مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د امنتی تړون دواړه خواوی وارزوی!

 

 یادونه:
ګرانو هیوادوالو لاندی لیکنه په  ۲۰۱۱ ع کال  د جولای په ۲۶نیټه باندی د ګران افغانستان او ځینو نورو ویب پانو له لاری خپره شوی ده چی موږ د امریکا سره د امنتی تړون  پر دواړه اړخونو د خپل دید له مخی  رڼا اچولی ده ، هیله ده چی بیا لوستل یی درته ستړی کونکی نه اوسی. بیا هم پر دی ټینګار کوو چی د تړون ګټی او زیانونه باید سره پر تله شی ، امریکایان د افغانانو لپاره نه پاتی کیږی خپلی ګټی لری، نو د افغانانو لپاره او په ځانګړی ډول به د نوی منتخب ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غنی لپاره  لازمه وی چی  د تړون لاسلیک باید افغانستان ته ګټه ورسوی نه دا چی افغانان په یوه اوږده جګړه کی  او هغه هم د بهرنیانو لخوا د بهرنیو لپاره قربانی شی.موږ هم  پدی باور یو چی په افغانستان کی د سولی کیلی  لکه کرزی صاحب چی په وار وار ویلی دی د  امریکانو سره ده. امریکا کولای شی چی پر پاکستان فشار راوړی او طالبان او حزب اسلامی په حکومت کی شامل کړی.


دافغانستان لپاره یو طلایی چانس او که بله اوږده جګړه !؟

په دی ورستیو کی د امریکا او افغانستان تر منځ د  اوږدی مودی لپاره  په اډو باندی چی امریکایان غواړی په افغانستان کی پاتی شی  ډیر نظرونه ورکړل شول او ډیری لیکنی وشوی  چی ځینی افغانان یی په کلکه مخالفت کوی او داسی فکر کوی چی دا پاتی کیدل د امریکایانو د ښکیلاک په معنی دی او ځینی نور افغانان بیا فکر کوی چی دا اډی به د یوی اوږدی جګړی په معنی وی او افغانستان به په بله جګړه کی راګیر کړی ، ځکه دوی ویره لری چی د افغانستان ګاونډی هیوادونه په ځانګړی ډول ایران او پاکستان خو هر وخت مداخیلی ته چک ناست دی. خو ځینی افغانان بیا امریکایانو ته د اډو ورکول  د افغانستان لپاره  په یو ښه فال نیسی او داسی فکر کوی چی د افغانستان دا دیرش کلنه غمیزه کیدلی شی دګاونډیانو د مداخیلو د پای ټکی شی.د افغانانو لپاره پکار ده چی له منفی احساساتو څخه کار وانه خلی اود هری پیښی ګټی او زیانونه سره پر تله کړی او هغه څه چی په ګټه وی تری ګټه واخلی او هغه څه چی زیان رسوی تری تیر شی.
کله چی یو څوک د یو چا دښمن ته په کور کی ځای ورکوی، طبعی ده چی هغه به عکسلعمل ښی . که په بله ژبه ووایو  که چیری افغانان په خپل هیواد کی امریکایانو ته اډی ورکوی نو په ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان همدارنګه په ځینو نورو هیوادونو لکه روسیه او چین   باندی به بده اغیزه وکړی او دغه ټول یاد شوی هیوادونه به د امریکایانو په اوږد محاله اډو نه وی خوشحاله.دا ځکه چی یاد شوی هیوادونه خو د امریکایانو شتون زموږ په هیواد کی د خپل ځان لپاره مستقیم ګواښ بولی او یا خو یی د خپلو ګټو لپاره تهدید.
خو بله خوا همدغه پورته یاد شوی هیوادونه دی چی له دیرشو کالونو راهیسی د افغانستان په کورنیو چارو کی لاس وهنه کوی په هغه او یا دغه بانه زموږ  د هیواد  ښونځۍ، روغتونونه،پلونه، او نوری ابادۍ  ورانوی همدارنګه زموږ وګړی وژنی. په هغه او دغه بانه یی په هروخت کی زموږ د هیواد او ولس په ضد  مخالیفین روزلی دی او روزی یی هغوی ته ځای ورکوی ،اسلاحه او نور مصارف یی په غاړه اخلی. خلصه چی په هیڅ سرفه نه کوی .
نو اوس سوال دا پیدا کیږی چی داسی کومه لاره به وجود ولری چی موږ د خپلو ګاونډیو هیوادونو لکه پاګستان او ایران له شره خلاص شو؟ ایا امریکا ټه د اډو ورکول به د افغانستان د ګاونډیو د مداخیلی مخنیوی ونه کړی؟
ډیری افغانان  په د نظردی چی  پاکستان او ایران به هیڅکله په افغانستان کی له لاسوهنی لاس وا نه خلی، دا ځکه چی یاد شوی هیوادونه د افغانستان په بدبختۍ کی خپلی ګټی او خوشبختي وینی او کله به هم ونه غواړی چی ازاد او اباد افغانستان  یی په څنګ کی وی. چی دا تیر دیرش کاله موږ ټول افغانان ددی شاهیدان یو.
وایی چی نه تری خلاصیږی هغی بلا ته دوه واری خانده.ایا دا به د افغانستان په ګټه نه وی که چیری امریکایانو ته د افغانانو له خوا د افغانستان د اساسی قانونو په سیوره کی او د افغانی رسم او ریواج په رڼاکی اډی ورکړل شی؟
اوریدلی به مو وی چی وایی   څوک چی  اوبه په سر واخلی نو هر خلی او بوټی ته لاس اچوی تر څو یی اوبه یونسی او ژوندی پاتی شی.کله چی افغانستان په همداسی یو حالت کی قرارلری باید د شته امکاناتو څخه ګټه واخلی تر څو دی ماتی کشتۍ ته نجات ورکړی او له هغه طوفان څخه یی وژغوری د کوم سره چی کالون کالونه لاس او ګریوان دی.
بله خوا طبعی خبره ده چی امریکایان د افغانانو لپاره په افغانستان کی اډی نه جوړی بلکی د خپلو ګټو لپاره غواړی په افغانستان کی اډی جوړی کړی. نو کله چی امریکایان اډو ته  ضرورت لری افغانان هم ډیری اړتیاوی لری او امریکایان باید د افغانانو ضرورتونه په پام کی ونیسی. چی له هغی جملی څخه باید د امریکایانو سره  لومړی دا خبره سپینه شی چی په هر صورت به په افغانستان کی د ګاونډیو مداخیله په کلکه دفاع کوی او د افغانستان هیڅ ګاونډی ته به ددی اجازه نه ورکوی چی زموږ په هیواد کی مداخیله وکړی، او داسی نه  چی د امریکایانو سره د اډو تړون لاسلیک شی او امریکایان چیرته لری په غرونو کی ځای پر ځای شی او نور که په افغانستان کی هر څه تیریږی دوی یی پروا نه کوی او وایی چی دا د افعانانو کورنۍ مسله ده موږ مداخیله نه کوو، نو په داسی حالت کی ددی امکان شته چی افعانستان د یوی بلی اوږدی جګړی سره مخامخ کړی   . همدارنګه باید له امریکایانو سره  د اډو په بدل کی داسی تړونونه لاس  لیک شی تر څو په افغانستان کی بنیادی لوی پروژی جوړی کړی  چی د څو کالونو په جریان کی زموږ هیواد په   اقتصادی  لحاظ په خپلو پښو ودریږی.
هره پیښه د خپل ځان سره ګټی او زیانونه لری نو که چیری د امریکایانو سره په افغانستان کی د اوږده محال لپاره پر اډو خبری کیږی او ورسره تړون لاسلیک کیږی دا پریکړه باید د کرزی حکومت ونه کړی او نه یی تش په نوم یوه فورمولټی لویه جرګه تاید کړی.بلکی دا باید د افغانستان اولس وټاکی چی امریکایانو ته اډی ورکړی او که یی ور نه کړی. د دغی مسلی لپاره  باید لومړی یوه ځانګړی جرګهګۍ رامنځ ته شی چی دغه جرګهګۍ د یو شمیر مسلکی او پوه اشخاصو څخه  جوړه شوی او نوموړی اشخاص  دافغانستان  په  م‌‌‌‌ذهب ،کلتور، اقتصاد، حقوقوقو،سیمه، او د هیواد په نورو اړخونو کی ښه بلد وی او ښه ارزونه کولای شی او د تړون ګټی او زیانونه له ټولو خواوو څخه وڅیړی او که یی د هیواد او ولس لپاره  په ګټه لیدلو نو بیا  یو مصویده یعنی د  ټړون مواد برابر کړی  او ورپسی همدغه غوښتنی لوی جرګی ته وړاندی کړی او لویه جرګه باید تش په نوم  لویه جرګه نه وی بلکی  په روښتنی ډول سره د ولس استازی پکشی راټول شوی وی او نوموړی جرګه د امریکا سره د تړون په ټولو خواوو خبری وکړی او ورستی تصمیم ونیسی.
او که چیری د کرزی حکومت په خپل سر د امریکا سره د اډو تړون لاسلیک کړی او په نمایشی ډول یی په لویه جرګه باندی تصویب کړی او د تړون پیلی په اساسی ډول ونه څیړل شی کیدلای شی لکه پورته یی چی یادونه وشوه   افغانستان په یوه بله اوږده جګړه کی راګیر کړی چی بیا به نه تړون ماتیږی او نه به امریکایان ووزی. او افغانان  به بیا لاسونه سولوی نه به بیا کرزی وی او نه به دا ناست دولت.
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۲۰۱۱/جولای/۲۶
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery