مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ ملي او وطن دوسته شخصیتونو باید هیرنشي!!!

احمدولي سرحدي


دمرکزي دولت دپام وړ!
لکه څنګه چي دکرزي صاب په ۱۳ کلنه دوره کي دیوشمېر پرمختګونو او مثبتو کارونو سره سره یوشمېر نیمګرتیاوي هم موجودي وې ، هغه داچي یوشمېر چارواکي چي په تیرو ۳۰ کلونو کي يې دهیواد دپرمختګ، سولې او ساتنې دپاره ستري قربانۍ ورکړې، هغوی ته دومره پاملرنه نده شوې لکه ځومره چي اړتیا بلل کیدل او اوس ورته ستاسو (نوي دولت)  دځانګړې پاملرنې د هیلې په تمه یو.

رابه سو دموضوع اصلي اړخ ته ،

تورن جنرال الحاج ډاکټر محمد نعیم مومن چي په اصل کي دکندهار ولایت اوسیدونکی او دتیرو درې لسیزو راپدې خوا په هیواد کي دتل پاتي سولې او دخلګودحقوقو څخه ددفاع په موخه مجادله کوي او زموږپرکران هیواد دسرو لښکرو /روس دپوځ دیرغل پرمهال يې ستري قربانۍ ورکړي او په هغه وخت کي دخدای بخښلي شهید ملانقیب الله اخوند سره څنګ په څنګ  په کندهار ولایت کي دجهاد په سپیڅلو سنګرونو کي جنګیدی ترڅو وکولای شي دکندهارمظلوم ولس دروسي یرغل او ظلمونو څخه وژغوري او په هیواد کي یوځل بیا دخپلواکي نوی فصل رامنځ ته کړي چي خوشبختانه پدې مبارزه کي هغه بریالی اودخلګو دتود هرکلي سره مخ شو.   
تورن جنرال محمدنیعم مومن چي ددې نظام (کرزي صاب دورې) په پیل کي دیومحبوب شخصیت او دخلګو په غوښتنه په خپل پلرني ټاټوبې کندهار ولایت کي دتورن رتبې ترچتر لاندي خپله دنده پیل کړل ، هغه چي پراخه تجربه درلودونکی او پوهه انسان ؤ، په ډیر لژ وخت يې دکندهار ولایت دملي امنیت ریاست فعاله او دخلګو پراخ ملاتړ او مرسته دې ادارې ته راجلب کړل اودمرکزي دولت لخوا ورته ځانګړې پاملرنه وشول چي دوخت په تیرو سره دښاغلي مومن  کړني پراخي او دملي امنیت دلوی ریاست لخوا ورته دفوق العاده رتبې ترڅنګ دکندهار ولایت دپاره دملي امنیت د مرستیال په توګه وټاکل سو.

خو ترلنډي مودې وروسته په هلمند ولایت کي دامنیتي حالت دخرابوالي لکبله دملي امنیت لوی ریاست ښاغلی مومن دهلمند دپاره دهلمند ولایت دپاره دملي امنیت مرستیال وټاکی او ترډیره حده يې ددې ادارې او ولس په منځ کي خپل فعالیتونه پیل کړل خو دهغه دپاره ترټولو سخت ګار داؤ چي څنګه هلمندیانو ته انګیزه ورکړي چي ملي امنیت اداره دخلګو دامنیت او بهرنیانو دمداخلې دمخنیوي دپاره کار کوي ځکه خلګو دروس دیرغل پرمهال دخاد په نوم ادارې  څخه شه خاطرې نه درلودې او دهغوی پروینا چي پدې ادارې کي به خلګ دشګنجه کیدلو ترڅنګ ځورول کیده.
خوداچي تورن جنرال ښاغلی مومن جهادي او دفساد څخه پاک او یو عالم شخصیت ؤ، په ډیرلژ موده کي يې دملي امنیت اداره دخلګو زړونو ته وروپیژندل او خلګو هم پردې ادارې دباور ترڅنګ ددې ادارې سره مرسته کول پیل کړل.
داچي دملي امنیت لوی ریاست دښاغلي تورن جنرال ډاکټر محمد نعیم مومن دکړنو څخه سخت متاثره شول، هغه ته يې دامنیت دټینګښت، دملي امنیت ادارې دپیاوړټیا او په ناامنه زابل کي دهغه دشتون ته عاجله اړتیا ولیدل نو هغه يې دهلمند دمرستیالي څخه تبدیل او دزابل دملي امنیت درئیس په توګه وټاکی.
که څه هم زابل په هغه وخت کي دزیاتو ناامنیو ترڅنګ دملي امنیت ادارې دضعیفوالي، قومونو ترمنځ دبې اتفاقۍ اودولس او دولت ترمنځ دپراخ واټن دخطر سره مخ ؤ او ډیری خلګ ددولت دوسله والو مخالفینو تراغیزلاندي ول خو دښاغلي تورن جنرال ډاکټر مومن امنیتي پلانونو، دقومونو ترمنځ دروغي جوړي تجربه / سابقه درلودل او دملي امنیت په اداره کي مسلکي چلند دخلګو هیلې لاژوندۍ ساتلې وې.
لمړی يې په زابل کي دخپل دوران پرمهال دټولو قومونو په منځ کي داختلافاتو دلمنځه وړلو دپاره هلي څلي پیل کړې او په ډیر لژ وخت کي يې داهم لمنځه یووړلې او دولت سره دخلګو مرسته زیاته او په سیمه کي امنیتی وضعیت دډاډ وړوبلل شو.
دوهم يې دملي امنیت اداره پیاوړې او په سیمه کي دوسله والو مخالیفینو دلمنځه وړلو په موخه دګډو ځواکونه سره عملیات په لاره واچول چي پدې چاره کي هم ترډیره بریالی وبرښیدی اوددې ولایت په مربوطاتو کي  يې یوشمېر هغه ناقانونه وسله والې ډلې لمنځه یووړلې چي په سیمه کي يې تاوتریخوالی جوړوی او دخپل مامورین تراخیره پوري ملي ګټو ژمن، دزابل دمظلوم خدمتګاره، دامنیت په ټینګښت، دامنیتي ساحې په پراخوالي او اداري فساد په لمنځه وړلو کي بریالی ؤ اودهغه دماموریت پرمهال دمرکزي دولت ملکي برخي پاملرنه هم زیاته شول ځکه امنیتي ساحه پراخه شول.

خوپه زابل دهغه تربریالي ماموریت وروسته مرکزي دولت دهلمند دسقوط سره دمخ کیدلو خطر ولیدی نو په ډیره بیړي سره يې پړیکړه وکړل چي دهلمند دپاره يې ښاغلی تورن جنرال ډاکټر محمدنعیم مومن رئیس وټاکی.
ښاغلي مومن که څه هم دماموریت په پیل کي دهلمندولایت دملي امنیت دادارې په منځ کي د پراخ بدلون او اصلاحاتو راوستلو ترڅنګ په عامه زهنیت کي مثبت تغیر راوستی خو ددولت وسله وال مخالفینو خپلو حملو ته نور هم زور ورکړ او ان تردې چي خپل فعالیتونه يې دیوشمېر بهرنیانو په مرسته دولسوالیو څخه ترمرکز لشکرګاه پوري ورسول او لشکرګاه او لس نوري ولسوالۍ يې دسقوط دویري سره مخ کړلې ځکه پدې وخت کي د یوشمېر دقاچاق مافیا او بهرنیانو ګټي دخطر سره مخ شولې  او نه يې غوښتل چي په سیمه کي خلګ ددولت سره دامنیت په راوستلو کي مرسته وکړي خو دتورن جنرال محمدنعیم مومن پراخ جنګي تاکتیکونه، استخباراتي معلومات او دخلګو مرستي هغه دې اړکړ چي دمخالفینو په وړاندي چاڼیزعملیات پیل کړل او هغوی (وسله والو مخالفین)  ته يې سخت مالي او ځاني زیانونه واړول او هلمند يې دنړیوال مافیا، قاچاق وړونکو، بهرنیو استخباراتو او وسله والو مخالفینو دسقوط څخه وژغوری او پدې وخت کي هلمند ځان ته دنړیوالو مرستندویو هیوادونو او مرکزي دولت دمرستو پاملرنه ځان ته واړول او همداراز هلمند دهیواد حالاتو ته په کتلو سره دباامنه ولایتونو په قطار کي  ودریدی.
داچي هغه وخت ښاغلی تورن جنرال مومن دډګروالي  رتبه درلودل خودملي امنیت دلوی ریاست لخوا دهغه جنګي تاکتیکونو، دسقوط څخه دهلمند ژغورل او دفساد په وړاندي ټینګه مبارزې لکبله هغه ته دبرید جنرالي رتبه ورکړل او هغه يې په سیمه کي یوفعال، زړه ور او پراخ نفوس درلودونکی چارواکی وبلی، همداراز دښاغلي مومن کړنو دولسشمر کرزي دتود هرکلي سره مخ شوې او هغه ته يې دغازي ایوب خان دولتي عالي مډال ورکړ.

کله چي دملي امنیت لوی ریاست او ولسمشر کرزي دښاغلي مومن دماموریت بریا ترزابل وروسته په هلمند ولایت کي ولیدل نو پدې وخت کي يې هغه ته ترټولو سخت ماموریت ورله غاړي کړ چي دهلمند څخه يې وکندهار ته تبدیل او درئیس په توګه وټاکی.
ښاغلي حامد کرزي دکندهار په ولایت کي دامنیت حالت دخرابوالي ترڅنګ دقومونو ترمنځ دنفاق او جګړې څخه ویره درلودل نو په خپله ځانکړې لارښوونه يې پرښاغلي مومن فشار راوړی چي دکندهار دملي امنیت مشرتوب ومني او هغه هم دولسمشر داخبره ومنل.
کله چي ښاغلی تورن جنرال ډاکټر محمدنعیم مومن دکندهار په لرغوني اوتاریخي ولایت کي دنده پیلوي، امنیتي حالت دومره ګډوډ دی چي وسله وال مخالفین په رڼا ورځ دښار دننه په یوشمېرسیموکي دتلاشۍ ځنځیرونه لري او دکندهار ښار ترڅنګ يې دارغنداب ولسوالۍ دسقوط دخطر سره مخ کړی او مرکزي دولت پدې ویره کي دی چي دکندهار ولایت يې دلاسه تللو دنازک حالت سره مخ دی خو دښاغلي تورن جنرال مومن جدیت ، په امنیتي چارو کي کافي تجربه درلودل او په دولسي خلګو کي نفوس او ملاتړ هغه اړکړ چي دکندهار څخه دوسله والو مخالفینو په وړاندي عملیات پیل کړي او په مالجات سیمه او ارغنداب ولسوالۍ کي يې وسله والو مخالفینو ته  دومره مالي او ځاني زیانونه واړول چي دافغان رسنیو ترڅنګ يې دنړیوالو مطبوعاتو سرټکي جوړکړل او په کندهار کي خلګو په منځ دویرې حالت له منځ لاړ او خلګو بیرته خپلو کارونه ته په ډاډه زړه مخ کړل او امنیتي ساحه ورځ تربلي پراخیدل او دملي امنیت دلوی ریاست او ولسمشر کرزي په ځانګړي حکم سره ښاغلي تورن جنرال ډاکټر محمدنعیم مومن ته دتورن جنرال رتبه ورکړل سوه او همداراز يې دمیرمسجدي خان عالي مډال ورکړ.
ښاغلي جنرال مومن دخپل ماموریت پرمهال ددولتي ادارو ترمنځ دهمږغي ترڅنګ یوسخت اوپیچلی کار وکړ چي په ډیره لنډه موده کي يې دقومونو ترمنځ یووالی، همږغي او یوپربل باور اومرسته کول فضا رامنځ ته کړل او هغه دولس په منځ کي ځانګړی ځای ونیوی او دخلګو لخوا دهغه کړنې تقدیر او دیوملي شخصیت په سترګه کتل کیدل.
ددې ترڅنګ دولسي او مشرانو جرګې لخوا پدې موخه ستاینلیکونه ورکړل سوه چي کندهار يې دمخالفینو څخه پاک اوداولایت يې په سهیل کي دیوباامنه ولایت په نوم ونوموی.

داچي کندهار ولایت باامنه شو، مرکزي دولت پریکړه وکړل او ښاغلي مومن يې سرپل ولایت ته تبدیل کړ خو لنډ وخت وروسته چي په سرپل ولایت کي بدلون اواصلاحات راغلل نو هغه يې بیرته دامنیت دټیګښت او دامنیتي ساحې دپراخوالي په موخه هلمند ولایت ته تبدیل کړ او دښاغلي مومن ماموریت یوځل بیا دپراخولاسته راوړنو سره مخ شو.
ښاغلي تورن جنرال ډاکټرمحمدنعیم مومن چي په هلمند ولایت يې دخپل دوهم ماموریت پرمهال داداري فساد په وړاندي مبارزه، ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول، امنیتي ساحې پراخوالی، دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي او بهرنیانو دمداخلې مخنیوی ، دقاچاق وړونکو او کاروباریانو سپارل دقانون ومنګولو ته، دقومونو ترمنځ یووالی ، دسولې پروسې پیاوړتیا او یوشمېر نورڅه ترسره کړي چي هرافغان ورته دقدرپه سترګه ګوري او تاریخ به يې  دهیواد ساتونکی اود۲۱ پیړۍ اتل په نوم یادوي.

زما په اند دښاغلي تورن جنرال ډاکټرمحمدنعیم مومن بدلول دهلمند (۱ درجې) ولایت څخه وزابل (۳ درجې) ته که څه هم دزابلیانو دپاره یوستر زیری او مثبت کار دی خو دهغه کاري وړتیا ، پوهي او رتبې ته په کتلو سره دمرکزي دولت لخوا دهغه سره سترظلم شوی  ځکه زابل دهلمند په پرتله ډیر کوچنی او په ټولو نظامي ادارو کي تردامهاله دتورن جنرالي بست په تشکیل کي نشته او هغه باید لوړشوی وای او دنظام دبدلون پرمهال په نازکو حالاتو کي دهغه بدلول ودې ولایت ته دټولو قوانینو خلاف کار دی.

دمرکزي دولت لوړپوړو چارواکو ،

لکه څنګه چي تاسو دواړو ډلو (ډاکټر صاب غني او ډاکټر صاب عبدالله) انتخاباتي مبارزو پرمهال ولس ته ډاډ ورکړی ؤ چي نور به کار واهل کار ته سپارل کیږي، نو ددې سیمي ولس درته کوو چي زموږ سره خپله ژمنه پوره  او دملي او جهادي شخصیت  تورن جنرال ډاکټرصاب محمدنعیم مومن غوندي په کار پوه کسانو ته په خپله دوره کي ځانکړی ځای ورکړۍ ترڅو نور هم درباندي ولس ستاسو په کړو ژمنو باور وکړي.

په مینه؛

دخاموش ملت غوښتنه 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery