مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خداینظر نصرت د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رئیس او که لوی غل!



قدرمنو لوستونکو تاسې پوهیږی چې په افغان دولت او حکومت کې د ادري فساد او بډو لمن دومره پراخه ده چې د افغان حکومت ترڅنګه دولتي ادارې قضایه او مقنینه قوه هم تر بوزې پورې په فساد او بډې اخیستنې کې ډوبه ده چې په دولتي ادارو کې ډیرې لوړپوړي چارواکې وزیران او خپلواک رييسان لاس لري.چې ترډیره د دوې له دغه ناوړې کړنې څخه کوچني مامورین چې په دولتي ادارو کې کار کوي زیانمن شوي او یا زیانمن کیږي چې دغې کړنې په ادارو کې دفساد او بډاخیستنې لړۍ نوره هم پسې پراخه کړی ده او ددغو ستونزو او ننګونو غږ تر ما خوار لیکوال پورې هم راورسید، ځکه کې مامور بیچاره په خپله اداره کې د فساد او یا بډې اخیستنې په اړه غږ پورته کړي یا به بې دندې کیږي او یا به هم له خپل مسلک خلاف داسې ځای ته خدمتي استول کیږي چې په خپله به مامور مسکین د دندې خوشې کیدو ته اړشي، نه له همدې امله تیره دورځ د ولسي جرګې د دارالانشا ریاست د دوه رسمي کارکونکو سره په یو ځای کې مخ شوم چې د دوې په وینا دلس کالو راهیسې د دې ادارې په یوه برخه کې د عادي مامورینو په توګه دنده ترسره کوي، دوې راسره د یادې ادارې په اړه ډیرې کیسې وکړئ چې باور وکړئ د سرویښتان مې ورته نیغ نیغ ودریدل او له ځان سره مې ویلې چې د ولس په کور او دولس دکور په دارالانشاه کې چې ښاغلی نصرت صیب یې په راست کې دې دا حال وي خاورې به دا ملک آباد شي او افغان دولت او او داخوار ملک به له فساده او بډې اخیستنې خلاص شي، د ددې ادرې دغه دوه مامورینو ډير څه راته له اسنادو او شواهدو سره ښکاره کړل او دا خبره یې هم کوله که څوک فکر کې کوي چې مونږ دروغ وايو مهرباني دي وکړي د ولسي جرګې د دارالانشاه له نورو مامورینو دې پوښتنه وکړي ځکه هلته مامورین خواران که څه ووايي فورآ به خپله دنده له لاسه ورکړي او بیا به د خپلو بچو یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران وي نو ځکه یې خوله پټه نیولې او څه نه وايي خو کله چې دغې دوه مامورینو څخه مې د نورو خبرو او معلومات په اړه پوښتل چپ شول او نور یې څه نه ویل ځکه چې هغوې ګمان کاوه چې ګواکې زه دغه رییس صیب پیژنم خو په ریښتیا چې دغه رییس ما نه پیژنده او همدغه وخت په ملي ټلویزون د ولسي جرګې ژوندۍ جلسه نشریدله نوله ورایه یې خپل رییس راته د ټلویزیون په شیشه راوښوده او ویلې چې هغه چاق سړی ګورئ خو ریښتیا چې کله ما هم ولیده نو ښه پوره چاغ سړی وه نو زړه ته مې خبره ولویده چې سړی لکه چې په بډو او فساد  کې ښه نړیوال او هوښیار غل دی ځکه چې ښه نیکټايي وهلې وه اوپه ډیر یو مهم ځای کې هم ناست وه ددې په اړه راته پیل وکړ چې ډیر کمزورې مدیریت لري او تل هرچا ته یواځې ښه کوي د نوموړي دفتر ته یواځې وکیلان بې پوښتنې ننوتې شي او کله کله خو ددی په دفتر کې دومره وکیلان ناست وي چې نورو مراجعینو ته د ناستې ځای خو څه کوی چې د ولاړې ځای هم نه وي، بیا مامور صیب چې نوم یې نه شم اخیستې یوه شیبه چپ شو نو خپل هغه بل ملګري ته وایه راځه ورکې کړه څه لانجه راته جوړه نه شي خو ملګری یې په ځان متکي وه او ویل چې زه خو ټولې خبرې ریښتیا ریښتیا کوم لاس یې خلاص او توره یې تیره. نو پیل وکړو چې دنصرت یو وخت چې ګران سره د دارالانشاه رییس وه یو عادي مامورک وه بیا ترجمان مقرر شو وروسته بیا د ترجمنانو مشرشو او کله چې د ګران صیب او قانوني صیب ترمنځ کومه لانجه رامنځ ته شوه نو دګران صیب په ځای نصرت رییس شو په هغه وخت دې په یوه کرايي کور کې اوسیده او زه فکرکوم چې ۲۰۰۰۰ افغانۍ به یې معاش وه او د کور د کرايي توان یې هم نه درلوده خو کله چې رییس شو نو زه اوس ترې خبر یم چې یواځې په مکروریانو کې یې درې پنځه اطاقه کورونه اخیستي چې هرکور یې تقریبآ یولک او لس زره ډآلره ارزښت لري، دې چې کله عادي رییس وه نو د شورا په یوه زوړ موټرکې به راتلو خو اوس یې کورنۍ ته دوه ټوډي موټر ولاړې دي او کیدای شي د ریاست یې دوه یا درې کاله کیږي، خو دمره نور هم خبر یم چې د کابل ښاروال څخه یې هم څو نمرې ځمکې هم اخیستي دي او داسې ګونګسې په دې ورځو کې اوریدل کیږي چې په خارج کې سیاسي پناه هم اخیستې ده او خپلې ټولې پیسې هم یوه میاشت وړاندې له افغانستان څخه ویستلي دي، مامور صیب بیاچپ شو.............. یوه شیبه وروسته وویل خدای دی ووهي ورکې کړه ډیر کمزورې سړی دی له خپلو مامورینو کار نه شي اخیستې تل یې د خریدارۍ سره کاروي او له  یو لوري باالمقطع مامورین خواران نیسي او له بل لوري د خپل کمزوري ماموریت له کبله بیرته منفکه وي چې د شمیرو له مخې کیدای شي د ده دریاست په وخت  کې په زرګونو باالمقطع مامورین نیول شوي وي او په زرګونو نور به ددې ادرې او رییس نصرت د کمزوري مدریت له امله بیرته منفک شوي دي په دې نیږدې ورځو کې هم ډیر باالمقطع مامورین خواران منفک کړل په خدای باور وکړه چې ډیر پرې خواشینې شوم څوک چې واسطه لري که کار کوي او که نه یې کوي ځې او راځې  او خپل معاش اخلي خو مامور بیچاره که واسطه ونه لري ډیر ژر منفک کیږي زه شاهد یم چې په یوه ورځ یې د بودجې د نشتون له امله یو شمیر مامورین منفک کړي او په همدې ورځ یې بیا له منفک شوو مامورینو څخه ډیر نور نیولي دي چې بلکل د حیرانتیا خبره ده، یاره یوه بله خبره رایاده شوه هغه داچې یوه ورځ د سوانح امر چې د وردګو له ولایت څخه دی او قانوني سړی هم دی د رییس نصرت پسې څه ویلي وه او یو شمیر شیطانان چې په ټولو مدیرتونو کې یې لري د ده خبره نصرت ته رسولې وه او هغه هم نوموړی له خپلې څوکۍ لرې کړو او یو بل چیرې یې خدمتي ورکړ خو داچې هغې د وردګو ولایت څو وکیلان پیژني بیرته خپله څوکۍ ترلاسه کړه له ټولو سره ډیر ظلم کوي که یوه عادي مامور د نصرت پیسې څه ووايي باور وکړئ چې فورآ ترې کارت اخلي او رخصته وي، یاره وروره ورکې کړه خدای دی ورسره پوه شي د کومو کومو خبرو به یې درته وایم خو ددې نه ګران صیب په خپله اداره کې ډیر غښتلې او قوي سړی وه په خدای چې یو مامور هم ترې ځان نه شو خورولی ځکه چې ډیر پاک نفسه سړی وه او تراوسه مسکین یو بایسکل هم نه لري خو د نصرت اوس د پیسو حساب نه شته حتې ځینې وخت کې ولسي جرګې ته کومې پروژې راځې نو ددې ترې خپل حق غواړي، یاره غل خو دې خو ډیر هوښیار غل  دی زه په دې پوهیږم چې د ولسي جرګې رییس هم څه ناڅه دده سره شریک دی، ښه مې په یاد دې یوه ورځ د ولسي جرګې د رییس په کور کې یو شپږ خادې پایپونه او د تشناب لپاره نورشیان پکار وه نو کله چې فورم ورته واچول شو نو فورم د ولسي جرګې د ودانۍ په نوم واچول شو خو سامانونه د رییس شخصي کور ته ولاړل دا خو یوه وړه خبره وه زه فکر کوم چې د پردې ترشاه به نور څومره کارونه ترسره کیږي، داوس لپاره همدومره بس دی بله ورځ به بیا درته نور شیان هم د اسنادو سره درته په لاس درکړم دومره عدلي او قضايي ادارو ته وایم که لږ وجدان هم وي ددې نه دې پوښتنه وشي چې دا دومره شیان کورنه نمرې او پیسې دې له کومه کړی او زه راتلونکې ولسمشر ته وړاندیز کوم چې ددې پرځای دی همغه ګران صیب چې دپاک وجدان او نفس خاوند وه دې ریاست ته معرفي کړي. او نورشیان به بیا بل وخت درته ووایم چې دا مې درسره وعده ده. نور بیا.................
ددې کس په اړه نور شواهد هم شته چې په بله لیکنه کې به یې له تاسې سره شریک کړم په تمه اوسئ خو دغه مامورین له نوي ولسمشرڅخه غواړي چې دغه ستر غل ژر تر ژره لوی څارنوالۍ ته معرفي کړي څو دخپلو کړو غلاوو ځواب ورکړي.

 


لیکوال : انځرخان غزنیوال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery