مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-26   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

يو وړانديز !

حبيب الله غمخور
زه په ډيرو ژبو پوهېږم اوهمدا ډول ډير دوستان په ډيروژبو پوهيږی . زه تل په پښتو ليکم خودري ژبه دومره راته گرانه ده لکه پښتو .ولي يو شمير کسان پر پښتو سوداگری کوی اوبيا په دری خونه په فارسي اوهغه هم دبل چاله ليکنو نه دخپل ځان په نوم اقتباص کوی . وړانديز مې دادئ : راسئ هريو په خپله ژبه ليکنه وکړو اودغه بهانه چي زه غواړم دری ژبی پري پوه کړم ،چي په خپل ذات کي ددښمنۍ بېلگه ده ايسته کړو . افغانستان دمختلفو قومونو اوژبو ويونکو ولوسونو گډکوردی ،دری ژبي هم پدې بايد پوه سی چي پښتوژبی څه وايي اودڅه لپاره یې وايي .ولي ټول پښتو ژبي دري زده کړی اودری ژبي دپښتو ژبي له زده کړی نه ډډه وکړی؟ ددي هيواد په هره ژبه ويونکی ډير غښتلي ليکوال اوعالمان لري ،چي کولاي سي له يوي ملي ژبې نه بلي ته مطلب راوژباړي اودخپلې ژبي تر ساده لوستونکویي ورسوی . ډيربه دوياړځاي وي چي ديوه ليکوال، ليکنه دټولوژبودلوستونکو لپاره اړينه وي .کله چي داسي اړتيا پېښه سول سمدواره یي دهغې ژبي يودروند،منلي ليکوال اوعالم راژباړي اوخلک پري پوهوی ،پدي کارنه يوازي داچې دغه عالم خپل ملي رسالت سرته ورساوه، بلکې دملي يووالي لپاره یي په علمی ډگرکي دروندکار ترسره کړ . زه فکر کوم داخبره چي زه پدي اوهغه بله ژبه ددي لپاره ليکنې کوم چي دوي پري پوه سی دا يوډول دژبې دانحصار يوه بيلگه ده .راسئ ددې پاټک پر خلاف موږقلموال راپورته سو او دټولو قلوالونه غوښتنه وکړو چي يوازي او يوازي حقيقت دليکوال دژبي تر ويونکو پروی ورسوو اودانور علمان اوليکوال که تشه احساس کړی ،سمدواره یې دهغوپه ژبه ترخپل ولس پوري ورسوی کوم چې دوي دخپاره سوی مطلب په ارزښت نه وي پوهېدلي . پوهېږم چي ليکوال دسياستوالو له تاثيرنه په امان کي ندي پاته .ټول ليکوال بي پرې ليکوال ندی .ډير ليکوال ممکن دسياسي اړيکوله مخې پره ولري . خو داخبره پرچاي ده که کله دې بي پرې ليکوال دپره دار ليکوال غلت تعبير ولوست بايد سمدواره ورباندي تفصير وليکی اودخپل نظر په اړونددهغې ژبې ديوه بل عالم نه غوښتنه وکړه چې دده تبصير ،ياگوتنيونه په هغه ژبه وليکی کوم چي پخوانی ليکوال تر خپلو لوستونکو په غلطه بڼه رسولې ده .که دا دول جهد اوتلاښ ته زموړ ټول ليکوال اورون اندي دافغان ولس دښېرازی اوپر موختگ په موخه ملا وتړي اودهيواود کورنی اوبهرني ليکوال سره پخلاکړي پدي باوريم چي زموږ دهيوادوالو دغوښتنوپر خلاف هيڅوک ليکنه نسي کولاي اوکه یې وکړي ،پوهېږي چې جواب ترلاسه کوي .د ا دډله ايزورسنيو ملي اصل په پرمختللې نړئ کې هم ددله ايزرسونيو دپلي کولودقانون ترنامه لاندي يو معمول دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery