مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

له ثريا طرزي نه تر رولاغني

 

تيره ورځ دافغانستان دسياست تر ټولو تاريخ جوړونكې پاڼه واوښته، چي ديوه منتخب ولسمشرڅخه بل منتخب ولسمشر ته واك په سوله ايزډول وليږدول سو.
دا دافغانستان ښځو لپاره هم يوه تاريخي ورځ ګڼل كيږي،  ځكه افغان ښحي پسله يوې پېړى څخه دداسي حكومت سره مخ كيږي چي دمشخصوفرمانونو په اساس دښځو دوضعيت دښه والي لپاره فكر كوي.
داچي راتلونكى دولت به تركومه وتوانيږي چي خپلي برنامې پلي كړي، بيل بحث دى، چي وروسته به اشاره ورته وكړو خو دولسمشراشرف غني وينا او دهغه قاطعيت دښه راتلونكي زيرى وركوي.
دافغانستان ښځو (۹۵) كاله پخوا دشاه امان الله خان په وخت كي د سياسي او اجتماعي ودي لپاره ديوشمير فرامينواو قوانينو سره ملتيا وكړه چي د شاه امان الله خان دزمامدارى دپرځېدو يوه له دلايلو څخه دهغه په كورنى كي دننه دترقي غوښتني څپه وه.
امان الله خان وروسته له هغه چي په ۱۹۱۹ ميلادي كال كي پاچاهي ته ورسيد، هغه سربيره پردې يوشميرتاريخي كارونه، لكه درسنيو دقانون تصويب، د زياتي آزادى لپاره دفرامينو صادرولو، او دخلكو په منځ كي دملي روحي راپيدا كولو اقدام وكړ، خپلي ميرمني ثريا طرزي ته په روښانه اوجدي رول وركولو هڅه وكړه چي ښځي دخرافاتي فكرونو له چهارديواليو څخه وژغوري او پرځان باندي دهغو باور پيدا كړي.
دهغه جدي پاملرنه، ژوند، دښځوحقوقو او مدني آزادىو، دښځو لپاره ځانګړو ښوونځيو، او د ((ارشاد نسوان)) په نامه يوې خپروني پيلول وه چي داكثره معاصروتاريخ ليكونكو په باور دا كړني ددې سبب سوې چي په تحصيل كرده ښځوكي دروشنفكرى او آزادى غوښتني فكرونه را وټوكيږي.
تيره ورځ دهيواد دنوي ولسمشر دلوړي په مراسموكي چي رولا غني  هم حاضره وه،  دامان الله د وخت خاطرې مو په ذهنونو كي راژوندى سوې چي د ډيرو په باور بيا به تكرارنسي. داكټراشرف غني له اوله هغه منشور چي دهغه دكاري پلانونو برخه وه، دافغانستان ښځو ته خپله ديره پاملرنه واړوله چي دخپلو ويناوو پرمهال يي هم څو ځلي داموضوع ته اشاره كړېده.
دولسمشر اشرف غني او دهغه اجرائيه رئيس او مرستيالانو  دلوړې په مراسمو كي د دهيواد دلومړى ميرمني آغلي رولا غني حضور، ديوه نوي دود  منځته راتګ دى چي وروسته له امان الله خان څخه هيڅ سياسي رهبر دا جرئت نه دى كړى چي دا كار وكړي
له بلي خوا ولسمشر اشرف غني پخپل منشور كي دافغانستان دښځو لپاره يوشمير ژمني كړيدي چي لازمه ده ترڅو دښځو دحقوقو فعالين اودديموكراسى دارزښتونو پلويان ددې ژمنو دتطبيق دڅرنګوالي په اړه پلانونه وسنجوي.
دښځو وزارت جرائي كيدل، په لوړو سياسي دندو كي دښځو ګمارل، دستري محكمي په لوړو دندوكي دښځو حضور، دښځي او خاوند دمنقولو او غيرمنقولو شتمنيو ثبتول، په ټولو ولاياتوكي دنجونو لپاره دځانګړو پوهنتونونو رامنځته كول، دښځو داقتصادي آزادى لپاره دزميني برابرول، دهغو ژمنو له جملې څخه دي ولسمشرغني دخپلو ټاكنيزو كمپاينونو پرمهال له ښځو سره كړې وې.
خو هغه عوامل چي ددې پلانونو او ژمنو دپلي كيدوپه برخه كي مرسته كولاٰى سي، دښځو دوضعيت دښه والي لپاره ددغو پلانونو پلي كيدل دي، او دټولني لخوا دهغه اصلاحاتو منل چي په پام كه ده ددولت دكارونو په لومړيتوب كي ځاى ولري.
ځكه دامان الله خان شاهي دورې تاريخ دا څرګندوي چي هركله دښځو دوضعيت دښه والي لپاره كوټلي ګامونه اخيستل سوي نو د زاړه فكرو افراطيانو او دهغو كسانو له سخت غبرګون سره مخ سوي چي له دين څخه يي دپرمختګ دمخنيوي لپاره ګټه پورته كړېده.
خو تمه كيږي چي دافغانستان په ټولنه كي  ديوې پېړى مخكي نه ځيني تغيرات راغلي وي. له دريو لسيزو څخه زياتو مهاجرتونو، دميليونو محصلينو او زده كوونكو حضور، دډله ايزو رسنيو پرمختګ، او د نړى سره داړيكو په برخه كي سهوليت راتلل، تجدد او پرمختګ ته دخلكو لېوالتيا، ديوې خوا مونږته  ښه راتلونكي او دښځو دوضعيت دښه والي لپاره دقوانيواو فرامينو د آسانه پلي كيدو هيله مندي راكوي اودبلي خوا دافغان ښځو سره دديموكراسي نظام دمخالفينو سياسي چلند، اودسولي لپاره دښځوقربانى په بدل كي دهغه مخالفينو سره چي دسولي يو شرط يي دښځو دمدني آزاديو سلبول دي، په ټولنه كي سنتي او افراطي جوړښت او دټولني لخوا دديموكراسى او دهغه دارزښتونو څخه ناسم تعبير، دا ويره رامنځته كوي چي دا پلانونه به يوازي ديوه شعار په توګه پاتي سي.
له يوې پېړى څخه وروسته په سياسي مناسبتونوكي  دهيواد دلومړى ميرمني حضور بيله اګر مګره چي دښځو دحالت دښه والي خنډ ګرځي، يو نيك او ښه قدم وبولو، ځكه ټاكل سوي چي لومړى ميرمن به په ارګ كي بيل دفتر ولري او دافغان ښځو لپاره برنامي او پروګرامونه پلي كړي خو دغه حركت دايران، عربستان او... نورو هيوادونو ته په پام سره بې سارى دى، پداسي حال كي چي هغوى ددښځو لپاره دبرابرى مدعيان دي خو تراوسه يي داكار نه دى كړى.
نو په همدي دليل تمه كيږي چي ټولي فعالي ميرمني بيله دي چي سمت او خوا په نظركي ونيسي، په انتخاباتي مبارزاتوكي ددې لوى او تاريخي حركت څخه ملاتړوكړي او دميرمن رولا غني ترڅنګ ودريږي ترڅو ديوې لسيزي ديموكراسى هغه پلانونه چي تراوسه يوازي دكاغذ پرمخ پاتي دي او هغه شعارونه چي بيله ډليزه شعوره اوچت سوي دپلي كيدو تر مرحلي ورسوي.
ليكواله: منيره يوسف زاده
ژباړه: نويد نظري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery