مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

روغتیا یوازی د خوست نه بلکی د ټول افغانستان ستره ستونزه ده!


د روهی صاحب په  ویب پاڼه کی  په راپورت کی چی له خوست څخه ورته لیږل شوی دی لولو چی
(په خوست ولايت کې د مدني ټولنې فعالانو او ګڼ شمېر ځوانانود روغتياپه برخه کې د شته ستونزو پرضد په احتجاجي غونډه كې پر دولت غږ وكړ چې دغې برخې ته جدي پاملرنه وكړي، د دوى په خبره د بي کيفيته درملو، بې اصولو لابراتوارونواو غير مسلکي ډاکټرانوله امله هره ورځ په لسګونه زره افغانۍ مصرفيږي خوناروغانوته يې ګټه نه رسيږي، دوى د روغتيا وزارت پړ وباله چې، په ديارلسوکلونوکې د خوست د روغتيارياست ته د وړ شخص په پيداکول نه دي توانيدلي.))
د الفت صاحب یو شعر دی چی وایی:
نه ومه خبر پرده می لږه غوندی جیګه کړه
ندی ویلو  هغه  څه  چی ما لیدلی  دی
ګرانو دوستانو هغه څه چی د روهی صاحب په ویب پاڼه کی د خوست  د مدنی فعالانو لخوا د روغتیا په برخه کی راپور ورکړل شوی دی بلکل پر ځای او د تاید وړ دی. او د الفت صاحب شعر  د ورته   حقایقو  ښکارندوی ځکه کوی چی ما په خپلو ګناهګار سترګو دومره شیان لیدلی دی چی حساب او کتاب یی په یوه لیکنه کی نه ځایږی خو زه به ځینی مثالونه چی ما په کابل او خوست  کی په عمل کی ولیدل ستاسو سره شریک کړم.حوصله لری لیکنه تر پایه ولولی که اوږده شوی هم وی.
لاندی مثالونه چی زه یی لیکم یوازی می خدای پاک په سر ولاړ دی او پر دی هم باور لرم چی که دروغ وایم یوه ورځ به همدغه الله پاک زما څخه پوښتنه کوی. نو هر څه چی تاسو لولی ما د کومی کینی او ضد له مخی ندی لیکلی بلکی دا هغه حقایق دی چی ما په افغانستان کی په خپلو سترګو لیدلی دی.
زموږ یو کلیوال دی چی په والله که خو یی له شپږم ټولګی څخه اوم ته قدم اخیستی وی اوس ورته زموږ کلیوال ځکه ډاکټر صاحب وایی،  چی  په پاکستان کی یی دری میاشتی د لابراتوار کورس لوستی او اوس نه یوازی چی د لابراتواری معاینات کوی بلکی په ډیره بی مسولیته توګه ناروغانو ته دوا یا نسخه هم لیکی چی دا  نه یوازی د  ټولو نړیوالو او د افغانستان د عامه روغتیا د قوانینو سره په ټکر کی خبره ده، بلکی دا د انسانیت له چوکاټ وتلی خبره هم ده دا ځکه چی دا ډاکټر صاحب د انسانانو د ژوند سره لوبی کوی. همدا رنګه چی زموږ په خوا کی یو بل کلی دی چی هلته بیا یو بل ښاغلی چی یوازی د ۱۲ ټولګی  سند خو لری خو والله که یوه ورځ یی کومه د طب او یا بلی پوهنځی مخ هم لیدلای وی خو اوس سوچه د طبابت تخصصی مسولیت په عاړه لری یوه کوچنی شانته روغتون یی خلاص کړی دی، په  بی مسولیته توګه ناروغان دی چی د پاکستان بی کیفیته او له وخت څخه تیری دواګانی ورکوی، دا چی پدی عمل سره به یی څومره انسانان وژلی الله ته ښه پته ده.خو شار ناپرسان دی هیڅوک نشته چی پوښتنه وکړی.
په ۲۰۰۹ ع کال کی زه خوست ته تللی وم چی یوه ورځ زما یو دوه کالن زوی غورځیدلی وو او لاس یی داسی مات شوی وو چی وینی شوی نه وو،زما ورور ماته وویل چی هلک به ډاکټر ته ورولو او ته هم راسره لاړ شه چی عکسره یی وباسو او که لاس یی مات وی ډاکټر یی ور وتړی.موږ لاړو هغه ډاکټر ته چی د جراحی او هډوکیو په برخ کی یی کار کړی وو او په لویه لوحه یی ډیر شیان لیکلی وو ماشوم وروړ، خو زه ورسره نه لاړم په موټر کی کیناستم پدی خاطر چی موټر څوک ونه تښتوی چی په خوست کی دا بدبختی تر اوسه جریان لری. خو کله چی زما ورور ماشو لاس تړلی له ډاکټره راوباسه نو ماته یی وویل چی ته ورشه کومه دوا ډاکټر لیکی تری نه یی راوخله. کله چی زه ورغلم ماته د ماشوم معالج ډاکټر د دوا نسخه راکړه چی ګورم پکشی یی ماشوم ته انتی بیوتیک لیکلی دی او هغه هم د ستری ساحی انتی بیوتیک. ((انتی بیوتیک د بر یا سحی له مخی په دوه ډوله دی یو هغه دی چی مشخص یو یا دوه ډوله  میکروبونه تر پوښښ لاندی نیسی چی ورته  Small spectrum Antibiotic   وایی  او بل ډول یی Bred spectrum Antibiotic   دی، چی ډیره ساحه یا ډیر میکروبونه تر پوښښ لاندی راولی.)) .
خو خدای شته چی کله می نسخه ولیده او انتی بیوتیک می پکشی ولیدل او هغه هم د لوی ساحی یا Bred spectrum Antibiotic  نو په سترګو می توره شپه شوه او ډاکټر صاحب ته می وویل چی ولی انتی بیوتیک؟ او بیا ولی د لوی ساحی انتی بیوتیک؟ ما همدغه ډاکټر ته وویل چی کله زخم لوڅ نه وی او وینی نه وی نو پدی صورت کی میکروب نه شی کولای چی داخلی شی. پس انتی بیوتیک ته څه اړتیا ده چی تاسو توسیه کړی دی؟ دوهم دا چی تاسو ولی د ستری یا پراخی ساحی انتی بیوتیک یوه دوه کالن ماشوم ته؟ ډاکټر صاحب ماته په ځواب کی دومره وویل چی دا کار موږ په روغتون کی هم کوو.
په ۲۰۱۰ع کال کی ما په ده افغانانو کی یوه شخصی کتنځۍ یا معاینه خانه درلودله. تصادفآ یوه ورځ زما همسایه ډاکټر خپلی کتنځۍ ته نه وو راغلی چی دوه تورسری زما دروازه ټکټک کړه او د راتلو اجازه یی وغوښته او زما څخه یی  د همسایه ډاکټر پوښتنه یی وکړه چی چیری دی؟ زه هم د دوی په شان نه وم خبر چی ولی هم هغه ورځ خپل کار ته نه وو راغلی، ځواب می ورکړ.
دوی له ماڅخه غوښتنه وکړه چی که د دغه دوا اندازه او وخت ورته ووایم تر څو یی په هم هغه وخت او همغه اندازه چی ضرور ده استعمال کړی.  د طبابت او د مسلکی نزاکتونو له مخی ما له تورسریو هیله وکړه چی سبا ته راشی چی ډاکټر صاحب یی درته وخت او اندازه وښی، خو دوی ډیر ټینګار وکړ او زه یی دی ته مجبور کړم چی دوا وګورم او وخت، اندازه یی ورته ووایم. خو باور وکړی چی دومره دوا څوک غوایانو او اوښانو ته هم و نه لیکی لکه هغه زما همسایه ډاکټر چی دوی ته لیکلی وه، دری وو او که څلور قسمه خو یوازی د میکروبونو ضد دوا (انتی بیوتیک) نوشته شوی وو، خو ماته د ډاکټر صاحب دوا ډیره جالبه وه. زما په ګمان ډاکټر صاحب بی له دی چی تشخیص یی کړی وی، ځلور قسمه انتی بیوتیک  نوشته کړی وو چی راشه یو خو به کار وکړی. ولی ډاکټر صاحب د انتی بیوتیک د منفی  تاسیراتو او د رنځور جیب ته هیڅ پاملرنه نه وه کړی.
همدارنګه لکه چی په راپور کی یی یادونه شوی ده، د افغانستان د د روغتیا وزارت ډیرو د دوا  واریدونکیو  شرکتونو ته جوازونه ورکړی دی او دا شرکتونه د پاکستان څخه بی کیفیته او د تاریخ څخه تیری دواګانی افغانستان ته راوړی.همدا رنګه همدغه شرکتونه په پاکستان کی د دوا کمپینو سره تړونونه لری او واریدونکی شرکتونه په فرمایش د کمپنیو څخه افغانستان ته دواګانی راوړی چی  د دولت له خوا هیڅ ډول کنترول پری نشته او بیا  همدغه د دواګانو واریدونکی شرکتونه د ډاکټرانو پر معاینه خانو ګرځی  ډاکټرانو ته له ، قلم، کمپیوټر نیولی ان تر موټره پوری تحفی ورکوی او داسی تړون د ډاکټر او دوا واریدونکی شرکت تر منځ تړل کیږی چی دومره دوا به وباسی، دومره څه به تر لاسه کوی، دا هغه څه دی چی کله ما د کابل په ده افغانانو کی معاینه خانه لرله همدغه د دوا د شرکتو له  نمایندهګانو به موږ ورځ نه لرله یو به لاړ بل به راغی .
د افغانستان په ټولو برخو کی شته یو تعداد ډاکټران طبابت خو لا پریوده چی نه اسال میت پیژنی او نه انسانیت په ډیر خایننه ډول همدغه بیکیفیته دوا د دشرکت لپاره د رشوت یا تحفی په مقابل کی ناروغانو ته توسیه کوی.
بله مهمه او نه بښونکی خبره چی ما په خپلو سترګو په کایل کی ولیدله هغه دا وه  چی یو تعداد ډاکټر صاحبان د لابراتوارنو د خاوندانو سره تړونونه لری او  لابراتوار د هغو معایناتو له فیس څخه چی ډاکټر یی ورلیږی فیصدی ورکوی، چی په خوست کی دا  فیصدی یا سلنه ۴۰ یعنی ۴۰٪ به لابراتوار ډاکټر ته ورکوی . نو پدی خاطر  همدفه ډاکټر صاحبان نه رنځور ته ګوری او نه یی رنځ ته خو د یوه ټسټ پر ځای ۴ یا پنځه تسټونه ناروغ لابراتوار ته ورلیږی نو چی  څومره ډیرو تسټونو سره رنځور   ابراتوار ته ورواستول شی په همهغه اندازه ډیری پیسی همدغه ناجایز ډاکټران تر لاسه کوی.  
زما په اند هغه څه چی د افغانستان په حکومت کی دا ۱۳ کاله بد نوم لری رشوت دی خو له دی بد تر همدغه د یو تعداد ډاکټرانو عمل دی چی د دوا د شرکتونو سره ، همدارنګه د لابراتوانو سره لاس یو کوی او پاکستانۍ بی کیفیته دوا یو ځای د ډیرو ټسټونو سره  د ناروغ  رنځ نور ډیروی ، چی پدی سره نه یوازی د افغانانو شتمنی ته لوی زیان رسیږی بلکی د ناروغانو رنځونه له ورځی بلی ته ډیریږی، همدارنګه لدی لاری په لسهاو افغانان خپل ژوند له لاس ورکوی.
خدای د وکړی چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی منتخب حکومت د روغتیا په برخه کی پورته یادو شوی او نورو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړی.
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۲۰۱۴/سیبتمبر/۲۸

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery