او ځکه مې ستاسو حضور ته وړاندې کړل، که حالات اطمنان خواته رانشي حالت به نور هم خرابۍ لور ته روان شي.

و، م

کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery