مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په الهي احکامو کې د ډول ډول وجوهاتو او غرضونو حکمتونه: آخري برخه

 

استاد انجینر نورالله خان احمدزی

 

د اودس شپږم حکمت ده عود نور او سرور:  د ګناهونو او سستي په وجه چې کوم روحاني نور او سرور د بدن له غړو څخه اخیستل شوی په اودس سره هغه بېرته راجوت او څرګندیږي، همدا روحاني نور د قیامت په ورځ  د اودس په غړو کې به په څرګند ډول ځلیږي  لکه چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم فرمایي: ان من امتی یأتون یوم القیامة غر امحجلین من أثار الوضوء فمن استطاع منکم ان یستطیل غرته فلیفعل. ژباړه:ـ  یعنې د قیامت په ورځ چې کله زما امت راځي یا پورته کیږي نو د اودس له آثاره به د هغوی لاسونه، پښې او مخونه به یې  روښانه وي دې لپاره څوک چې په تاسو کې غواړي خپله رڼا یې ډېره وي هغه دې ډېره کړي.

یو بل حدیث کې راغلي: تبلغ الحلیة من المؤمن حیث یبلغ الوضوء. ژباړه:ـ  یعنې تر کوم ځای چې د اودس اوبه رسي تر هغه ځایه به د مؤمن جنت  سینګار کړل شي.

 

د اودس اوم حکمت ده قرب ملائکه: د طهارت په وجهې سره انسان ته له ملائکو سره نږدېوالی او اتصال منځته راځي لهذا هغه ددې اهل جوړیږي چې د الله تعالی په دربار کې هغه ته شرف اوقرب عطا شي ــ ځکه د طهارت په وجهې سره انسان له شیطانانو څخه لرې پاتې کیږي.

 

د اودس اتم حکمت دا ده چې په الهي شعار سره په طهارت کې داخلیږي:ـ  لکه چې لمونځ یو عظیم الشان شعارالله و څخه ده ــ لهذا الهي شعار کې د ننوتو لپاره اودس یې لازمي وګرځوه ــ لکه چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم فرمایي: مفتاح الصلوة الطهور: یعنې د لمونځ کيلي اودس ده.

 

د اودس نهم حکمت ده عرض حال:  رعیت ته کله ناکله ددې اړتیا پېښیږي چې د حال او احوال څخه خبر شي نو هغه ته د شاهي دربار  د تګ ضرورت پېښیږي او لدې وجهې هغه ټول آداب او تعظیم چې په دربار کې پر ځای کیږي هغه د سوال په ضمن کې ګڼل کیږي ــ لکه چې د عرض مطلب لپاره ژبې ته او حکم اورېدلو ته د غوږونو اړتیا ده ــ همداسې د دربار حضور ته چې څوک ځي نو د هغه مخ، لاس او پښې او حتی جامې هم باید پاکې وي او دا ټول د سوال او عرض حال په بڼه کې ګڼل کیږي، بیا کله چې د مشرانو او پاچاهانو حضور ته چې څوک ځي نو هغه خلک پاک پاک کالي اغونځي، بدن ډېر پاکوي او هغه ځایونه چې له بهر څخه ډېر ښکاري هغه ډېر پاکوي تر څو نور خلک پرې ګوت نیوکه ونکړي.

 

د اودس لسم حکمت ده  تقویت لاسته راوړنه او د رئیسه غړو  ویښتابه: له تجربو څخه دا جوتیږي چې د لاس او پښو مینځلو سره او پرمخ او سر اوبه اچولو سره په نفس باندې ستر اثر غورځي او رئیسه غړو کې تقویت او ویښتوب پیداکېږي ــ  غفلت او خوب او آخري هېرېدل له دغه فعل څخه لرې کیږي ــ  ددې تجربې تصدیق له سترو طبیبانو څخه کیږي لکه چې یو چا ته ډېر تکلیف وي یا اسهال وي یا بله عاجله ستونزه وي نو ډاکټران په هغو غړو باندې د اوبو اچولو وړاندیز کوي لکه چې علامه قریشي  خپل کتاب موجز کې او نور طبیبانو هم لیکلي: فانه ینعش الحرارة العزیزة ویقویها وینفع الغنی الحادیث عن الکرب الحماصی وغیره: په مخ، لاس او پښو باندې اوبه اچول د حرارت یا ګرموالي تازه او قوي کوي او د حمام او نورو له ستونزې څخه چې بیهوشي پېداشوې په هغو کې دا ګټور امر ده همدا وجه ده چې انسان ته امر وشو چې د خپل نفس سستي او تنبلي د اودس په ذریعه لرې کړي تر څو د الله تعالی په حضور کې د قیام یا درېدلو لائق شي، دی چې چا ته عبادت کوي هغه هوښیار او ویښ وي لکه چې فرمایي:  لاَتَأخُذُهُ سِنَةٌ وَّلاَ نَوْم: الله تعالی هېڅ غفلت او خوب په هغه نه راځي یا نه یې نیسي.  نو یو سست او بیکاره کس ددې قابل نشي کېدای چې د هغه ذات حضور ته ودریږي ــ همدا وجه ده چې د نیشې او مستي په حالت کې لمونځ کول نامشروع ده ــ لکه چې الله تعالی فرمایي ــ لاتقربو الصلوة وانتم سکاری:  لمونځ ته مه نږدې کېږئ کله چې تاسو دنېشې په حالت کې وی.

لکه چې یو نیشه ای کس د ظاهري پاچا او حاکم دربار ته د نېشې په حالت کې د ننوتو اجازه نلري او نه څوک دا جرئت کولی شي نو څنګه یو غافل انسان چې خپل حالت لکه هغه نېشه ای جوړ کړي او د احکم الحاکمین دربار کې به څنګه شرف او مرتبه لاسته راوړي ــ د نېشې په حالت کې لمونځ دې لپاره ممنوع ده چې نېشه ای کس د لمونځ وخت کې پدې نه پوهېږي چې دی څه وایي لکه چې الله تعالی فرمايي: حتی تعلموا ماتقولون: لمونځ په هغه وخت کې وکړئ چې ستاسو زړه ته معلوم وي هغه څه چې  تاسو یې په ژبې سره وایي، په دغو کلمو سره ستاسو زړه واقف او هوښیار کېدل ضروري دي او هغه چې ستاسو له خولې څخه وځي باید پرې پوهه ولرئ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery