مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د اودس پټ رازونه


استاد انجینر نورالله خان احمدزی

 

د طهارت څلور مرحلې دي ـ اوله مرتبه یې دا ده چې ظاهر له ناپاکیو اوچټلیو څخه پاکول دي ــ  دوهمه مرتبه دا ده چې د بدن غړي د الله تعالی له نافرمانیو او ګناهونو څخه ساتل دي ــ دریمه مرتبه یې دا ده چې له ناوړه اخلاقو او رذائلو څخه د زړه پاکول دي ــ څلورمه مرتبه یې دا ده چې خپل ضمیر د ماسوای الله څخه صافول دي ــ تر څو چې انسان خپل زړه له ناوړه عقایدو څخه پاک نکړي تر هغو پورې دغه کس ددې حدیث نبوي: الطهور شطر الایمان ونصف الایمان مصداق نشي ګرځېدای ــ  لدې کبله د ایمان اړیکه له زړه سره ده نو کله چې زړه له مرداریو څخه پاک نشي تر هغو طهارت نامکمل ده ــ

دا د ایمان مقامونه دي او د هر یو مقام یوه طبقه وي تر څو چې انسان هغه ادنی طبقې څخه تېر نشي نو اعلی طبقې ته نشي رسېدای ــ  د پاکوالي سر ته څوک نشي رسېدای تر څو چې زړه له بدو اخلاقو څخه پاک نشي او په ښو اخلاقو سمبال نشي او دې مرتبې ته نشي رسېدای تر هغو چې د بدن غړي له ګناهونو او د الله تعالی له نافرمانیو څخه پاک نشي او هغه په عباداتو او د الله په طاعت باندې معمور نکړي ــ

هغه چې خپل قیمتي وختونه په استنجا، خوله  مینځلو، پښو، ښه لباس او ظاهري پاکوالي کې لګوي او د خپل باطن د پاکوالي خیال نه ساتي هغه کس د شیطان په وسوسو او د وهم په ناروغي اخته کیږي، ظاهري پاکوالی یوازې دباطني پاکوالي د دلالت لپاره مقرر ده.

مینځل رامینځل د لاسونو، پښو او مخ یوازې د زړه د تحریک لپاره ده زموږ  ټول ظاهري اقوال او افعال، حرکات او سکنات او د هغوی اثر په زړه باندې ضرور غورځي یا باید داسې ووایو چې هغه څه چې زموږ په باطن کې مرکوز دي هغه ټول ظاهري حرکتونه د هغه باطن حرکتونو هنداره ده. ددې دا مطلب ندی چې ظاهر ضروري نده بلکه مطلب دا ده د ظاهر سره باطن هم ډېر ضروري ده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery